د شتمنو خلکو یو راز دا دی چې خطر قبلوي. دوی پر هغه څه چې پانګونه کوي، ورسره يو ځای خطر هم قبلوي، ځکه ګټه په تاوان کيږي. څېړنو ښودلې ده هغه کسان چې نه شتمن کيږي، شپږ سلنه مالي رېسک قبلوي، خو برعکس هغه کسان چې نن د شتمنۍ خاوندان دي، له ۵۰ سلنې یې زیات رېسک قبول کړی دی. هغه کسان چې خپلې شتمنۍ نه شي ساتلی او یا هم نه شي شتمن کېدای، دوی ۷۸ سلنه خپل ژوند پر هغو ټلوېزیوني خپرونو پورې تړلی دی، چې د نورو خلکو خصوصي ژوند پکې څېړل کيږي او یا هم هسې بوختوونکي سریالونه پکې خپريږي. خو په ټوله کې شتمن خلک خپل وخت پر دې ډول پروګرامونو نه تېروي، کېدای شي په ټوله ورځ کې یو ساعت ټلوېزیون وګوري. دغه ډول د انټرنېټ په برخه کې هم. دوی په ټوله ورځ کې یو ځل مجازي نړۍ ته سر ورښکاره کوي، خو که یې کار پر انټرنېټ پورې تړلی وي، بیا یې دا د کار یوه برخه بلل کېدای شي.