دا چې اوس بین الافغاني خبرې په دوحه کې جریان لري، د نورو بدلونونو په شان، د پاکستان او طالبانو تر منځ اړیکې هم مخ د یوه نوي تکامل په لوري دي. دلته یوه بله د بحث وړ خبره دا ده چې د افغانستان د سولې لاره نوره له اسلام آباد څخه نه تېریږي. د افغان سولې په اړه له بین الافغاني خبرو څخه وړاندې د طالبانو د مشرتابه په کچه ادلون بدلون وښودله چې طالبان نور په دې هڅه کې دي، چې د پاکستان له سیوري څخه ځانونه را وباسي. د طالبانو مشري د خپل سیاسي مشروعیت په ځواکمنولو کې ده، په ځانکړې توګه له امریکایانو سره د فبروري میاشتې د هوکړې په برخه کې د دوی دا هڅه له ورایه ښکارېدله او بل دا چې دوی غوښتل څو نور د پاکستان د نیابتي جګړهمارو ټاپه له ځانه پاکه کړي.
دا چې پاکستان په افغانستان کې د خلکو تر منځ یو ښه تصویر نه لري، له طالبانو سره د دوی دا ډول اړیکې لرل به د پاکستانیانو اعتبار نور هم ور خراب کړي. حتی تر دې مهاله د طالبانو د اقتصادي استقلالیت جوړښت له ستراتیژیک اړخه د پاکستان غوښتنو ته ځواب ویونکی پاتې شوی دی. دلته یوه بله خبره هم په زړه پورې ده چې د بین الافغاني مذاکراتو نور پړاوونه به په اسلام آباد کې نه؛ بلکې د ناروې په اوسلو، د ازبکستان په تاشکند او یا د قطر په دوحه کې وي. د طالب- امریکا د هوکړې پر مهال د پاکستان د مرکزي رول پر خلاف، د بین الافغاني خبرو پر مهال به هم د پاکستان دا ډول مرکزي رول لوبول بې برخې وي، د پاکستان رول به لکه د سیمې د هیوادونو په شان یوازې د یوه اسانتیا برابروونکي په شان وي.
د اوس لپاره پاکستان د افغانستان د فعلي حالت په برخه کې نه غواړي چې د سپټمبر له پېښې مخکې په شان موقع یو ځل بیا را منځ ته شي، پاکستان دا هیله لري چې طالبان د افغانستان په اوسني جوړښت کې ور دننه شي. د پاکستان فکر اوس د دوو انتخابونو تر منځ خراب دی، ایا امریکایان به په یو وار له افغانستان څخه ووځي او که د افغان سولې لپاره به یو ځواکمن ضامن پیدا نه شي؟ واک ته د طالبانو په یوه داسې ډول رسېدل چې هر څه به د دوی تر واک لاندې وي، د دې لامل شي چې دلته په افغانستان کې د دوی مورال زیات ځواکمن شي او هلته په پاکستان کې به د جهادي ډلو ټپلو د ځواکمنېدو لامل هم شي او له طالبانو سره د همدردۍ له امله به د دیوبندي مدرسو د راډیکاله خوځښتونو یو نوی موج را ولاړ کړي. په تېرو څو میاشتو کې طالب مشرانو څو داسې ګامونه اخیستي دي چې پر پاکستان د تکیې کول به تر ټولو کمې کچې ته ورسول شي. په دې برخه کې د ملا یعقوب چې د ملا عمر مشر زوی دی، د دوی د نظامي کمېسیون د مشر په حیث ټاکنې ته کیدای شي ګوته ونیول شي. ملا یعقوب د طالبانو تر منځ د ځوان نسل استازیتوب کوي، نوموړی داسې کس نه دی چې په پاکستان کې اوسېدلی وي او نه هم یو داسې کس دی چې د پاکستان کوم بار پر خپلو اوږو یوسي. د ملا عبدالحکیم اسحاقزي ټاکنه هم دې ته یوه ورته پېښه ده، عبدالحکیم اسحاقزی د دوی مخکینی قاضی القضات او اوس د بین الافغاني خبرو د هیئت مشري کوي. عبدالحکیم اسحاقزی د محمدعباس ستانکزي هغه کس چې پاکستان ته زیات نږدې دی، ځایناستی شو. پر دې چوکۍ د عبدالحکیم اسحاقزي ټاکل نه یوازې دا چې د طالبانو سخت دریځي په ګوته کوي؛ بلکې دا څرګندوي چې دوی به د شریعت پر تطبیق له چا سره معامله هم ونه کړي. دې ته په ورته ډول طالبانو له کابل څخه غوښتنه وکړه څو په راتلونکي کې د دوی خوشي کړای شوي بندیان قطر ته واستوي، دوی همدارنګه خپله رهبري شورا په افغانستان، قطر او پاکستان کې سره ووېشله، دا ټول د دې څرګندويي کوي چې دا ډله نور خپل ځان د اسلام آباد له ملاتړ څخه ازادوي.
