زلمی خلیلزاد دا ځل د سولې تر څنګ پر اقتصادي موضوعاتو هم غږېدلی دی. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له یوې لنډې دمې وروسته، د جون میاشت په وروستیو کې سیمې ته سفر وکړ. نوموړي په دې سفر کې د طالبانو او افغان حکومت تر څنګ له مرکزي آسیا، قطر او پاکستاني چارواکو سره هم سلا مشورې وکړې.
د بحثونو په لړ کې د سولې اړوند د معمول خبرو اترو تر څنګ یوه موضوع چې تر ډېره بریده نوې او متبارزه وه، هغه پس له سولې د افغانستان لپاره اقتصادي برنامه او سیمه ییزه اقتصادي همکاري وه.
که څه هم امریکا په ۲۰۰۱ ز کال کې افغانستان ته تر راتګ را وروسته په سیمه ییزه اقتصادي همکارۍ کې ډېر کار کړی، خو د سولې په روان بهیر کې ښايي دا لومړی ځل وي چې په دې اړه دومره څرګند، پراخه او له ټولو اړخونو سره بحث کیږي.
په داسې حال کې چې امریکا له طالبانو سره د سولې بهیر د پیل په تړون کې له افغانستان څخه د وتلو ژمنه کړې، د اقتصادي پراختیا او همکارۍ بحثونه افغانستان او سیمې لپاره ډېر پراخ پیغامونه لري.
زلمي خلیلزاد د خپل سفر د دوحې برخې په پای کې خبر ورکړ چې د قطري له مشرانو سره یې پس له سولې په افغانستان کې د همفکره ملګرو هیوادونو سره په شریکه پر پراختیايي پروژو د کار په اړه بحث کړی.
د خلیلزاد دا خبره د شخړې افغان اړخونو ته دا څرګند پیغام لري چې که د سولې بهیر په بریالۍ توګه مخ ته لاړ شي، نو امریکا چمتو ده چې د کشالې اړخونو ته د سولې عوض (Peace Dividend) ورکړي.
د عصري شخړو په تاریخ کې د سولې عوض ورکول یو معمول دی او ډېری وخت د سیاسي او اقتصادي ملاتړ بڼه لري.
له دې سره هممهاله، د زلمي خلیلزاد په څرګندونو کې دا پیغام هم نغښتی چې امریکا به لکه د نوییمې لسیزې، پس له سولې افغانستان یوازې نه پرېږدي او له دې هیواد سره به مرسته کوي چې د پایداره سولې پر مټ هر اړخیز ټیکاو ته ورسیږي.
دا په ټوله کې د امریکا لخوا د افغان اړخونو د باورونو د ګټلو او هغوی ته د یو همکار هیواد په توګه د ځان ورپېژندلو یوه جدي هڅه ده.
د مرکزي اسیا هېوادونو ته د خلیلزاد پیغام:
خلیلزاد له افغان چارواکو او طالبانو سره له سولې وروسته پر اقتصادي ودې او ګټو غږېدلی دی.
بلخوا زلمی خلیلزاد مرکزي آسیا ته هم د باور ورکولو هڅه کوي چې ګواکې د دوی هغو جیوستراتیژیکو ژمنو ته چې دغه سیمه د روسیې له انحصار او د چین له پراخېدونکې اغېزې خلاصوي، لا پر ځای ده.
په ۲۰۰۱ ز کال کې سیمې ته له راتګ څخه امریکا په دې تکل کې وه چې د مرکزي آسیا اقتصاد د افغانستان له لارې له سویلي آسیا سره وتړي.
په دې تکل کې امریکا یوه خوا د وریښمو نوې لار، کاسا۱۰۰۰ او ټاپي په شان پروژو ابتکار پيل کړی او بلخوا یې د لاجوردو د لارې په مرسته د سیمې سوداګرۍ شبکې د جوړېدو هڅو ملاتړ کړی دی.
د دې تکل یوه بله ستراتیژیکه موخه دا هم ده چې د ایران لپاره په سویلي آسیا کې د انرژۍ په بازار کې سیالان پیدا کړي.
خو په دې ستراتیژۍ تر اوسه امریکا د دوو دلیلونو له کبله هغه ډول چې لازمه ده، عملي ګامونه نه دي پورته کړي.
لومړی دا چې واشنګټن نه غوښتل له مسکو سره په دې اړه په تقابل کې ولوېږي او خپلې چارې یې سوکه سوکه مخ ته وړلې.
