یکشنبه, مارچ 8, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

زموږ شينجيانګ ښکلی ځای دی

په افغانستان کې د چين سفير ليو جين سونګ

اکتوبر 29, 2018
in لیکنې
0 0

د چين د شينجيانګ ويغور کورواکه سيمه له افغانستان سره ګډه پوله لري او د افغانانو لپاره يو اشنا ځای دی. له کابل څخه د شينجيانګ مرکز اوروموچي ښار ته مستقيم پرواز يوازې درې ساعته دی. د ورېښمو لرغونې او اوسنۍ لارې د چين شينجيانګ او افغانستان سره نښلولي.

شينجيانګ زما ټاټوبی دی، هلته زما د ماشومتوب او ځوانېتوب ۱۷ کاله تېر شوي، زه له تيان شان غره څخه د راغلو اوبو په څښلو او د بېلابېلو قومونو د ښوونکو په لارښوونو لوی شوی يم، نانګ (وچه ډوډۍ) او پلو زما د خوښې خواړه دي. زما په ياد دي کله چې وړوکی وم، د بېلابېلو قومونو کوچني ملګري د يوې کورنۍ د خپلوانو په شان راته نږدې وو، موږ  به په ګډه مکتب ته تلو او لوبې به مو کولې، د بېلابېلو قومونو په اخترونو کې مو فعال ګډون کاوه، ځکه چې په اخترونو کې به راز راز خوندور خواړه، خوږې شيرينۍ او مېوې برابرې شوې وې.

شينجيانګ له طبيعي زيرمو ډک بډای او ښايسته ځای دی. په يوه سندره کې داسې ويل کېږي چې «زموږ شينجيانګ ښکلی ځای دی، د غره په جنوبي او شمالي لمن کې يې ښايسته څړ ځايونه شته. نرمې وږمې چلېږي او د پسونو او غوايانو ګلې پکې ليدل کېږي، انګور او خټکي يې خواږه دي، د سکرو، اوسپنو، سروزرو او سپينو زرو زېرمې لري.»

د تېرې پېړۍ په اوومه لسيزه کې په شينجيانګ کې زما د کورنۍ او د ګاونډيانو ژوند ستونزمن و. زما د کورنۍ څلور غړي په يوه پوړيزه ودانۍ کې اوسېدل چې مساحت يې يوازې څه باندې لس متره مربع و او د بارانونو په وخت کې به يې بام څڅېده. مجبور وم چې د کوپون ټکټونو څخه په استفادې د ژوند لومړنيو توکيو د اخيستلو لپاره خپل نوبت ته منتظر شم. د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په رڼا کې شينجيانګ د سترې برخې په شان چټک اقتصادي پرمختګ کړی او د خلکو ژوند ښه او شتمن شوی دی، هلته اوس عصري او لوی کورونه جوړ شوي، سوداګريز توکي پکې زيات شوي او اوس هلته د کوپون ټکټونه د يادګاري اثارو په توګه ساتل شوي. د اوسني شينجيانګ په ښارونو کې زياتره کورنۍ خپل موټرونه لري. په ۲۰۱۷ ز کال کې  د شينجيانګ د اوسېدونکو د هر تن منځني عايدات ۸۰۰۰ ډالرو ته رسېدل چې دا رقم د تېرو ۴۰ کلونو په پرتله ۱۲۸ چنده زيات شوی دی.

د شينجيانګ په څه باندې یو میليون ۶۰۰ زره کيلومتره مربع ځمکه کې تر ۲۳ میليونو تنو زيات خلک اوسېږي. د ويغور، هان، قزاق او هوی قومونه د دې سيمې په عمومي نفوس کې اکثريت نيسي او ځينې نور ملي لږکي له ډېرو افغانانو سره بلد دي. د بېلګې په توګه، تاجکي قوم او ازبکي قوم، قرغېزي قوم په شينجيانګ کې د قرغز قوم په نوم يادېږي. دغه قومونه په سوله ييز ډول ګډ ژوند کوي، خپلمنځي اړيکې يې عادلانه دي، يو له بل سره مرسته کوي او د ملي لږکيو د کورواکو سيمو نظام د ساتنې او پرمختګ لپاه ګډې هلې ځلې کوي. د بېلابېلو قومونو خلک د ياد اصلي سياسي نظام پر بنسټ او د ملي يووالي ساتلو تر اصل لاندې په خپله سيمه ييزې چارې اداره کوي. د کورواکو سيمو، ښارونو او  ولسواليو د مشرانو دندې د ځايي ملي لږکيو اتباعو له خوا اجرا کېږي.  اوس په شينجيانګ کې د ملي لږکيو حکومتي کارونکو شمېر نږدې ۱۰۰ زره تنه دی.

