د هغه نوم کوین میرز دی. هغه په جورجیا ایالت کې په کلیسا کې کشیش دی. هغه ان له ځوانۍ غوښتل چې کشیش شي، هغه وخت ۱۶ کلن و، له دې سره په څنګ کې یې له موټرسایکل سره هم ډېر مینه درلوده، لومړی موټرسایکل یې چې واخیست، هغه دویم لاس او یو څه ارزانه و. هغه وخت یې د نوې ځوانۍ اخري کلونه وو، هغه دا وخت له تفریحي کښتۍ سره هم مینه پيدا کړې وه.
کوین د نوې ځوانۍ له وخته غوښتل چې داسې یوه کلیسا جوړه کړي، چې پر ټولنه اغېز ولري او زرګونو خلکو ته خدمت وکړي. کله چې هغه ۲۶ کلن شو، له میشینګانه جورجیا ته لاړ، څو هلته کلیسا جوړه کړي. هغه د دغه کار لپاره هرڅه کورنۍ او ملګري پرېښودل، هغه غوښتل چې د خپلې موخې د لاس ته راوړلو لپاره لازمه بیه پرې کړي، خو دا بیه له هغه ډېره زیاته وه کومه چې ده تصور کړې وه.
هغه د ډېرې ژر بریا انتظار کاوه، هغه هیله من و چې وبه شي کولای په ۲۵۰ کسانو خپل کار شروع کړي، کلیسا د دومره کسانو په یو ځای کېدو سره پر خپلو پښو درېدای شوای، خو کلیسا له سلو په کمو کسانو دا کار شروع کړ او شپږ کاله یې شمېر همدا و. کلیسا پیسو ته اړتیا پيدا کړه، کوین او مېرمنې یې هغه پیسې چې د کور اخیستو لپاره یې جمعه کړې وې، د کلیسا لپاره خرڅ کړې. کله یې چې پس انداز پيسې ختمې شوې، حتی دومره یې بیا نه شوای کولای چې ځان په درماني لحاظ بېمه کړي. همدا وخت یې یو زوی ناروغ شو، د دوا درملو پیسې یې زیاتې شوې او هغه پرې پوروړی شو. بالاخره کوین مجبور شو چې ساختماني کارونو ته مخه کړي، څو خپلې اړتیاوې پوره کړي. داسې ښکارېده چې نور هغه خپله موخه له لاسه ورکړې وه.
کوین مجبور شو چې په میشینګان کې بیا خپل پخواني رییس ته ورشي، څو له هغه سره بیا کار پيل کړي، خو رییس یې هغه د خپلو موخو د لاس ته راوړلو لپاره ډېر زیات وهڅاوه.
کلیسا د فعالیت په اووم کال لږ لږ بدلون وکړ، هغې وړې کلیسا پرمختګ وکړ، کوین هغه معمولي او لږ پرمختګ ته په کتو، دا د ځان لپاره د ریسک اخیستو یو ښه فرصت وباله. هغه هلته ځمکه وپلورله او ساختمان یې پرې جوړ کړ. دا څه اسانه کار نه و، خو هغو خلکو چې د کوین پر کار یې باور درلود، هغه له کوین سره د مرستې کولو لپاره هرې قربانۍ ته چمتو شول. د نوي ساختمان په پيل سره کلیسا ډېر پرمختګ وکړ.
هماغه وخت کوین د نورو موخو د لاس ته راوړلو چانس هم پيدا کړ. کله یې چې مور مړه شوه، هغه پیسې چې ده په میراث وړې وې، ویې شوای کولای چې پر هغه موټرسایکل واخلي. دا هغه څه وو چې ۲۰ کاله یې ورته انتظار کړی و. هرکله به چې له کاره ستړی شو، پر خپل موټرسایکل به تفریح او چکر ته لاړ.
