د هر اړخیزې سولې توافقنامه له څلورو برخو جوړېږي:
۱- هغه تضمینونه او د تنفیذ میکانیزمونه چې د هرې ډلې یا شخص لخوا د متحده ایالاتونو او د هغوی د متحدینو د امنیت په خلاف د افغانستان د خاورې د کارولو څخه مخنیوی وکړي.
۲- له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره تضمینونه، د تنفیذ میکانیزمونه او د یوه مهال وېش اعلان.
۳- د نړیوالو شاهدانو په حضور کې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو د تضمینونو او د مهال وېش تر اعلان وروسته او د نړیوالو شاهدانو په حضور کې د دې تضمینونو او اعلان سره چې د افغانستان خاوره به د متحده ایالتونو او د هغوی د متحدینو د امنیت په خلاف نه کارول کېږي، د افغانستان اسلامي امارت، چې د متحده ایالاتونه یې د دولت په توګه نه پېژني او د طالبانو په نوم یې پېژني، به له افغان جهتونو سره په ۱۵/رجب/۱۴۴۱ هـ ق- ۲۰/حوت/۱۳۹۸ هـ ش – ۱۰/ مارچ/ ۲۰۲۰ م تاریخ بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.
۴- دایمي او هر اړخیز اوربند به د بین الافغاني ډیالوګ او مذاکراتو په اجنډا کې یوه موضوع وي. د بین الافغاني مذاکراتو ګډونوال به د تطبیق د ګډو میکانیزمونو په شمول د یوه دایمي او هر اړخیز اوربند په نېټې او څرنګوالي بحث وکړي، او د افغانستان د راتلونکې سیاسي نقشې له بشپړیدا او توافق سره به یې دیوې برخې په توګه اعلان کړي.
پورتنۍ څلور برخې یو له بلې سره مرتبطې دي او هره برخه به د توافق شوي مهال وېش او توافق شویو موادو مطابق تطبیق شي. پر لومړنیو دوو برخو توافق دوو وروستیو برخو ته لار پرانیزي.
لاندې د توافق نامې هغه متن دی چې د پورتنۍ لومړۍ او دوهمې برخې تطبیق بیانوي. دواړو غاړو توافق کړی چې دغه دوې برخې یو له بل سره تړلې دي. په دې توافق نامه کې به د افغانستان اسلامي امارت چې متحده ایالاتونه یې د دولت په توګه نه پېژني او د طالبانو په نوم یې پېژني مسوولیتونه په هغو سیمو کې وي چې د دوی تر ولکې لاندې دي، تر هغه چې د بین الافغاني ډیالوګ او مذاکراتو له لارې تر جوړجاړي وروسته نوی افغان اسلامي حکومت جوړ شي.
لومړۍ برخه
متحده ایالاتونه ژمنه کوي چې د متحده ایالاتونو، متحدینو او د ائتلافي شریکانو ټول نظامي ځواکونه، د ټول غیر دیپلوماتیک ملکي پرسونل، شخصي امنیتي قراردادیانو، روزونکو، مشاورینو او د حمایوي خداماتو پر سونل په ګډون د دې توافق نامې له اعلان سره سم په څوارلسو (۱۴) میاشتو کې له افغانستان څخه وباسي، او په دې اړه به لاندني اقدامات کوي:
الف: متحده ایالاتونه د هغوی متحدین او ائتلاف به په لومړیو یو سل او پنځه دېرش (۱۳۵) ورځو کې لاندني اقدامات کوي:
۱- په افغانستان کې د متحده ایالاتونو د ځواکونو شمېر به اته زره او شپږ سوه (۸۶۰۰) ته راټیټوي او په ورته انډول کې به د هغوی د متحدینو او ائتلافي ځواکونو په شمېر کې کمښت راولي.
۲- متحده ایالتونه، د هغوی متحدین او ائتلاف به خپل ځواکونه له پنځو (۵) نظامي اډو څخه باسي.
