آیا ستره محکمه د خلکو له عقیدې دفاع کولی شي؟
د کابل په کارته پروان سیمه کې میشت د “افغانستان د ستراتيژیکو مطالعاتو انستېتیوت” په ۱۲/۴/۱۳۹۹ نېټه یو راپور چې دوی ورته “تحقیق” وایي، د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت په روزنیز نصاب کې د “اسلامي رادیکالېزم”د شتون په اړه خپور کړ چې په هغه کې ادعا شوې چې په تعلیمي نصاب کې د اسلامي افکارو، احکامو او ارزښتونو شتون، زده کوونکي رادیکال کوي او د رادیکالېزم سبب ګرځي.
دغه راپور چې په pdf بڼه باندې ۱۳۲ پاڼې کیږي، له سره په دې راټول دی چې د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت د ښوونځیو په روزنیز نصاب کې د اسلامي افکارو او احکامو موجودیت، د دې باعث کیږي چې ماشومان/زده کوونکي رادیکال افکار خپل کړي او د اسلامي مفاهیمو شتون، په خپل ذات کې د اسلامي رادیکالېزم سبب ګرځي. دوی په ډانګ پيېله غوښتي چې د معارف نصاب دې د اسلامي مفاهیمو (افکارو/احکامو) له شتون څخه پاک شي او د معارف نصاب باید سیکولر ( غیر اسلامي) شي. ۳یم مخ.
راپور په خپله ۳۸مه پاڼه کې وایي چې: “ټول د ژبې او ادبیاتو کتابونه پښتو او دری د الله او د پیغمبر په حمد او ثنا پيلېږي. راپور زیاتوي چې دیني مسایل باید دیني کتابونو ته ځانګړي شي، نه ټولو کتابونو او ټول روزنیز نصاب ته. خو په افغانستان کې ټول تعلیمي نصاب کې دیني مسایل ځای پر ځای شوي دي”.
په ۳۹مه پاڼه کې وايي: “انځورونه، اشکال او نښې، تر ډېره دیني بڼه لري. د انسان فردي او جمعي حافظه داسې ده چې اشکال او انځورونه ژر عکاسي کوي او ذهن ته یې سپاري. راپور زیاتوي چې دغه اشکال او انځورونه کرار کرار د ټولنې فردي او جمعي حافظې ته انتقالیږي او زده کوونکي بیا له نورو سره په خدای باورۍ، اعتقاد او جزمیت سره تعامل کوي، ، د دې په ځای چې د استدلال، تفکر او تعقل په ژبه خبرې وکړي”. مانا دا چې له ماشوم څخه مسلمان/مومن جوړیږي، نه یو سیکولر او نامسلمان.
د راپور لیکوال په ډېر صراحت او سپین سترګۍ سره د اسلام صریحو او قطعي احکامو ته اهانت کوي او وایي چې د دغو مسایلو شتون، د دیني رادیکالېزم سبب ګرځي. د بېلګې په توګه، د ۴۶م مخ په درېیم پراګراف کې لیکي: “په پورته نقل قولونو کې موږ د افغانستان د معارف نصاب کې د دیني رادیکالېزم له بشپړې کڅوڼې سره مقابل یو چې له امر باالمعروف او نهی عن المنکر څخه شروع او په جنګ او جهاد ختمېږي”.
په ټوله کې دغه راپور په دې راټول دی چې اسلام او د اسلامي افکارو او احکامو شتون د معارف نصاب کې دیني-اسلامي رادیکالېزم او د رادیکالېزم سبب کیږي. دوی په سپینه وړاندیز کوي چې د معارف له نصاب څخه دې اسلام او د هغه مفاهیم لرې شي او نصاب دې په ټوله مانا غیر اسلامي او سیکولر شي.
جالبه خو دا ده چې انستېتیوت خپل دغه مزخرف، له کینې او تعصبه ډک او پروژه اي راپور ته د تحقیق نوم ورکړی دی. د اجیرو او سیکولرانو لپاره هر هغه شی/څیز تحقیق او مطلق حق/واقعیت ښکاري، هغه چې په امریکا او اروپا کې رواج وي.
انستېتیوت له دې غافله دی چې اوس خو هیڅ قطعي شی په دنیا کې نشته. هره طبیعي او اجتماعي پدیده تغییر منونکې او بدلیدونکې ده. حتی ساینس او ساینسپوهان په ډېرو مواردو کې د نظر اختلاف لري. یوه ډله یوې نتیجې ته رسیدلې وي، بله ډله یې بلې نتیجې ته. تر ټولو ښه او وروستۍ نمونه یې د کرونا ناروغۍ د درملنې او درملو په اړه ده.
