«د موخو په اړه ذهني لرلید لرل، هغه ته د ځان رسولو په مانا دي. که د ځان لپاره لرلید ونه لرو او هغه تعقیب نه کړو، نه شو کولای چې په دې اړه نورو ته سپارښتنه وکړو. یوازې د لرلید لرل کاپي نه دي، باید پر هغه عمل هم وکړو.» های ایګل
جکسون براون د «د ژوند د کوچنیو لارښوونو کتاب» لیکوال د تعقیب په اړه دوو قاعدو ته اشاره کوي: «اوله قاعده: یو بل قدم هم واخلئ. دویمه قاعده: کله چې نه شی کولای دا کار سر ته ورسوی، بېرته لومړۍ قاعدې ته رجوع وکړئ.» همدا موخو ته د رسېدو لاره ده. هغه کسان چې خپلې موخې لاس ته راوړي، هېڅ وخت نه تسلیمېږي. هغوی پوهېږي چې کومه ورځ لږ اندازه کار هم وکړي، بریا ته د رسېدو امکان یې زیاتېږي. هغوی د تعقیبولو پوښتنې ته مثبت ځواب وايي. هغوی هر وخت له ځانه پوښتي، ایا موخو ته مې نږدې کېږم؟
د تعقیبولو په اړه تصویر لرل
کله چې د رهبرانو او کارفرمایانو ژوند مطالعه کوی، وینی چې هغوی ټول تعقیبوونکي کسان وو او په لوړ همت او حوصلې سره یې ناسم شرایط، موانع او د بې عدالتیو پر وړاندې عمل کاوه. هغوی هره ورځ خپلو موخو ته یو یو قدم نږدې کېدل.
په دې وروستیو کې مې د تعقیب په اړه ټولو خلکو ته د ایډیال الیزابت ککلي یو مطلب لوست. هغه په ۱۸۱۸ ز کال کې په ویرجینیا کې په یوه غریبه کورنۍ کې چې ډېره له ستونزو سره مخ وه، پيدا شوه. څلور کلنه وه چې د یو ماشوم پالنه ور تر غاړې شوه. په پنځه کلنۍ کې کله چې د دغه ماشوم په پالنه او روزنه کې له ستونزو سره مخ شوه، ذهناً یوڅه ناارامه شوه. په ماشوموالي کې هغه له پلاره جدا شوه. د خبرو پر مهال یې د ژبې د بندوالي له امله په څو څو وارې استاد هغې ته ویلي وو، چې بې ارزښته انسان یاست. هغه ان په ماشوموالي کې د ژوند له سختیو سره اشنا شوه. هغه د خپل حال په اړه وايي: «د اوو کلونو شاوخوا وم چې د یو انسان پلور او پېر مې په خپلو سترګو ولید، ارباب مې خپلې کورنۍ ته د ژمي توکي اخیستي وو او د ورکړې لپاره یې کاپي پیسې نه لرلې. مجبور و چې د هغه د بیې پرې کولو لپاره له خپلو اولادونو یو وپلوري. جوکو چولو اشپز زوی یې د دې قربانۍ لپاره انتخاب شو. د جو مور ته یې وویل چې هغه ته ښکلې جامې ور واغوندي. د هغه وزن یې په تله معلوم کړ او د خوګ په څېر یې وپلوره. مور یې له دې کیسې نه وه خبره، خو د هغه پر پلار یې شک کړی و. ارباب چې کله خپل زوی په موټر کې کېناوه، څو یې تیزنبورک ته بوځي، مور یې پرې خبره شوه، هغه ته یې ډېرې زارۍ وکړې چې د زوی پر سر یې د داسې نه کوي، خو ارباب په وار وار ورته وویل چې زوی یې ښار ته بیايي او سبا سهار به یې بېرته ورته راولي. سبا سهار را ورسېد، خو جو کور ته را نه غی. ورځې همداسې یو په پل پسې تېرېدې، د جو مور په هغه پسې ډېره خپه وه. ان یو ځل خو ارباب هغه د زاریو او ډېر فریاد کولو له امله وهلې ډبولې هم وه. د ارباب دا هېڅ نه خوښېده چې غلامان یې دې په غمجنه څېره وویني.
ککلي سخت او له دردونو ډک ژوند درلود او څو څو ځلې د جنسي عمل قرباني هم شوه. هغه مجبوره وه چې د دریو کسانو په اندازه کار وکړي، هغه له دې ستونزو او سختیو سره سره تعقیبوونکې ښځه وه او له فرصتونو یې ښه استفاده کوله. هغه لیکل او لوستل زده کړل او په خیاطۍ کې هم بده نه وه. مور یې په نهه کلنۍ کې هغې ته خیاطي ښودلې وه. د هغې د تجارت او سوداګرۍ په کاروبار هم سر خلاصېده او له همدې وړتیا یې د ژوند د بدلون لپاره کار واخیست.
