چين د نوي کرونا ويروس د وقايې او کنټرول په برخه کې ډېرې د پام وړ لاسه راوړنې لري. خو په عين وخت کې په نړۍ کې د ويروس د خپرېدا حالت د اندېښنې وړ دی، د امريکا د جانس هاپکنس پوهنتون شمېره ښيي چې د بېجينګ پر وخت د مارچ د ۲۸ مې نېټې د سهار تر شپږو بجو څلوېښتو دقيقو پورې ناول کرونا ويروس د نړۍ ۲۰۰ هېوادونو او سيمو ته سرايت کړی دی، ۵۹۱۸۰۲ کسان پرې اخته شوي او ۲۶۹۹۶ کسان مړه شوي دي. افغانستان کې هم له سلو ډېرې مثبتې پېښې ثبتې شوې دي. د ناروغۍ بحران د انسانانو پر وړاندې ګډه ننګونه ده، د نړيوالتوب په زمانه کې د بېلا بېلو هېوادونو برخليک يو پر بل اغېزه لري، انسانان يوازې د ګډ برخليک ټولنې مفکورې پر اساس د بشري ټولنې وده موندلی شي.
د چين او افغانستان لا وړاندې داسې ملګري شوي چې برخليک يې يو له بل سره تړلی او خپلمنځي اړيکې يې د نوي کرونا ويروس پر وړاندې روانه مبارزه کې لا پياوړې شوې دي. دوه مياشتې وړاندې کله چې چين د ويروس سره په مبارزه کې په سختو هلو ځلو بوخت و، د افغانستان مشرانو او چارواکو چين ته د همدردۍ مراتب او ملاتړ څرګند کړي وو. په خواله رسنيو کې هغه ويډيوګانې ډېرې لېدل کيږي چې افغان دوستان پکې وايي: چينه تکړه شه! ووهانه تکړه شه! آن ځينو افغان محصلينو چې په چين کې زده کړې کوي او په رخصتۍ افغانستان ته ستانه شوي، کابو شل زره ماسکونه واخيستل او د چين سفارت ته يې سپارلي دي. د چينايانو په ډېره ستونزمنه موده کې افغانان ورسره ټينګ ولاړ پاتې شوي دي.
يو چيني متل دی وايي چې (څوک چې ماته شفتالو راکړي، په ځواب کې به قيمتي ډبرې ورکړم.) اوسمهال په چين کې د نوي کرونا ويروس د خپرېدا حالت ښه دی او کنترول شوی، چينايان د ويروس مخنيوي مبارزې ته د دوام ورکولو ترڅنګ هم تر خپلې وسې پورې نورو هېوادونو ته مرستې برابروي. د مارچ تر ۲۶ مې نېټې پورې چين ۸۹ هېوادونو او ۴ نړيوالو سازمانونو ته د مرستو ورکولو اعلان کړی دی. افغانستان ته د چين د مرستندويه طبي توکو او موادو د لومړۍ جوپې ليږل پيل شوي او ژر به کابل ته ورسيږي چې پکې د ويروس د معاينې کېټونه او د اکسيجن تنفس او د هوا پاکوونکو ماشينونو په ګډون څو ډوله نور اړين طبي وسايل شامل دي. سربيره پردې چين له څه باندې سلو هېوادونو سره نیږدې ۳۰ ويډيويي روغتيايي کنفرانسونه ترسره کړي او پکې چيني طب پوهانو خپلې تجربې شريکې کړې دي. د افغانستان حکومتي چارواکو او د طب پوهانو د مارچ په ۲۰ مه نېټه په يو کنفرانس کې ګډون کړی او د مارچ په ۲۹ مه نېټه به پر ناول کرونا ويروس د ناروغانو په درملنه کې د چيني دوديز طب د کارولو په اړه يو بل ويډيويي کنفرانس کې هم ګډون وکړي. د حکومت له مرستو سربيره، چيني تصدۍ هم له بهرنيو هېوادونو سره مرستو ته راغلې دي. د چين مشهورې انټرنيټي تصدۍ علي بابا ګروپ د مارچ په ۱۸مه نېټه (covid-19.alibabacloud.com) ويبسايټ پرانيست چې په دې سره يې بهرني طبي پوهان او ډاکټران په انلاين ډول له چيني طبي پوهانو او ډاکټرانو سره خبرې کولی شي او تجربې ترې تر لاسه کولی شي. د چين لوی سوداګر ما يون اعلان وکړ چې د ده صندوق به د افغانستان په ګډون لسو هېوادونو ته ۱۸ لکه ماسکونه، ۲ لکه۱۰ زره د معاينې کېټونه، ۳۶ زره د خونديتابه جامې او نور طبي وسايل ورکړي. همدارنګه د چين د هو نان ولايت د ان بانګ په نوم شرکت هم کابل ته ۱۵۰۰ بستې چيني دوديز درمل ليږلي دي.
”نړيواله ټولنه اوسمهال ټينګ باور، يووالي او همکارۍ ته اړتيا لري، هراړخيزې نړيوالې همکارۍ دې پياوړې او ځواکمن او متحد قوت دې جوړ شي، څو له دغې سختې ساري ناروغۍ سره د بشر په روانه مبارزه کې برياليتوب تر لاسه شي. “ دغه غوښتنه د مارچ د ۲۶مې نېټې په شپه له نوي کورونا ويروس سره د مبارزې په سر د جي -۲۰ ډلې په ځانګړې سرمشريزه کې د چين دولت رئيس شي جين پينګ وکړه. له دې غوښتنې څخه د يووالي، همکارۍ او همغږۍ پيغام ورکړل شوی او څرګنديږي چې چينايان د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادولو مفکورې د عملي کولو په هڅه کې دي. راځئ چې په ګډې همکارۍ سره د کرونا پر وړاندې مبارزه وکړو او د انسانانو ګډ برخليک وساتو!