د روان میلادي کال د جنورۍ په وروستیو کې چې د کرونا ویروس ناروغي په چین کې په خپرېدو شوه، د امریکا د سوداګرۍ وزیر وویل چې په چین کې د کرونا خپرېدل د امریکا لپاره یو طلایي فرصت دی، موږ باید له دې حالت څخه ډېره ګټه واخلو.
وروسته د امریکایي چارواکو ورته څرګندونو دوام وکړ او د دوی تصویري، غږیزو او انلاین رسنیو په پراخه کچه د کرونا ویروس د ناروغۍ په اړه تبلیغات وکړل او دې چارې ته یې مشخصې او مخصوصې خپرونې ځانګړې کړې.
د اپل شرکت اعلان وکړ چې دوی به پر هغو تولیداتو محدودیتونه ولګوي، کوم چې په چین کې د نوموړي شرکت لپاره تولیدیږي. ځینو نورو کمپنیو او شرکتونو اعلان وکړ چې هند او نورو هېوادونو ته پکار دي، چې له دغه حالته ګټه واخلي او نوي فرصتونه رامنځ ته کړي.
د نورو اندېښنو او فشارونو زیاتولو تر څنګ، لویو هېوادونو لکه امریکا، کاناډا، اسټرالیا، اېټالیا او برېټانیا خپل پروازونه چین هېواد ته محدود او حتی ځینو نورو یې بیخي بند کړل.
دا چې د کرونا ویروس ناروغي د ژمنیو او چینایي نوي لمریز کال له رخصتیو سره سمه پیدا او په خپرېدو شوه، ډېرو بهرنیانو وار له مخه چین پرې اېښی و او کله چې دغه حالت پېښ شو، پاتې نور یې هم خپلو ټاټوبو ته ستانه شول.
د کرونا ویروس ناروغي د ډېرو تبلیغاتو له وجې په اذهانو کې حتی وبا وبلل شوه. دې مشخصې او نوې ناروغۍ د انسانانو او په خاص ډول چینایانو لپاره د مړینې یوه نوې وسیله یاده شوه.
نړیوالو رسنیو تر ډېرې مودې یوازې پر کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمېر خپراوه. په دې برخه کې د وقایې او یا هم د رغېدونکو کسانو په اړه معلومات د دوی په پاڼو کې څه نه وو.
د کرونا ویروس په اړه په افغانستان او له چین څخه بهر نورو هېوادونو کې د خلکو غبرګون بېلابېل دی. ځینې وایي چې یاده ناروغي د اسمان څکالي له خوراک څخه رامنځ ته شوې ده. ځینې بیا وایي چې که له اسمان څکالي څخه دغه ویروس خپرېدلای، ښایي ډېر وختي خپور شوی وای. ځینې نور بیا وایي چې دغه ویروس د نړۍ د نورو لویو قدرتونو له خوا جوړ شوی او بیا په چین کې تیت شوی دی.
د خلکو متفاوت برداشتونه د نړۍ د هېوادونو د کړو وړو له امله دي. که امریکا په دې اړه پراخ او حتی منفي تبلیغات کوي، معلومه خبره ده چې سرچینه یې د چین له سیالۍ څخه ده. خو دا چې په نړیواله کچه انسانان د امریکا د برخورد او مداخلو له امله اغېزمن شوي، د کرونا ویروس په برخه کې د دوی چلند مغرضانه او د انساني اصولو خلاف بولي.
موږ ته څه پکار دي؟
د یوې ستونزې په اړه د دغه ډول سترې غوغا جوړول موږ ته څه را زده کوي؟ نړیوال او په ځانګړي ډول لوېدیځه نړۍ چې یو عمر یې د نړیوالتوب او ټوله نړۍ د یوه کلي بللو نارې سورې وهلې، ولې د دې کلي د یوه کور په خرابېدو او کلیوالو په رنځېدو خوشالۍ کوي؟
که انساني همدردي او بشر پالنه دا ډول وي، موږ ته یې ګټه چېرې ده؟ که د افغانستان په څېر یو هېواد د کرونا ویروس په شان یوې ناروغۍ سره مخ کیږي او نړیوال ورته دا ډول غبرګون وښیي، نو لرې به نه وي چې په میلیونونو انسانان به ومري.
زموږ هر کال ۱۵۰۰۰ پنځلس زره کسان یوازې د سرطان د مرګونې ناروغۍ له امله مري. زموږ شپېته زره سرتېري په پنځو کلونو کې مري. زموږ په لسګونو او سلګونو ځوان کدرونه د مهاجرت په لاره په اوبو کې غرقیږي. نړیوال او په اصطلاح بشرپال هېوادونه ولې دا ناوړه حالت ته په جدي سترګه نه ګوري؟ ولې مو څوک په درد او غم نه ژاړي؟ ولې ورته تبلیغ نه کیږي؟
موږ لا وینو چې د لوېدیځو مطبوعاتو کومی د کومو هېوادونو پر لوري خلاص دی. دا چې په ایران کې په دې لنډو وروستیو کې دا ناروغي را پیدا ده، څومره یې په اړه د رسنیو پاڼې ډکې دي. دا ډول پېښې د کوریا، جاپان او نورو په اړه هم دي.
زما په اند، د اوسني عصر ژوند د سیاست او ماده پرستۍ په لومو کې راګیر دی. په لویو وچو کې اسیا او په ځانګړي ډول نوي را پورته کیدونکي هېوادونه د پورته دوو پدیدو ښکار دي. د نړۍ د یو کلي او یا هم ګلوبلایزېشن یا نړیوالتوب ډرامه یوازې د لوېدیځو لویو او زبېښاکو قدرتونو د سټیج او لوبې له مسخرو ډکه پروسه ده. کله به هم مخ پر وده هېوادونه د دوی د چل او نیرنګ له دامونو خلاص نه شي او نه به هم د کړاوونو پر مهال د دوی له رښتینو مرستو او لاسنیوي څخه برخمن شي.
موږ ته پکار دي چې له دې ډول تجربو او چلندونو ښه زده کړو. موږ ته اړینه ده چې موږ خپل تېر څلوېښت کلونه را یاد کړو، چې د نورو د سیاسي مفاداتو لپاره یو د بل پر وړاندې په مورچو کې کېناستو او موږ ته دا ډېره حیاتي مسئله ده چې د هر ډول بهرنیو او کورنیو پېښو پر وړاندې دقیق او متوجه و اوسو، څو یو وخت د نورو هېوادونو سیال شو.
په همدې تمه