ب: ددې توافق نامې په دوهمه برخه کې شته مسوولیتونو ته د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالاتونه یې د دولت په توګه نه پېژني او د طالبانو په نوم یې پېژني، د ژمنتیا او عمل سره به متحده ایالاتونه، د هغوی متحدین او ائتلاف لاندني اقدامات تر سره کوي:
۱- متحده ایالاتونه، د هغوی متحدین او ائتلاف به له افغانستان څخه د خپلو ټولو پاتې ځواکونو وتل په پاتې نهه نیمو (۵/۹) میاشتو کې بشپړ کړي.
۲- متحده ایالتونه، د هغوی متحدین او ائتلاف به خپل ټول ځواکونه له پاتې اډو څخه باسي.
ج: متحده ایالاتونه د اعتماد جوړولو د یوه اقدام په توګه ژمن دي چې د ټولو اړوندو طرفونو په هماهنګۍ او تایید سملاسي له ټولو طرفونو سره پر یوه پلان سملاسي کار پیل کړي چې جنګي او سیاسي بندیان په چټکۍ خوشي شي. تر پنځه زره (۵۰۰۰) پورې د افغانستان اسلامي امارت چې متحده ایالاتونه یې د دولت په توګه نه پېژني او د طالبانو په نوم یې پېژني، بندیان، او تر زرو (۱۰۰۰) پورې د بلې غاړې بندیان به په ۱۵/ رجب/ ۱۴۴۱ ه ق- ۲۰/ حوت/۱۳۹۸ ه ش- ۱۰/ مارچ/ ۲۰۲۰ م تاریخ، د بین الافغاني مذاکراتو لومړۍ ورځې پورې خوشي شي. اړوند طرفونه دا هدف لري په ور پسې دریو میاشتو کې پاتې ټول بندیان خوشي شي. متحده ایالاتونه د دغه هدف د بشپړولو ژمنه کوي.
د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالاتونه یې د دولت په توګه نه پېژني او د طالبانو په نوم یې پېژني، ژمنه کوي چې د هغوی خوشي شوي بندیان به په دغه توافق نامه کې شوو مسوولیتونو ته ژمن وي او د متحده ایالاتونو او د هغوی د متحدینو امنیت ته به ګواښ نه پېښوي.
د بین الافغاني مذاکراتو له پيل سره به متحده ایالاتونه د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالاتونه يې د دولت په توګه نه پېژنې او د طالبانو په نوم یې پېژني، د غړو په خلاف د متحده ایالاتونو د اوسنیو بندیزونو او د جایزې لېست د اداري بیا کتنې بهیر په دې هدف پیل کړي چې دغه بندیزونه به د ۸/ د محرم/ ۱۴۴۲ هـ ق – ۶/ سنبله/ ۱۳۹۹ هـ ش – ۲۷/ اګست/۲۰۲۰م تاریخ پورې لرې کړي.
هـ: د بین الافغاني مذاکراتو له پيل سره به متحده ایالتونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له نورو غړو او افغانستان سره په دې هدف دیپلوماتيکې هڅې پيل کړي چې د ۶/ شوال/۱۴۴۱ هـ ق – ۹/جوزا/ ۱۳۹۹ هـ ش/ ۲۹/ مې/ ۲۰۲۰م تاریخ پورې د بندیزونو له نوملړ څخه د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پيژني او د طالبانو په نوم یې پېژني د غړو نومونه وایستل شي.
و: متحده ایالتونه او متحدین به یې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ په ضد له ځواک او ګواښ څخه کار نه اخلي او نه به یې په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.
دویمه برخه
د دې توافقنامې له اعلان سره سم به د افغانستان اسلامي امارت چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پيژني او د طالبانو په نوم یې پيژني، لاندیني اقدامات تر سره کړي تر څو د القاعدې په شمول د هرې هغې ډلې یا شخص مخنیوی وکړي چې د افغانستان له خاورې څخه د متحده ایالاتونو او د هغوی د متحدینو امنیت ګواښي.
