د عاج ساحل د افریقا په لوېدیځه برخه کې د لوېدیځ طول البلدونو د ۳ او ۸ درجو او د شمالي عرض البلدونو د ۵ او ۱۱ درجو ترمنځ موقعیت لري. پراخوالی یې ۱۲۴۸۲۴ کیلو متره مربع دی او له دې پلوه د نړۍ ۶۲م لوی هېواد دی. شمال ته یې بورکینافاسو، جنوب ته یې شمالي اتلانتیک سمندر، ختیځ ته یې ګانا او لوېدیځ ته یې لایبریا او ګیني موقعیت لري.
د عاج ساحل په عمومي توګه د استوا له کرښې سره د نږدېوالي له کبله توده او د ګیني له خلیج سره د ګاونډیتوب له امله لنده سمندري هوا لري. پلازمېنه یې د یاموسوکرو ښار دی چې په ۱۹۸۳ ز کال کې د دغه هېواد پلازمېنه وټاکل شو. د عاج ساحل د ټولو وګړو شمېر ۲۴ میلیونه تنه اټکل شوی چې په هر کیلومتره مربع ساحه کې یې ۷۰ تنه ژوند کوي. ۵۵ سلنه وګړي یې په ښارونو کې مېشت دي او پاتې ۴۵ سلنه نور یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول ژوند کې د څلورو ماشومانو د درلودلو اجازه لري.
د عاج ساحل د اداري وېش له پلوه په ۱۹ سیمو وېشل شوی دی. ۴۰ سلنه وګړي یې مسلمانان، ۳۳ سلنه یې مسیحیان او پاتې نور یې د بېلابېلو دینونو او عقیدو پیروان دي. د دغه هېواد رسمي ژبه فرانسوي ده، خو لیکدود یې بیا لاتیني دی.
د عاج ساحل اساسي قانون د ۱۹۶۰ ز کال د نومبر په درېیمه نافذ شوی چې وروسته پکې څو ځله تعدیلات هم راغلي دي.
د عاج ساحل ولسمشر د خلکو په خوښه د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي او څو ځلې کار کولای شي. د دغه هېواد لومړی وزیر او د کابینې وزیران د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي. د عاج ساحل ولسي جرګه ۲۲۵ غړي لري چې د خلکو په خوښه د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي. په دغه هېواد کې د رایې ورکولو سن ۱۸ کاله او رایه ورکول پکې عمومي دي.
د عاج ساحل حقوقي نظام د فرانسې په مدني قوانینو او خپلو عنعنوي روایاتو ولاړ دی. ستره محکمه د دغه هېواد تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی. د دغه هېواد محکمه څلور برخې لري: د جنایي پېښو محکمه، د مالي مسایلو محکمه، د مدني پېښو محکمه او د قوانینو د تطبیق د څار محکمه.
د عاج ساحل ولسواک ګوند، د عاج د خلکو جبهه، د عاج د کارګرانو ګوند، د اوسېدونکو ولسواکه جبهه او د عاج ساحل د سولې او ولسواکۍ اتحادیه د دغه هېواد لوی او نفوذ لرونکي ګوندونه دي.
عاج ساحل د ۱۹۶۰ ز کال د اګسټ په اوومه له فرانسې څخه خپلواکي واخیسته، نو له همدې امله د اګسټ اوومه هر کال په دغه هېواد کې د خپلواکۍ د ورځې په نوم نمانځل کېږي.
دغه هېواد د ګڼو نړیوالو ټولنو ترڅنګ په ۱۹۶۰ ز کال کې د ملګرو ملتونو غړیتوب هم ترلاسه کړ.