په شينجيانګ کې زما ډېر ملګري مسلمانان دي، زما کور ته نږدې جومات واقع دی، هلته هره ورځ د لمانځه اذانونه  اورېدل کېږي. د شينجيانګ د بېلابېلو قومونو خلک د يو بل عنعناتو او مذهبي عقيدو ته درناوی کوي، ځايي خلک لوی اختر او پسرلنی جشن نمانځي. په شينجيانګ کې د مسلمانانو د نفوس انډول او د هر تن په سر له مذهبي تاسيساتو د برخمنېدلو انډول لوړ دی. حکومت د مذهبي عقيدو ازادۍ ته درناوی کوي او دغه حق ساتي، له قانون سره سم مذهبي چارې اداره کوي، مذهبي ځايونه او عادي مذهبي فعاليتونه ساتي او هر کال مکې ته د حج ادا کولو لپاره حاجيانو ته د ځانګړو الوتکو ترتيبات نيسي.

د حيرانتيا وړ خبر دا دی چې د ۲۰۰۹ ز کال د جولای په پنځمه نېټه په اورموچي کې سخته ترهګريزه پېښه وشوه چې له امله يې نږدې ۲۰۰ تنه ووژل شول او له ۱۷۰۰ تنو نه زيات کسان ټپيان شول. د اورموچي د جنوبي دروازې ميدان پخوا د بېلابېلو قومونو د خلکو لپاره د ساعت تېري ځای و، خو ترهګرو هلته بې ګناه کسان ووژل. له يادې پېښې څخه وروسته د شينجيانګ په دننه او بهر کې ترهګرو يو لړ جرمونه وکړل او بې رحمې يې خلک ووژل، ان تر دې چې په زانګو کې يې ښځې او ماشومان هم ووژل. ترهګرو په خپلو هغو کړنو سره چې له اسلامي دين او شريعت سره په ټکر کې دي، خپل انسانيت له لاسه ورکړی، د خلکو ژوند يې پايمال کړی، ځايي قانوني اداره يې ويجاړه کړې، د شينجيانګ ځايي خلکو يوه موده د دوی له لاسه په ترس او ډار کې تېره کړه.

د شينجيانګ د بېلابېلو قومونو خلک له ترهګرو څخه کرکه کوي، حکومت د خلکو د ارادې سره سم د ترهګرۍ، بېلتون غوښتنې او افراطيت په شمول له دريو بدو ځواکونو سره د مبارزې لپاره ټينګ او قانوني تدبيرونه نيولي دي. له تېرو دوو کلونو راهيسې، حکومت له ترهګريزو جرمونو سره د مبارزې ترڅنګ د ترهګرۍ د رامنځته کېدو د مخنيوي په برخه کې ګامونه پورته کړي، د افراطيت د له منځه وړلو لپاره يې د مسلکي مهارتونو ښوونيز او روزنيز ټولګي جوړ کړي، څو له هغو کسانو سره مرستې وکړي چې سپکې جرمي کړنې لري او هغه ځوانان وژغوري چې له ترهګرۍ او زور زياتۍ څخه ډکو غږيزو پيغامونو، ويډيوګانو او افراطي تبليغاتو څخه اغېزمن شوي.

د مسلکي مهارتونو د ښوونې او روزنې له امله ځينو کسانو د مجرمانو او د يادو دريو بدو ځواکونو د قربانيانو په لور ګامونه بندکړي، د حقيقت پېژندلو توان يې لوړ شوی، د قانوني ادارې او اتباعو په اړه يې پوهې زياتې شوې، له عصري ژوند سره برابر ژوند کوي او دوی د هېواد په ملي ژبه پوهېږي او ښه مهارت يې پيداکړی دی.