د موخو ټاکلو ازادي
ککلي په یوه کلیواله سیمه کې پرمختګ وکړ، خو کله یې چې ارباب تیزنبورګ ښار ته مالونه لېږدول، يوه مهمه پېښه رامنځ ته شوه. ککلي د ۲۰ کلونو شاوخوا عمر درلود چې په ځان کې یې د کارفرما وړتیا پيدا کړه. د تیزنبورګ ډېری اوسېدونکي تور پوستي وو چې له دریو یوه برخه یې ازاد خلک وو. هغه ولیده چې غیر له تور پوستو ډېرې یې مجردې ښځې وې چې ځان ته یې کاروبار پيدا کړی و. ککلي پوه شوه چې کولای شي یوه بریالۍ خیاطه شي.
همدا دلیل و چې هغې د ځان لپاره موخې وټاکلې، هغه په هغه حال کې چې غلامه وه، بیا یې هم پرله پسې هڅې کولې او هر وخت به یې کار کاوه. یوازینۍ اندېښنه یې دېته وه چې کله به ازاده شي.
هغه کورنۍ چې دې ورسره ژوند کاوه، له سختو ستونزو تېرېده، ککلي نه یوازې د خپل ارباب؛ بلکې د ښار د ډېرو خلکو لپاره جامې ګڼدلې.
ککلي وايي: «ما په دوو کالو او پنځو میاشتو خیاطۍ کولو سره د اوو غړو لرونکې کورنۍ مصارف پوره کول.» هغې غوښتل چې مالي خپلواکۍ ته ورسېږي.
کله یې چې له ارباب سره د خپلې ازادۍ په اړه خبرې وکړې، هغه یې دا غوښتنه ونه منله او ورته وویل چې نور دا خبره په خوله رانه وړي. خو د ککلي موخې له هغې ډېرې پياوړې وې چې سړی د پرې حساب ونه کړي. هغې غوښتل چې په هر صورت وي، باید د خپل ځان او خپل زوی لپاره ازادي واخلي.
کله یې چې دویم ځل له خپل ارباب سره د خپلې ازادۍ په هکله خبرې وکړې، ارباب یې ورته وویل چې دا به هغه ته ۲۵ سیکې ورکوي، څو هغه د وړې کښتۍ په واسطه له سیند څخه پرې تېر شي او ځان ایلینوی ته ورسوي. ایلینوی هغه ایالت و چې هلته غلامي بیخي منعه وه، خو ککلي دا غوښتنه بیا هم ونه منله.
هغې یې ارباب ته وویل: «د دې ایالت د اصولو مطابق زه ستا غلامه او ته زما بادار یې. زه یوازې د همدې سیمې د قانون په تغیر سره کولای شم له تا خپله ازادي واخلم.»
بالاخره کله یې چې د ارباب د کورنۍ مالي وضعیت له سختۍ سره مخ شو، ارباب یې د ازادۍ قېمت ورته ۱۲۰۰ ډالره کېښود، چې د نن ورځې له ۲۵۰۰۰ ډالرو سره برابر دی. خو دا لوړ رقم بیا هم د ککلي د په شا کېدو سبب نه شو. هغه په دې فکر کې وه چې د دې اندازې پيسو د ګټلو لپاره کومه لار پيدا کړي. د هېڅ موخې قېمت او بیه د دې په اندازه درنده او سخته نه وه.
بالاخره ککلي دې پایلې ته ورسېده چې لاړه شي نیویارک ته او هلته له یوې خیریه موسسې څخه مرسته وغواړي، خو دا مهال یې په ځان کې دا کمال ونه لید. بالاخره هغو ښځو چې دې به جامې ورته ګنډلې، هرې یوې د خپل وس مطابق له هغې سره کمک وکړ.
د ۱۸۵۵ ز کال د نومبر په ۱۳مه الیزابت ککلي وکولای شوای چې هم د ځان او هم د خپل زوی لپاره ازادي واخلي. هغه د دغه خپل حالت په اړه وايي: «۱۲۰۰ ډالره مې جمعه کړل او بالاخره زه او زوی مې ازاد شوو. ازاد! ازاد! رښتیا چې ازادي څومره ښه کلمه ده، اوس دنیا راته ډېره روښانه شوه. ستورو راته نوی رنګ او روښنايي پيدا کړه، هو موږ ازاد شوو. خدای پاک پر موږ رحم وکړ، باوري یم، هغو کسانو چې له موږ سره یې زموږ په ازادولو کې مرسته کړې ده، حتماً به جنت ته ځي.»
د ښار هغو ښځو ته چې له ککلي سره یې د ټاکلې اندازې پیسو په پوره کولو کې مرسته کړې وه او هغې ته یې پیسې ورکړې وې، ککلي یوازې په دې شرط دا پیسې ترې اخیستې وې، چې وروسته له ازادۍ به یې بېرته ورکوي. ککلي په سن لوئیس کې پنځه کاله کار وکړ او خپل ټول پور یې ادا کړ.