شنبه, جولای 25, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

    ایران: د افغانستان د ثبات لپاره له هر نوښت ملاتړ کوو

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

    ایران: د افغانستان د ثبات لپاره له هر نوښت ملاتړ کوو

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه ژوند

مهربانه اوسئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

مارچ 10, 2020
in ژوند, لیکنې
0 0

مهرباني یو له هغو مسایلو ده چې په ټولو مذهبونو کې پرې ټینګار شوی او ارزښت ورکړل شوی دی. خو له دې سره سره، د ټولنې ډېر کم وګړي دې خبرې ته د عمل جامه ور اغوندي. کېدای شي دوی په دې اند وي چې که پر خلکو مهربانه اوسي، کوم څه به له لاسه ورکړي… خو زه په دې اند یم چې په مهربانه اوسېدلو تاسو هېڅ شی هم له لاسه نه ورکوی. هېڅوک د یوه شي د ورکړې او مهربانۍ له کبله نه دي فقیر شوي.

مهرباني یانې په حاصل ورکوونکې ځمکه کې د ګټورو زړو کرل، چې د وخت په تېرېدو سره حاصل او مېوه ورکوي. مهرباني باید د زړه په خوښه او ستاسو د شخصیت یوه برخه وي. مهربانۍ ته باید تاسو له داسې یوې زاویې وګورئ چې په بدل کې یې تاسو د یوه فقیر انسان دعا تر لاسه کوی. ما د ځینو مخکښو کسانو ژوند مطالعه کړی دی. دا چې دوی ټول وخت تر نورو مخکښ دي او د خلکو په زړه او ژبه دي، اصلي لامل یې دا دی چې دوی پر خلکو مهربانه دي او تر خپلې وسې یې ور سره مرسته کړې ده. د بېلګې په توګه، بېل ګټس چې د مایکرو سافټ شرکت مشر او د نړۍ لومړنی شتمن انسان دی. دی او مېرمن یې د ملیندا ګېټس په نوم یوه خیریه موسسه لري. دغه موسسه په ۲۰۰۰ ز کال کې تاسیس شوه او ویل کېږي چې د نړۍ په کچه لومړنۍ، لویه او قوي خیریه موسسه ده. د دې موسسې اصلي موخه د فقر او ناروغیو له منځه وړل او تر خپلې وسې له اړمنو خلکو سره مرسته کول دي. له دې سره سره چې کله بېل ګټس د ۲۰۱۳ ز کال د مې میاشتې په ۱۶مه ۲۸ میلیارده ډالر دې خیریه موسسې ته وقف کړل، اوس هم د نړۍ میلیاردر یادېږي.

پریسلاچان او خاوند یې مارک زاک ربرګ چې د فېسبوک ټولنیزې شبکې مشر او بنسټګر هم دی؛ دوی په ۲۰۱۵ ز کال کې پرېکړه وکړه چې ۱،۶ میلیارده ډالر د خیریه کارونو لپاره ولګوي. خو له دې سره سره مارک زاګر برګ هم د نړۍ د میلیادرانو په لېست کې دی.

الیکا دانګوټ د  Dangote Groups شرکت لوی مدیر؛ هغه د افریقا یو شتمن کس دی. نوموړي د Dangote په نوم یوه خیریه موسسه جوړه کړه. دې موسسې په تېرو څلورو کلونو کې په افریقا او نایجیریا کې د ۲۵ میلیونو ډالرو په ارزښت مرستې له بې وزلو، اړمنو او مصیبت ځپلو کسانو سره کړې دي. دغه موسسه په څلورو برخو لکه روغتیا، اقتصادي پراختیا، زده کړو او له اړمنو کسانو سره د مرستې په برخه کې کار کوي. یاد ټول کسان له اړمنو او بې وزلو کسانو سره د خپلې شتمنۍ په بښلو سره مرسته کوي، خو نه یوازې دا چې د دوی په شتمنۍ کې کموالی نه دی راغلی، بلکې ثانیه په ثانیه، دقیقه په دقیقه او ورځ تر بلې د دوی شتمني لا زیاتېږي.

ښه نو، که تاسو هم زما په څېر یو میلیونر نه یاست، څنګه کولای شی له نورو سره مرسته وکړی؟

تاسو کولای شی د خیر او ښېګڼې په کارونو کې د خپل وس مطابق مرسته وکړی، له بې سرپرسته کسانو سره مرسته وکړی، په داوطلبانه کارونو کې برخه واخلی، مصیبت ځپلو کسانو ته له نورو خلکو مرستې را ټولې کړی، له یوه سپین ږیري کس سره مرسته وکړی، د ګڼې ګوڼې له ځای او یا له سړک یې تېر کړی. د ښوونځي له هغو ماشومانو سره مرسته وکړی چې له سړک نه شي اوښتی. بنده په خپل وس نیولی. ډېرې زیاتې لارې شته چې تاسو کولای شی خلکو ته خیر ورسوی. یوازې دومره پکار ده چې خپلې شاوخوا ته وګورئ او فکر وکړئ چې خلک څه شي ته اړتیا لري او ستاسو په وس څه پوره دي.

مهرباني یوازې په پیسو پورې محدوده نه ده. خلکو ته د خدمت، جنس لکه جامې، بوټ، وخت چې لرو یې، موسکا چې کوو یې، په غېږ کې نیول، لارښوونه کول او هر هغه کار چې یو څوک ورته اړتیا لري او زموږ په وس پوره وي، مهرباني او صدقه بلل کېږي. دغه څه یوازې تر پیسو پورې مه محدودوئ. یوازې پیسې کفایت نه کوي. هر څوک کولای شي شتمن شي. خلک ستاسو یوه مهربانه زړه ته اړتیا لري. نو چې داسې ده، هر ځای ته چې تلی، مینه وکرئ او خلکو ته خپله مینه ډالۍ کړئ.

Share17Tweet8Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

جولای 25, 2026

امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

جولای 25, 2026

ایران: د افغانستان د ثبات لپاره له هر نوښت ملاتړ کوو

جولای 25, 2026

د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

جولای 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In