له هغه وروسته یې چې کلیسا نوي ساختمان ته انتقال کړه، د کلیسا د پرانیستې مراسمو ته راغلي کسان په هغه کې نه ځایېدل. مانا دا چې کسان له حد زیات وو. دا وخت کوین تر دې هم لویې ځمکې ته اړتیا درلوده. د مخکیني ساختمان مصارفو ته په کتو، دا دې رېسک اخیستل وو. اوس د لومړي ځل په پرتله په څو څو وارې لوی رېسک د هغه انتظار کاوه. هغه له دې وروسته څلور میلیون ډالرو ته اړتیا درلوده. کوین پوهېده چې د دومره ډالرو راټولول سخت کار دی. هغه پوهېده چې د دغه کار سر ته رسول به د هغه لپاره د ډېرو شخصي بیو پرې کول هم وغواړي. کوین وایي: «پوهېدم چې د ډېرې قربانۍ له ورکولو پرته نه شم کولای خپلو موخو ته ورسېږم. درې میاشتې په همدې فکر کې وم. هغه توصیه چې زه یې د تعقیبولو په لټه کې وم، له ما به د څومره شخصي بیې پرې کول وغواړي، ما خپله ډېر محدود شخصي امکانات لرل. زما ټوله سرمایه یوازې یو موټرسایکل و، البته د ډېرو کسانو لپاره یو موټرسایکل چندانې ارزښت نه درلود، خو دا بیا زما لپاره ډېره ارزښتناکه وسیله وه. د دې پرېکړې پایلې ډېر وخت انتظار غوښت، ما د همدې موخې لپاره کلونه کلونه خپلې هیلې او غوښتنې قرباني کړې، خو اوس هم دا موخه له ما د ډېر انتظار تمه لري. اوس دې پایلې ته رسېدلی یم چې خپلې وړې موخې مې باید د لویې هغې لپاره قرباني کړم.»
کوین هغه وخت د خپل موټرسایکل د له لاسه ورکولو خواشیني له بل چا سره شریکه نه کړه. خو په هر صورت، هغه اعلان وکړ چې خپل موټرسایکل کلیسا ته وقف کوي. خلک د هغه په دې کار سره متوجې شول، چې د خپلو موخو د لاس ته راوړلو لپاره د ځان تر قربانۍ بل مهم څه نشته، یا د موخو لاس ته راوړل له دې پرته بله لار نه لري.
بالاخره کلیسا بریالۍ شوه او د نوي پيل شوي ساختمان لپاره یې هم کاپي پيسې وګټلې. د هغو کسان د شمېر په زیاتېدو سره چې د کلیسا په مراسمو کې یې ګډون کاوه، کلیسا خپل پرمختګ ته ادامه ورکړه. اوس یې هم باید د خپلو موخو د لاس ته راوړلو لپاره ډېر څه قرباني کړي وی.
د ۲۰۰۸ ز کال په جنوري میاشت کې کوین په ۹۶ جریبه ځمکه کې د ۲۶۰۰ کسانو په ګنجایش سره خپله کلیسا جوړه کړه. همدا اوس د هغو کسانو شمېر چې د دې کلیسا په مراسمو کې ګډون کوي، له ۶۰۰۰ اوړي.
کوین او ملګري یې هرځل له مخکیني هغه د خپلې کلیسا د پرمختګ لپاره ډېره قرباني ورکوي. خو د موټرسایکل موضوع یې اوس هم له یاده نه ده وتلې.
ما د آرزو او موخې تر منځ د توپير لپاره له محض څخه استفاده کړې ده. په نوې ځوانۍ او ۲۰ کلنۍ کې مې فکر کاوه چې دا دواړه یوه خبره ده. یانې موخه او هیله کوم توپير نه لري. خو هرڅومره چې د خپلې موخې په اړه ژور فکر وکړی، هومره زیات پوهېږی چې د هغه لپاره باید ډېره قرباني ورکړی، ځکه چې نور کار تر دې هم سختېږي. باید د خپلو موخو د لاس ته راوړلو لپاره له خپلو ځینو غوښتنو تېر شو.
اوس هم ځینې بدلونونه د کوین انتظار کوي، ځکه اوس هم موخې لري. هغه باید له ځانه ډېره قرباني ورکول او زحمت ایستل وښيي.
«د خپلو موخو د لاس ته راوړلو لپاره سفر کول یو شخصي امر دی، باید د هغه لپاره شخصي بیه هم پرې کړئ.»
تاسې څه پرې کوی؟
ستاسې په باره کې څه ویلای شو؟ تاسې د خپلو موخو په اړه له خپلې قربانۍ څه زده کړي دي؟ تاسې د بیې پرې کولو پوښتنې ته څه ځواب ورکوی؟ «ایا حاضر یم چې د خپلې موخې بیه مې پرې کړم؟» هماسې لکه مخکې مې چې وویل، موخو ته د رسېدو سفر شخصي دی، پر همدې دلیل باید شخصي بیه هم پرې کړو. زه نه شم کولای چې ستاسې تر څنګ کېنم او ستاسې د موخو په اړه له تاسې وپوښتم او هم نه شم کولای چې تاسې ته ووایم چې ستاسې موخه له تاسې د څومره بیې پرې کول غواړي، خو کولای شم هغه موارد درته بیان کړم، چې د همدې بیې پرې کولو په اړه درسره یوڅه مرسته وکړي.