دا د چين په اساسي قانون کې تاييد شوې چې د چين حکومت د ټولو اتباعو بنسټيزو بشري حقونو ته درناوی کوي. په شينجيانګ کې د افراطيت مخنيوی او له ترهګرو سره مقابله تر وسې پورې د ځايي اتباعو د بنسټيزو حقونو د تامين په موخه ده. د شينجيانګ خلک د حکومت له نيول شويو تدبيرونو څخه ډېر ملاتړ او ستاينه کوي، ځکه په تېرو دوو کلونو کې په شينجيانګ کې ترهګريزې او خونړۍ پېښې نه دي رامنځته شوي، خلک په امنيتي لحاظ ارام احساس لري او په شپه کې په ښه توګه خوب کولی شي. رسټورانټونه او سينماګانې تر شپې پورې پرانيستې وي. تېر کال د شينجيانګ د اوسېدونکو د منځنيو عايداتو د زياتوالي انډول له اته سلنې اوښتی و، د روان کال په لومړنيو نهو مياشتو کې له ۱۳۰ مليونو تنو څخه زياتو کورنيو او بهرنيو سيلانيانو شينجيانګ ته سفرونه کړي. زياتو افغان دوستانو په دې وروستيو کې د اورموچي له لوی بازار او د کاشغر له لرغوني ښارګوټي څخه ليدنې وکړې او د دغه ځای د سمسورتيا او ارامتيا صميمي ستاينه یې وکړه. د دغه وضعيت رامنځته کېدل اسانه کار نه دی.

چين او افغانستان ګډه پوله لري، دواړه د ورېښمو لارې په اقتصادي کمربند او له ترهګرۍ سره د نړيوالې مقابلې په لومړۍ کرښه کې واقع دي او د ګډ برخليک په يوه ټولنه کې شامل دي. د افغانستان ښه والی د شينجيانګ لپاره ګټور دی او د شينجيانګ ښه والی د افغانستان لپاره ګټور دی. سږ کال بدخشان ولايت له شينجيانګ سره د ولايت او سيمې په کچه د دوستانه اړيکو د ټينګولو يادښت لاسليک کړ، شينجيانګ د بدخشتان ولايت له وچکالۍ ځپلو کسانو سره پر وخت مرستې کړې دي. له تېر يو کال راهيسې د افغانستان دوو تنو مشرانو په اورموچي کې د چين، اسيا او اروپا په نندراتون کې ګډون وکړ، زياتو افغان مسلکي ډلو په شينجيانګ کې په روزنو کې برخه اخيستې، د زړه په ناروغۍ اخته سل تنه افغان ماشومان په اورموچي کې تداوي شول، د دوی د زړه عملياتونه په برياليتوب سره تر سره شول، له ۴۰۰۰ تنو څخه زياتو افغان ملګرو له شينجيانګ څخه ليدنې وکړې. شينجيانګ د افغانانو لپاره د ملګرو، ګاونډيانو او خپلوانو کور دی، د باور وړ تمځای، د زده کړې ټولګی او سوداګريزه سيمه ده.

تېر کال د افغانستان د ولسمشر دویم مرستيال سرور دانش له شينجيانګ څخه تر ليدنې وروسته د نړۍ له دویم لوی اقتصادي ځواک څخه د زده کړې تر عنوان لاندې د يوې مقالې په خپرولو سره څرګنده کړه چې هغه په خپلو سترګو دا وليدل چې په شينجيانګ کې د بېلابېلو قومونو خلک د انارو د دانو په شان راغونډ شوي. په دغه مقاله کې هغه ويلي چې د شينجيانګ له برياليو تجربو څخه ښکاري چې خلک بايد له حکومت سره په ګډه د ورخلاصون او پرمختګ فرصتونه ونيسي. شخصي اقتصادي ډلې بايد د اقتصادي ګټو ترڅنګ د وطن پالنې مسووليت په غاړه واخلي. ټولنه بايد افراطي او زورورې ډلې له منځه يوسي. هغه د افغانستان بېلابېلې برخې هڅولې چې د چين د کلتور، ژبې او تجربو زده کړې پياوړې کړي او په دې مقاله کې يې د اسلام پيغمبر حضرت محمد ((ص)) د حديث مفهوم راوړی چې علم او زده کړه وکړئ، که څه هم په چين کې وي.

 

Share15Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Columbus, United States
یکشنبه, مارچ 8, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې له غړو سره ولیدل

مارچ 7, 2026

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس ۴مې غونډې د خلکو د ژوند په اړه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه

مارچ 7, 2026

د چين په لوړو زده کړو کې د شمولیت کچه له ۶۰٪ څخه اوښتې ده

مارچ 7, 2026
_cuva

د چین د فلمي ټکټونو عوایدو د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی

مارچ 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In