پروفیسور لاري رومانوف په دې وروستیو کې یوه لیکنه خپره کړه او لیکلي یې دي چې د ناول کرونا ویروس له پېښېدو وروسته، د لوېدیځو هیوادونو خبري رسنیو تر ډېره داسې راپورونه ورکړل چې دغه ویروس د چین د ووهان ښار په بازار کې رامنځ ته او خپور شو. خو حقیقت دا دی چې تر اوسه پورې د دغه ویروس سرچینه لاهم معلومه نه ده. مګر د جاپان د خبرونو له مخې، د دغه ویروس سرچینې ښایي یوازې یوه او یا یو ځای نه وي. تر ټولو مهمه دا ده چې د جاپان او نورو هیوادونو د ځینو خبرونو له مخې، دغه ویروس ښایي لومړی په امریکا کې رامنځ ته شوی وي.
د جاپان د اشاهي ټلوېزیون په فبرورۍ کې خبر ورکړی و چې د ناول ویروس اصلي ځای او سرچینه ښایي امریکا وي او په امریکا کې د هغو ۱۴۰۰۰ ناروغانو مړینې چې وایي لاملونه یې عادي او عامه انفلوینزا وه، دا شک کیږي چې ځینې کسان یې پر ناول کرونا ویروس باندې اخته شوي اوسي. د امریکا د ناروغیو د کنټرول او وقایې مرکز د تیرې میاشتې په ۱۴مه اعلان وکړ، چې دوی به په لاس انجلیس، سان فرانسیسکو، سیټل، شیکاګو او نیویارک کې د اړوندو ناروغانو په اړه د ناول کرونا ویروس پلټنه وکړي. مګر یاد جاپاني ټلوېزیون دې ته اشاره وکړه چې که امریکا د پلټنو نتیجه خپره نه کړي، نو هېڅوک به د ځینو مړو شویو ناروغانو په لامل پوه نه شي.
پروفیسور رومانوف په خپله لیکنه کې د دې یادونه هم کړې ده چې د تایوان مشهور کارپوه د تیرې میاشتې په ۲۷مه په یوه ټلوېزیوني مرکه کې هم داسې ویلي وو، چې هغه د دغه ویروس د سرچینې په اړه اوږده موده پلټنه کړې ده. په تایوان کې د کرونا ویروس موډلونه یوازې په اسټرالیا او امریکا کې شته. په تایوان کې هیڅ ناروغ د اسټرالیایانو له امله پر دې ناروغۍ نه دی اخته شوی، نو ویل کیږي چې د تایوان د ناروغۍ سرچینه امریکا ده.
پروفیسور رومانوف په خپله دې لیکنه کې یوه بېلګه وړاندې کړې چې د فبرورۍ په ۲۶مه د امریکا (KJCT8) خبري ویبپاڼې خبر ورکړ چې د کلرادو ایالت د مونتروز ښار اوسېدونکې Almeta Stone ویلي، چې د دې خور د ناول کرونا ویروس له امله مړه شوې ده، خو له تایید مخکې ډاکټر پر دې ټینګار کولو چې هغه د عادي او عامې انفلوینزا له امله مړه شوې ده. تر اوسه معلومه نه ده چې په امریکا کې دغسې پېښې څومره دي.