۱- د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالاتونه یې د دولت په توګه نه پيژني او د طالبانو په نوم یې پيژني ، په خپل هیڅ غړي او د القاعدې په شمول هیڅ ډلې او یا فرد ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د متحده ایالاتونو او د هغوی د متحدینو امنیت ته ګواښ پېښ کړي.
۲ – د افغانستان اسلامي امارت چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پيژني او د طالبانو په نوم یې پيژني، به یو څرګند پيغام ولیږي چې هر هغه څوک چې متحده ایالاتونو او د هغوی متحدینو ته امنیتي ګواښ پېښوي په افغانستان کې ځای نه لري، او دافغانستان اسلامي امارت چې متحده ایالاتونه یې د دولت په توګه نه پيژني او د طالبانو په نوم یې پېژني به خپلو غړو ته لارښوونه وکړي چې له هغو ډلو او افرادو سره همکاري ونه کړي چې متحده ایالاتونو او د هغوی د متحدینو امنیت ګواښي.
۳- د افغانستان اسلامي امارت چې متحده ایالاتونه یې د دولت په توګه نه پيژني او د طالبانو په نوم یې پيژني به په دغه توافقنامه کې د شویو ژمنو مطابق په افغانستان کې د متحده ایالاتونو او د هغوی د متحدینو د امنیت له ګواښلو څخه د هرې ډلې یا فرد مخنیوی کوي، او له جلب وجذب، روزنې او بسپنې ټولولو څخه به یې منع کوي او کوربه توب به یې نه کوي.
۴- د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالاتونه یې د دولت په توګه نه پيژني او د طالبانو په نوم یې پېژني، ژمنه کوي چې له هغو کسانو سره چې په افغانستان کې پناه اخلي یا د استوګنې غوښتنه کوي، د مهاجرت د نړیوالو قوانینو او په دغه توافقنامه کې د شوو ژمنو سره سم چلند کوي، ترڅو دغه ډول افراد د متحده ایالاتونو او د هغوی د متحدینو امنیت ته ګواښ پېښ نه کړي.
۵- د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالاتونه یې د دولت په توګه نه پېژني او د طالبانو په نوم یې پېژني، به هېڅ یوه بهرني وګړي ته چې د متحده ایالاتونو او د هغوی د متحدینو امنیت ګواښي، ویزه، پاسپورت، د سفر جواز او نور قانوني اسناد ورنه کړي چې افغانستان ته داخل شي.
درېیمه برخه
۱- متحده ایالاتونه به د ملګرو ملتونو د امنیت شوری لخوا د دې توافقنامې په رسمیت پېژندلو او تائید غوښتنه کوي.
۲- متحده ایالتونه او د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پېژني او د طالبانو په نوم یې پېژني، یو له بل سره مثبتې اړیکې غواړي او هیله لري چې د متحده ایالاتونو او د بین الافغاني ډیالوګ او مذاکراتو له لارې تر جوړجاړي وروسته د نوي افغان اسلامي حکومت ترمنځ اړیکې مثبتې وي.
۳- متحده ایالاتونه به د بین الافغاني ډیالوګ او مذاکراتو له لارې تر جوړجاړي وروسته د نوي اسلامي حکومت لپاره د بیا رغولو اقتصادي مرستې وغواړي، او په کورنیو چارو کې به یې لاسوهنه نه کوي.
دغه توافقنامه چې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو لیکل شوې ده، د قطر په پلازمینه دوحه کې په ۵/رجب/۱۴۴۱ هـ ق- ۱۰/حوت/۱۳۹۸ هـ ش – ۲۹/فبروي/۲۰۲۰م لاسلیک شوه، دری واړه متنه یې مساوي اعتبار لري.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ملاعبدالغني برادر سفیر زلمی خلیلزاد
د افغانستان اسلامي امارت، چې د افغانستان د سولې لپاره د متحده
متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه ایالتونو ځانګړی استازی
پېژني او د طالبانو په نوم یې پېژني،
سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر
رئیس