له بلې خوا دغه ډول برنامو سترې مالي پانګې ته اړتیا درلوده. امریکا یوازې د هغو پروژو مالي ملاتړ کوي چې د دې امکان ولري چې پانګه یې د امریکايي شرکتونو په مرسته بېرته کور ته راشي او یا هم مرسته اخیستونکي هیواد کې خوندي پاتې شي.
واشنګټن په دغو پروژو کې دا دواړه ګټې نه لیدې چې له امله یې ورباندې له ګړندي کار څخه ډډه کوله.
د منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د توندلارو وسله والو ډلو له فعالیته وېره لري.
له همدې کبله امریکا انتظار و ایست چې د منځنۍ آسیا له هیوادونو سره په کراره مخ ته تګ سره داسې وخت ته تم شي، چې دا هیوادونه پخپله چمتو شي څو د سیمه ییز اتصال پروژو خرڅ ورکړي.
مرکزي آسیا د شوروي اتحاد له ماتېدو وروسته او په ځانګړې توګه سیمې ته د امریکا له راتګ راهیسې د خپل داخلي امنیت لپاره تل په امریکا تکیه کړې ده.
امریکا او منځنۍ آسیا د دغو همکاریو لپاره د سي پنځه جمع یو (C5+1) چوکاټ هم را منځ ته کړی.
منځنۍ آسیا په افغانستان کې له را ټوکېدونکیو توندلارو خوځښتونو څخه جدي وېره لري او له دې کبله په افغانستان کې له هرې هغې ډلې سره همغږۍ او ګډ کار ته چمتو ده، چې نړیوالو قوانینو ته درناوی کوي.
دا چې د افغانستان د سولې بهیر د بري او ناکامۍ تر منځ پر غځیدلې نرۍ کرښه باندې مزل کوي، امریکا منځني آسیا ته پیغام ورکوي چې که د سولې له روان بهیر سره مرسته وکړي، نو په اوږدمهال کې د هغوی امنیت ته پیښ ګواښونه له منځه ځي، د روس له انحصار څخه د خلاصون لار یې پیدا کیږي او له سویلي آسیا سره یې د اقتصادي اړیکو له لارې د پراختیا مزل ګړندی کېږي.
پر اقتصادي برنامو د امریکا د تمرکز یو پیغام دا هم دی چې که څه هم امریکا ژمنه کړې چې له نظامي اړخه سیمه پرېږدي، واشنګټن حاضر نه دی چې په اوږدمهال کې له سیمې څخه ووځي.
دا چې امریکا په سیمه کې پراخې سیمه ییزې اقتصادي موخې لري، دغه هیواد ته اړینه ده چې خپل نرم ځواک د نظامي ځواک ځایناستی وګرځوي او له دې لارې خپلې سیمه ییزې موخې وپالي.
د امریکا دا تګلاره به د سیمې ځینې هېوادونه وارخطا کړي
روسیه، ایران او چین په سیمه کې د امریکا تګلاره په دقت سره څاري.
د اوس لپاره د زلمي خلیلزاد خبرې تر ډېره بریده د افغان سولې په اډانه کې د نویو ستراتیژیکو لیدلورو په اړه د بحث او فکر دروازې خلاصول دي.
ښايي نوموړی غواړي وګوري چې د دغه ډول بحثونو په اړه د مسکو او بیجېنګ او تر یو بریده د تهران غبرګون به څه وي.
د افغان سولې په اډانه کې د اوږدمهاله اقتصادي ستراتیژیو را برسېره کول افغان سولې ته که له یوې خوا د بري نوی فرصت برابروي، نو له بلې خوا ورته جدي ننګونې هم زیږوي.
د واشنګټن په سیمه کې اقتصادي مانورونو که روسیه را پارولې ده، نو لرې به نه وي چې چین هم میدان ته را ودانګي او ایران هم اړ شي چې خپل محدود رول ولوبوي.
که دغه هیوادونه له افغان سولې سره د مرستې پر ځای د خپلو سیمه ییزو ګټو په تکل کې په تخریب باندې لاس پورې کړي، نو شونې ده چې افغان سوله له خطر سره مخ شي.
خو که چیرته امریکا وتوانیږي چې افغان سوله د سیمې د زبرځواکونو له منفي اغېز څخه لرې وساتي، نو نه یوازې دا چې د سولې روان بهیر به په بري سره پای ته ورسیږي؛ بلکې د افغانستان اوږدمهاله اقتصادي پراختیا به هم ورسره خوندي شي.