دا له کینې، کرکې، عداوت او تعصبه ډک او پروژه اي راپور له خپریدو سره سم، په ټول هیواد کې غوغا جوړه شوه او د ټولنې مختلفو اقشارو لکه: علماوو، سیاستوالو، لیکوالانو، د پارلمان غړو توند غبرګون وښود او د دې راپور د جوړوونکو او خپروونکو د محکومولو تر څنګ، د دوی د عدلي او قضایي تعقیب غوښتونکي شول او حتی د ولسي جرګې لخوا څخه استجواب ته را وغوښتل شول او رسماً څارنوالۍ ته معرفي شول.
د انستېتیوت (د افغانستان د ستراتيژیکو مطالعاتو انستېتیوت) مشران د ولس او پارلمان له توند غبرګون سره له مخ کېدو وروسته، یاد راپور له شاوخوا ۱۸ ورځو (د چنګاښ له ۱۲مې-۳۰مې، ۱۳۹۹کال) وروسته چې په خپل رسمي ویب سایټ (https://aiss.af/persian/) کې خپور کړی و، له خپل ویب سایټ څخه لرې کړ.
د نوموړي انستېتیوت مشرتابه، د یوه رسمي مکتوب له لارې چې د ولسي جرګې او د هغې د رییس عنواني صادر شوی، په ډېره سپين سترګۍ د یاد راپور له خپرولو، لیکلو او محتوا څخه انکار کړی او هغه یې د یوه خصوصي پوهنتون د ماسټرۍ تیزس ګڼلی دی. دا په داسې حال کې ده چې یاد راپور د همدغه انستېتیوت له رسمي ویب سایټ څخه په سلګونو کسانو ډانلوډ کړ، ویې لوست او غبرګون يې ور باندې وښود.
دا یو مشهود جرم دی. مشهود جرم هغه وینا/عمل دی چې په عام محضر کې شوی وي او ډېرو خلکو لیدلی/اورېدلی وي. د دوی راپور خو ډېرو خلکو نه، بلکې ټولې نړۍ ولید او ویې لوست.
انستېتیوت او مشرتابه یې د افغانستان د ۳۳ میلیونه نفوس عقیدې او مقدساتو ته توهین او سپکاوی کړی دی. ځکه چې اسلام د افغان ولس تاریخي او عملي هویت/عقیده دی. د افغانستان د جزا کوډ د ۳۲۵مې مادې له مخې (هغه شخص چې د اسلام د سپیڅلي دین معتقدات یا حکمونه توهین یا تحریف کړي، په متوسط حبس محکوميږي)، دغه اداره باید بنده او لوړ پوړي مسوولین یې په سخته جزا محکوم شي.
موږ په دې پوهیږو چې انستېتیوت یو اجیر او کرا شوی بنسټ دی چې د افغان حکومت او په کابل کې میشت د اروپایي او امریکایي سفارت خونو او نورو ادارو لخوا یې سیاسي، فکري او مالي ملاتړ کیږي. که چیرته افغان حکومت د دې اجیر او اسلام ضد مرکز ملاتړ نه کولی، نو دوی به هیڅ کله هم د افغان ولس عقایدو او مقدساتو ته سپکاوی نه و کړی.
خو له دې سره سره، دا د افغان پارلمان او سترې محکمې شرعي او اخروي مکلفیت دی چې دغه بنسټ او مشرتابه یې محاکمه او تر ټولو سخته سزا باندې محکوم کړي. ځکه دوی دومره ستر جنایت کړی چې شاید د افغانستان په تاریخ کې چا نه وي کړی. دغه انستېتیوت ۳۳ میلیونه افغان ولس او د دوی عقایدو او مقدساتو ته توهین کړی، نو تر دې ستر جنایت چېرته دی؟
خو د افغانستان مسلمان ولس باید په یاد ولري چې دا به په خپل ذات کې د سیکولرانو او د غرب د فکري بندګانو لومړی او وروسته اهانت، تعرض او تحریف نه وي چې د اسلام په وړاندې یي کوي. د دغو خلکو له نظره، اسلام ټول رادیکالېزم او هر مسلمان رادیکال دی. دوی په اصل کې د اسلام نابودۍ ته ملا تړلې، خو دا چې اوس هم په افغان ټولنه کې اسلام او مسلمانان اکثریت او قدرت من دي، نو خپله اصلي څېره پټه ساتي.
که زموږ مسلمان ولس او هر وګړی یې د سیکولریزم او د اسلام د فکري او فرهنګي نابودۍ د روان توپان په ضد و نه دریږي، لرې به نه وي چې بله ورځ مو په ستوني پښه کیږدي او موږ د چغې د پورته کولو صلاحیت/قدرت ونه لرو.