۱ـ موخې لرل مجاني دي، خو د موخو پر لور سفر کول بیا قرباني غواړي
له کوین سره مې د موخو په اړه خبرې کولې، هغه ویل، د هرې موخې پر لور سفر کول له کوم خنډ پرته پيل کېدای شي. دا خبره سمه ده، کله چې لومړی ځل پر خپلو موخو فکر کوی، دا یو ډول تفریحي کار وي، دا کار د بیې پرې کول هم نه غواړي، دا وخت هره موخه درته امکان لرونکې مالومېږي او جالبه دا چې دا وخت په ندرت سره د هرې موخې په اړه فکر کوی.
«په هر حال باید یوه ورځ د خپلو موخو لاس ته راوړونکي شی، تر هغه چې د خپلو موخو بیه مو پرې نه کړی، هغه نه شی تر لاسه کولای.»
د موخو د لاس ته راوړلو لپاره د هغه د پایلې په پرتله باید د ډېر څه وړاندوینه وکړئ. باید د زړه له تله وغواړئ چې د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره به لازمه بیه پرې کوی. په همدې دلیل د موخو پلوي ډېر دي، خو د موخو پلورونکي بیا ډېر کم دي.
۲- د موخو په مقابل کې پرې کېدونکې بیه مو باید له هغه چې فکر کوی، ژر خلاصه کړئ
فکر کوم چې ډېری خلک پوهېږي چې د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره باید لازمه بیه پرې کړي. هغوی پوهېږي چې هرڅنګه وي، دا بیه باید یوه ورځ پرې کړي؛ خو پر دې بیا نه پوهېږي چې د هر بل کار تر سر ته رسولو ژر به د دې بیې پرې کولو ته مجبور شي. که تاسې د خپلو موخو د تعقیبولو په حال کې یاستی، پوهېږی چې څه وایم. له دې پرته چې خپل سفر مو پيل کړی، هغه بیه چې باید پرې یې کړی، له ذهني واقعیته عیني واقعیت ته راڅرګندېږي. ولې داسې کېږي؟ ځکه موخې تضادونه تعقیبوي او بحران زیږوي.
«هغوی چې پر موخو باور لري، شمېر یې له حد زیات دی؛ خو د موخو پلورونکي بیا ډېر کم دي.»
هغه وخت چې د موخو درلودو خبره کوی او د هغه پر لور د سفر کولو هڅه کوی، د دې سفر لپاره ټول ضروري مسایل خپله یو له بل سره راڅرګندېږي. له حقیقتونو سره مخ کېدل داسې دي لکه تاسې چې مخ ته یخې اوبه واچوی. ډېری هغه کسان چې د داسې مسایلو تمه نه لري، مایوسه کېږي. ځینې نور بیا خپلې موخې ځنډوي او ځینې بیا په کلي صورت له خپلو موخو لاس اخلي.
ډېری هغه کسان چې د نوې ځوانۍ په دوران کې دي، ترې اورېدلي مې دي، له دې چې کلونه مخکې له خپلو موخو تېر شي، د خپلې خوښې وړ کار یې نه دی تعقیب کړی او له دې چې له فرصتونو یې ګټه نه ده اخیستې، سخت ځورېږي. خو کلونه وروسته چې کله د مخکنیو له تاسفه ډکو موخو په اړه فکر کوي، اوس په هېڅ قېمت نه شي کولای چې له خپلو مخکنیو موخو یوڅه لاس ته راوړي، د ځینو یا یوې ډلې کسانو لپاره اوس هم د ځینو موخو لاس ته راوړل اوس هم امکان لري، خو اوس باید د هغه د پرې کولو لپاره درنه بیه پرې کړي.
موخې لکه پيسې داسې دي، هرڅومره ژر مو چې پر خپلو پیسو پانګونه وکړی، هومره ژر یې ګټه لاس ته راوړلی شی. داسې فرض کړئ چې په ۲۵ کلنۍ کې به د لسو کلونو په اوږدو کې هر کال ۱۰۰۰ ډالر سپما کوی. کله چې ۶۵ کلنۍ ته رسېږی، ۱۱۲۵۳۷ ډالره پانګه به ولری. خو که په ۳۵ کلنۍ کې هر کال ۱۰۰ ډالره سپما وکړی او دې کار ته ۳۰ کاله دوام ورکړی، په ۶۵ کلنۍ کې به ۱۰۱۰۷۳ ډالره پانګه ولری. په همدې طریقه هرڅومره ژر چې د خپلو موخو لپاره لاس پکار او د هغه لپاره وجنګېږی، هومره ژر مو هغه ته د رسېدو امکان هم زیاتېږي.