سږ کال د جولای ۱۱مه نېټه د نفوسو له ۳۱مې نړيوالې ورځې سره برابره ده. د م م د نفوسو صندوق د سږنۍ ورځې په اړه يو عنوان ټاکلی دی چې ( د کوويد-۱۹ د وقايې او کنټرول په بهير کې څنګه د ښځو او نجونو د روغتيا او حقونو ساتل کېدلی شي).
چين هم د دې ورځې په مناسبت يو عنوان ټاکلی دی چي (د کوويد-۱۹ د وقايې او کنټرول برياليتوبونه ساتل او د ښځو او ماشومانو روغتيا تضمينوي.)
د م م پخواني سرمنشي کلاو توپوير ويلي وو چې د نفوسو نړيواله ورځ نه يوازې د نفوسو شمېر په اړه ساده ورځ ده، بلکې په اوسنې او راتلونکې موده کې د نړيوالو او ټولو انسانانو د ژوند د شرايطو او رواغتيا د یادولو په هکله ډېر ښه فرصت دی.
د روان کال له پيل راهيسې، د کوويد-۱۹ ويروس ګردې نړۍ ته د سر او مال سخت زيانونه رسولي دي. چين د هغه هېواد په توګه چې لومړی پکې د دغه ويروس د اخته کېدنې پېښه تشخيص شوې، په اغېزناکو تدبیرونو سره د دغه ویروس خپرېدو مخنیوی کړی دی. په تېره جون مياشت کې د چين په پلازمینه بېجينګ کې د دغه ويروس د خپرېدو دوهمه څپه رامنځته شوې او د بېجينګ ځايي حکومتي ادارې سمدلاسه د وقايې او کنټرول تدبيرونه نيولي. په دې توګه دغه څپه په ګړندۍ توګه کنټرول شوې او په تېرو مسلسلو ۵ ورځو کې په بېجینګ کې پر دغه ويروس هېڅ نوې پېښه نه ده ثبت شوې.
په همدې وخت کې په ټول چين کې د کانکور ازموينه هم ترسره شوه، په ټول هېواد کې ۱۰ميليونه او ۷۱۰ زره زده کوونکي په دغه ازموينه کې برخه درلوده. مخکې به هر کال په چين کې دغه ازموينه د جون په مياشت کې ترسره کېدله، خو د ياد ويروس د اغېزو له امله سږنۍ ازموينه د پخوا په نسبت يوه مياشت وځنډول شوه. په چين کې دغه ازموينه ډېره د پاملرنې وړ ده، څرنګه چې دغه ازموينه په پوهنتونونو کې د زده کوونکو د شاملېدو ازموينه ده او د زده کوونکو د راتلونکي لپاره ستر اهميت لري. دغه ازموينه د کوويد-۱۹ له رامنځته کېدو وروسته په چين کې تر ټولو لويه پيمانه لرونکی ډله ييز فعالیت دی او د چين د بېلا بېلو کچو حکومتي ادارو د دې ازموينې د عادي تر سره کېدو لپاره جدي او بشپړ تدبيرونه نيولي، په تېره بيا د چين په جنوب کې سخت سيلابونه هم رامنځته شوي، د دغو ستونزو په ليرې کولو سره دغه ازموينه په بريالۍ توګه ترسره شوې ده.
د روغتيايي چارو د ډاډمنتيا تر څنګ، چين د کانکور ازموينې په بهير کې له مقرراتو څخه د سرغړوونکو عملونو د مخنيوي لپاره د راپور ورکولو تليفون ځانګړی نمبر خپور کړ چې په ياده ازموينه کې عدالت، شفافيت په ښه توګه تضمين او وساتل شي.
د کانکور ازموينه د زده کوونکو لپاره ډېره مهمه ده، خو دا يو واقعيت هم دی چې په پوهنتونونو کې شاملېدل د خلکو د ښه پرمختګ يوازينۍ لاره نه ده. اوس په چين کې د اقتصاد په ګړندي پرمختګ سره د خلکو د پرمختګ لارې ډېرې شوې دي. د بېلګې په توګه، مېرمن جو شوی چن چې د جيانګ سو ولايت د سوی نينګ ولسوالۍ اوسېدونکې ده، په ۱۷ کلنۍ کې د شانګهای ښار د هوا ژه په نوم د منسوجاتو په يوه فابريکه کې په دنده وګومارل شوه په داسې حال کې د پوهنتون زده کړې يې نه درلودې، خو په خپلو کوښښونو، هڅو او وړتيا سره يې په خپلو کارونو کې ډير پرمختګونه او مهارتونه تر لاسه کړل او د دې فابريکې مسلکي مسئولې په توګه وټاکل شوه. هغې د خپل ځاني پرمختګ په عين وخت کې له نورو کارګرانو سره هم ډېرې مرستې کړې دي او د کارکوونکو ستره ملاتړ کوونکې بلل کېدله.
په ۲۰۰۸ کال کې مېرمن جو شوی چن د چين د ملي ولسي کانګرس د غړې په توګه وټاکل شوه. اوس هغه د يادې فابريکې مرستياله مشره او د شانګهای د کارګرانو عمومي ګمېټې مرستياله مشره ده.
اوس چين په بېلا بېلو برخو کې زيات ګړندي پرمختګونه تر لاسه کړي او هر چينايی په خپلو غښتلو هڅو سره خپل ژوند بدلولای شي. دا ښکاره ده چې په چين کې د ښځو او ماشومانو قانوني حقوق تضمين دي او ښه ساتل شوي دي.
د يادولو وړ ده چې چين د خپل پرمختګ تر څنګ له نورو هېوادونو سره تر وسې پورې مرستې کړې او کوي يې. مثلا د کوويد-۱۹ د وقايې او کنترول په برخه کې چين ډېرو دوستو هېوادونو ته وقايوي او طبي مواد برابر کړي او د نورو هېوادونو لخوا د اړوندو موادو د وارداتو لپاره يې لازمې اسانتياوې برابرې کړې دي. دا د يو لوی هېواد مسئولانه رويه ده.
دا هم د يادونې وړ ده چې چين د نفوسو د ښه کنترول او پرمختګ لپاره هڅوونکی رول لوبولی دی، خو د ټولو وګړو پرمختګ د نړيوالې ټولنې ګډو کوښښونو ته اړتيا لري. اوس کوويد-۱۹ د نړۍ د ټولو انسانانو پر وړاندې سخته ننګونه ده او له امله يې څو لکه کسان مړه شوي دي. نړيواله ټولنه په تېره بيا پرمختللي هېوادونه بايد لومړی د دغو ستونزو په حلولو سره د نفوسو د ښه او هراړخيز پرمختګ لپاره په ګډه کوښښونه او همکارۍ وکړي.