پل بلوم وایي: «موږ اړمن موجودات یو. نو په دې اساس له فقیر سره کوچنۍ مرسته هم کولای شي د هغه او زموږ پر ژوند مثبت اغېز وکړي. یو ښه ژوند په دې جمله کې خلاصه کولای شو: ښه ژوند یانې تلپاتې اړیکې، په زړه پورې دنده او په ښکلو غونډو کې ګډون ته ویل کېږي.»
«سینتیا» چې تازه طب پوهنځي ته بریالۍ شوې وه، د اقتصادي ستونزو له کبله یې نه شوای کولی چې خپلو لوړو زده کړو ته ادامه ورکړي. هغې له خپلو ټولو ملګرو او دوستانو سره اړیکه ونیوه، خو هر یوه پر خپل ځای ورته بهانه وکړه او ځانونه یې ترې تېر کړل. سینتیا به تل ژړل، مور او پلار یې بزګران وو، له ځان سره به یې ویل، زه په دې حالت په هېڅ صورت نه شم کولای لوړو زده کړو ته دوام ورکړم. هغې به د ورځې په ښار کې اناناس خرڅول. یوه ورځ ډېره پرېشانه له ښاره را روانه وه، نېږده وه چې یو موټر یې ووهي. چلوونکي موټر ودراوه او ورته وویل، ړنده یې؟ له سړکه چې اوړې ولې یوې او بلې خواته نه ګورې؟ سینتیا په ژړا له موټر چلوونکي بښنه وغوښته. چلوونکی ډېر خپه شو، وویل ولې څه ستونزه لرې؟ نوموړې ټوله کیسه ورته وکړه وویل، طب ته بریالۍ شوې ده، خو دا چې مور او پلار یې بزګران دي، نه شي کولای په دې برخه کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي. له خپلوانو او دوستانو یې هم مرسته وغوښته خو چا یې لاسنیوی ونه کړ. موټر چلوونکی ډېر خپه شو، موټر ته یې لاړ او یو څه اندازه پیسې یې سینتیا ته ونیوې. سینتیا ډارېده، نو د پیسو له اخیستلو یې انکار وکړ. له ځان سره یې یې فکر وکړ، ولې یو بېګانه کس له ما سره مرسته وکړي؟ هسې نه په ذهن کې کومه کرغېړنه نقشه ونه لري. موټر چلوونکی هم ورباندې پوه شو. ځان یې ورته معرفي کړ او وویل له دې کار څخه یې موخه یوازې مرسته کول دي. پیسې یې ترې واخیستې، مننه یې ترې وکړه او د کور پخوا یې منډې کړل. اوس یې د پوهنتون خرڅ پیدا کړی و او په خوشالۍ یې زده کړې پیل کړې.
څو کاله وروسته یوه کس چې ترافیکي پېښه یې کړې وه، په ډېر بد وضعیت کې روغتون ته راوړل شو. بیړنۍ خونې ته یوړل شو او د درملنې لپاره یې یوه ډاکټره وګومارل شوه. ډاکټره هماغه سینتیا وه. دې چې کله ټپي کس ولید، نو پوه شوه چې دا خو هماغه کس دی چې د پوهنتون مصارف یې ورکړي وو. کس چې کله په هوښ راغی، له نرس څخه یې پوښتنه وکړه، په روغتون کې زما درمنله چا وکړه او د درملنې پیسې مې چا ورکړې دي؟ په دې وخت کې ډاکټره سینتیا را ننوته، ځان یې ورته معرفي کړ او وویل، زه هغه نجلۍ یم چې څو کاله مخکې ستاسو د مرستې په برکت وتوانېدم په طبي برخه کې خپلې لوړې زده کړې وکړي او اوس یوه تکړه ډاکټره یم. ډاکټرې د روغتون مالي برخې ته د یاد کس د درملنې ټول مصارف ورکړي وو او دا چې له کلونو وروسته یې هغه کس چې له دې سره یې په زده کړو کې مرسته کړې وه، ولید او ډېره خوشاله وه.
موږ هم باید له خلکو سره د دې لپاره مرسته ونه کړو، چې ګواکي یوه ورځ به یې جبران کړي او را وبه یې ګرځوي، موږ باید د دې لپاره ور سره مرسته وکړو چې ثواب وګټو. مینه هغه لورینې ته ویل کېږي چې ته یې له بل د ورکړې تمه ونه لرې. په خبرو کې مهرباني کول پر ځان د باور لوړېدو لامل کېږي. مهرباني په ذهن کې د ژور فکر کولو لامل کېږي، خو مهرباني په عمل کې بیا مینه زېږوي.
سټیو ناش وایي: «زه باوري یم چې د نړۍ د هر مذهب خلک مهرباني پېژني او باور پرې لري. زما په اند چې باید کوچني ګامونه واخلو او په ذهن کې لوی افکار ولرو. زما په اند د هر چا د ژوند د ارزښت کچه په دې پورې تړلې ده چې پر خلکو څومره اغېز لري.»
دغه څه ما هم زده کړی دي چې رښتینې خوښي هغه وخت احساسولی شې چې خلکو ته دې په یو ډول نه یو ډول خیر ورسېږي. کله چې له یو چا سره مرسته کوم یا مې خیر ورته رسېږي، دومره خوشاله کېږم چې پوښتنه یې مه کوی. زما په اند عشق او مینه هغه څه دي چې ټول یې په لټه کې دي او د لاسته راوړلو هڅه یې کوي. دا مینه وه چې زه یې د دغه کتاب لیکلو ته وهڅولم. دغه راز دا مینه ده چې تاسو او د دغه کتاب پر لوستلو بوخت یاست. ما تر اوسه داسې څوک نه دي ليدلي چې هغه دې پر یوه ښه کس بدل شي، خو مینه دغه کار کولای شي. زه له تاسو غواړم چې کله مو دغه کتاب ولوست، نو خپلو ملګرو او دوستانو ته یې ډالۍ کړئ، څو یې د تل لپاره په یاد وی. صدقه او مهرباني د لږو او کوچنیو شیانو او هغو شیانو چې په لاس کې یې لری او په وس مو پوره وي، پیل کړئ. که تاسو له یو چا سره کوچنۍ مرسته هم وکړی، دوی به یې هېڅکله هم هېره نه کړي.