د عاج ساحل په نړۍ کې د قهوې او د خرما د غوړیو د لویو تولیدوونکو او صادروونکو هېوادونو له ډلې څخه دی، نو له همدې امله د دغه هېواد اقتصاد له اقلیمي شرایطو او په نړۍ کې د نوموړو صادراتي مالونو له بیو سره ډېر تړاو لري. د عاج ساحل د دولت له ډېرو هڅو سره سره چې غوښتل یې د خپل اقتصادي سکټور بنسټونه پراخه کړي؛ د دغه هېواد اقتصاد لا هم په کرنه او د څارویو په روزنه ولاړ دی. دغه سکټور ۷۰ سلنه خلکو ته د کار زمینه برابره کړې ده. د عاج ساحل سره زر هم تولیدوي. دغه هېواد د کورنۍ جګړې په کلونو کې ډېر زیانونه ولیدل؛ که څه هم چې دا لانجه په ۲۰۰۳ ز کې پای ته ورسېده، خو سیاسي ناکراریو اقتصادي پرمختګ ته خنډونه پېښول او بدلونونه کمزوري وو.
د ثبات نشتوالی، د اقتصادي بنسټونو کمزورتیا، امنیت، د اداري او حقوقي اسانتیاوو نشتوالی، د پخو لارو نشتوالی، د اورګاډي نشتوالی، برېښنا، ګاز او د مسلکي کادرونو نشتون هغه ستونزې دي چې د عاج ساحل له ډېر وخت راهیسې ورسره لاس او ګرېوان دی.
د دغه هېواد د ناخالصو کورنيو تولیداتو کچه ۴۰ میلیارده ډالره او د سړي سر کلنۍ عاید کچه یې ۱۵۳۸ ډالره اټکل شوې ده. همدا راز کاري ځواک یې اتو میلیونو کسانو ته رسېږي، خو ۳۰ سلنه کورنۍ یې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د عاج ساحل ټول عواید شپږ میلیارده ډالره او لګښتونه یې ۶.۵۰ میلیارده ډالرو ته رسېږي.
د عاج ساحل ۱۵ سلنه ځمکه د کرنې وړ ده. د دغه هېواد ۴۲ سلنه خاوره څړځایونو، ۲۳ سلنه ځنګلونو او پاتې نوره بېدیاوو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د عاج ساحل ۷۰ سلنه وګړي د کرنې په سکټور کې په کار بوخت دي او د هېواد ۳۳ سلنه ناخالص کورني تولیدات هم له همدې سکټور څخه لاسته راځي. ربړ، قهوه، خرما، جوار، وريجې، ږدن، کچالو، پنبه، ځمکني بادام، مېوې، سابه، غوښه، لبنیات، هګۍ او واښه د عاج ساحل د کرنې او څارویو مهم محصولات بلل کېږي.
نفت، الماس، سره زر، اوسپنه، بوکسایډ، مس او یورانیم د دغه هېواد لوی کانونه دي. د صادراتو ټوله بیه یې ۱۳ میلیارده ډالره او د وارداتو ټوله بیه یې بیا ۱۰ میلیارده ډالره اټکل شوې ده.
فرانسه، جرمني، هالنډ، امریکا، چین، کولمبیا او جنوبي افریقا د عاج ساحل لوی سوداګریز شریکان دي.
عاج ساحل۶۸۰ کیلومتره د اورګاډي پټلۍ او ۳۰ هوایي ډګرونه لري چې ۱۲ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي. د ټلېفون کوډ نمبر یې ۲۲۵ او د انټرنېټ کوډ نمبر یې سي ای دی او یو میلیون وګړي یې انټرنېټ ته لاسرسی لري.
د عاج ساحل درې دولتي ټلوېزیونونه او راډیوګانې لري. د رسنیو خصوصي برخه یې ټلویزیون نه لري، خو لس راډیوګانې لري.
د عاج ساحل د ناخالص کورني تولید او سړي سر کلني عاید له کبله د افریقا او نړۍ له پرمختلونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.
د دغه هېواد ۷۰ سلنه وګړي په لیک او لوست پوهېږي. زده کړه په دغه هېواد کې له ۶ نه تر ۱۵ کلنو ماشومانو او تنکیوځوانانو لپاره وړیا او جبري ده.
په عاج ساحل کې د خلکو د ګڼې ګوڼې، وروسته پاتې ښاري او کلیوالي ژوند، د صنایعو تولیدي فعالیتونو، د نقلیه وسایطو ډېرښت او د خلکو د سواد او پوهې د لږوالي له امله هوا او چاپېریال ته زیان رسېدلی دی.
د عاج ساحل د پخواني تاریخ په هکله ډېر معلومات نشته. په ۱۵ مه پېړۍ کې د وخت د دوو اروپايي ځواکونو، فرانسې او پرتګال دې سیمې ته پام شو او د عاج په ساحلي برخو کې یو له بل سره وجنګېدل. د ۱۶ مې پېړۍ په نیمایې کې پرتګالیانو د عاج په ځینو سواحلو کې د استوګنې د سیمو په جوړولو لاس پورې کړ. دوی سمدلاسه د مرېیانو او هاتیانو سوداګري پیل او دغه سیمه یې د عاج ساحل په نامه ونوموله. د یوه روایت له مخې په ۱۷۳۰ ز کال کې د ګانا د مات شوي پاچا اشانتي لړي خور له خپلو خلکو او کورنۍ سره لوېدیځ لوري یا د ننني عاج ساحل په لوري وخوځېده او د عاج ساحل په منځنیو برخو کې یې یوه اداره جوړه کړه او ورو ورو یې د ایکیني او اتو کپورا پاچاهیو ته ستونزې جوړې کړې. دغو سیمه ییزو واکمنیو د خپلې بقا لپاره په ۱۹۴۳ ز کال له فرانسې څخه مرسته وغوښته. فرانسویانو چې له پخوا څخه د سنیګال، مالي، ګانا، ګیني او عاج په ځینو ساحلي برخو کې د مهاجرینو اډې جوړې کړې وې، د عاج ساحل د ارزانه مرېیانو په سوداګرۍ بوخت شول.
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د عاج ساحل د افریقا له شتمنو مستعمراتو څخه بلل کېده. په ۱۹۵۸ ز کال کې د جنرال شارل دوګل د ولسمشرۍ په وخت کې فرانسې د عاج ساحل ته د فرانسوي ټولنې په چوکاټ کې کورواکي ورکړه.
په ۱۹۵۹ ز کال کې د عاج ساحل د نایجیریا، بورکینافاسو او بېنین سره یو اقتصادي کنفډرېشن جوړ کړ. په ۱۹۶۰ ز کال کې فرانسې په افریقا کې ډېرو هېوادونو لکه بېنین، ګابون، کامرون، کانګو، مالي، موریتاتییا او د عاج ساحل ته د اګسټ په اوومه پوره خپلواکي ورکړه. د عاج ساحل له خپلواکۍ څخه وروسته د فرانسې د ټولنې غړیتوب پرېښود او د ملګرو ملتونو د ټولنې په غړیتوب ومنل شو.
د عاج ساحل لومړني ولسمشر فلېکس بایګني و چې د افریقا د ولسواک یووالي ګوند مشر هم و. له ۱۹۶۰ ز نه تر ۱۹۸۵ ز کلونو پورې شپږ ځلې د هېواد ولسمشر شو.
په ۱۹۹۰ ز کال کې د عاج ساحل ملي شورا په اساسي قانون کې بدلونونه راوستل او نورو ګوندونو ته یې هم اجازه ورکړه چې خپل کسان د ولسمشرۍ لپاره نوماند کړي، خو فلېکس بایګني په دې ټاکنو کې بیا هم د خلکو رایې وګټلې او د اووم ځل لپاره یې د ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه. له دې ټاکنو وروسته د عاج ساحل په سلګونو محصلین او کارګران واټونو ته راووتل او د فلېکس بایګني د اوږدې واکمنۍ پر ضد یې لاریونونه پیل کړل. بایګني د ډسمبر په اوومه مړ شو او مرستیال ولسمشر هانري کونان بادیه د ملي شورا د پرېکړې له مخې د هېواد لنډمهاله ولسمشر وټاکل شو. دغه بدلون محصلین او کارګران هم دېته اړ کړل چې نوې واکمنۍ ته د کار او بدلون وخت ورکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو اړیکو په کتاب کې د عاج ساحل نوم نشته، نو له همدې امله دغه دواړه هېوادونه په خپلو کې هېڅ راز اړیکې نه لري.
له افغانستان څخه تر عاج ساحل پورې د هوا له لارې فاصله ۷۹۹۳ کیلو مترو ته رسېږي. دغه راز د کابل او یاموسوکرو ښارونو ترمنځ د وخت توپیر څلورنیم ساعته دی.