د پاکستان او طالبانو اړیکې د همیشه لپاره نرمې او بدلون منونکې پاتې شوې وې، دا د دې له امله وې څو پاکستان پر دې ډله یو ډول واک وساتلی شي. پر یاده ډله د پاکستان تاثیر لرل هغه مهال تر ټولو لوړې کچې ته ورسېد، چې کله دا ډله له سیاسي اړخه د کوم څه په تر لاسه کولو کې تر ټولو کمزوري او مردود حالت ته ورسېدله. هغه مهال د دوی تر منځ اړیکې د ورورۍ او رښتینولۍ پر بنست نه وې، بلکې هغه مهال د دوی تر منځ اړیکې پر دې بنسټ جوړېدې چې چا ته څومره ګټه رسیږي او هر څوک د ځان لپاره کوم بدیل لري.
د پاکستان – طالبانو اړیکې هغه مهال مخ په بدلېدو شوې چې کله طالبانو په هېواد کې بریا تر لاسه کړه، سیمې یې تر کنټرول لاندې راوستې، سیاسي نفوذ او مالي استقلالیت یې تر لاسه کړ. هغه مهال د پاکستان له لوري پر طالبانو نفوذ د دې له امله و، چې دوی ته یې خوندي ځای برابر کړی و، خو دا نفوذ هغه مهال کم شو چې دې ډلې په افغانستان کې پراخې ځمکې لاندې کړې. د طالبانو له لوري په افغانستان کې د زیاتو ځمکو لاندې کول په دې مانا وو، چې د ځان لپاره زیات پټنځایونه ولري او پر پاکستان لږ اتکا وکړي. په ورته شکل اوس په قطر کې د طالبانو د دفتر افتتاح دوی ته دا موقع په لاس ورکړه، چې خپلې اړیکې لا هم پراخې کړي او د سیمې له هیوادونو لکه له چین، روسیې او ایران سره اړیکې وپالي. دې هیوادونو هغه مهال د خپلو اړیکو دروازې د طالبانو پر مخ پرانیستې، چې کله په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې داعش سر را پورته کړ او د خراسان په نوم یې یو ولایت تشکیل کړ. دا هیوادونه په دې پوهیدل چې د داعش خراسان ولایت ظهور د دوی د ملي امنیت او بهرنيو تجارتي موادو د ورتګ لپاره یو ګواښ دی، دا ګواښ د دوی د اقتصادي ودې لپاره لکه د شترنج د چیک مات د اخطار په مانا و.
په پخوا وختونو کې د پاکستان امنیتي ادارو د طالبانو د اعمالو د تنظیم په خاطر یو ډول مرکب اعمال لکه د تبعیض او نیول تر سره کول، څو طالبان د دوی له خوښې سره سم همکارۍ ته مجبور کړي. د بېلګې په توګه، په ۲۰۱۰ کال کې یې ملا عبدالغني برادر، د ملا عمر مرستیال ونیو، هغه هڅه کړې وه څو په یو اړخیزه توګه د نارویژي ډیپلومات کای آیده له لارې له افغان جمهور رییس حامد کرزي سره د خبرو لپاره په اړیکه کې شي. دې ته په ورته پېښه کې په ۲۰۱۴ کال کې پاکستان د طیب آغا دوه وروڼه په موقته توګه له دې امله ونیول، چې له آی اېس آی پرته یې په مستقیمه توګه له امریکا سره خبرې کول غوښتل. د یادو ټولو پېښو پر خلاف پاکستان په ۲۰۱۵ کال کې طالبان په دې وګواښل که له کابل سره خبرې پیل نه کړي، له پاکستان څخه به وشړل شي. هغه مهال دا ډله د دې پر ځای چې د پاکستان ګټو ته اوږه ورکړي، دې ته تیاره وه چې له پاکستان څخه ووځي. دا بېلګې څرګندوي چې دا ډله همیشه غواړي چې له پاکستان څخه د خپلواکۍ پر لاره روانه وي.
د سږ کال د مې په میاشت کې داسې آوازه خپره شوه چې طالبانو په صراحت سره د کشمیر په جګړه کې له ګډون څخه انکار کړی و، وروسته بیا امریکا وویل چې له افغانستان څخه په ټولیز ډول خپل ځواکونه وباسي، دا ټول ښيي چې طالبان نه غواړي په راتلونکي کې د هند-پاکستان نیابتي جګړو کې ښکېل شي. د ټولنیزو رسنیو یادو آوازو ته په ځواب کې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین یو ځل بیا په دې ټکي ټینګار وکړ، چې د طالبانو پالیسي دا نه ایجابوي چې د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.
له دې علاوه، د پاکستان له ټولو شکایتونو او سر ټکولو سره سره، افغان طالبانو هېڅکله هم د پاکستاني طالبانو (TTP) پر خلاف په افغانستان کې له خپلو پټنځایونو څخه کوم عمل نه دی تر سره کړی. د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي له خپلو پټنځایونو څخه خپلو بریدونو ته دوام ورکوي. د دې ټولو پر خلاف، هغه مهال چې کله د داعش خراسان ډلې د تحریک طالبان پاکستان له پڼځایونو څخه سر را پورته کړ او د افغان طالبانو د واکمنۍ ایډیالوژي یې وګواښله، سخت ځواب ورکړل شو. طالبانو د تحریک طالبان پاکستان ډلې دا کار په خپلو چنو وهلو کې له پاکستان سره د یوه دلیل په ډول وکاراوه.
په دوحه کې د بین الافغاني خبرو له هر راز نتایجو سره سره، پر طالبانو د پاکستان نفوذ به لا هم کمېږي. دې ته په کتو سره، پاکستان باید د افغانستان له هرو قومي او سیاسي ډلو سره د خپلو اړیکو لاره خپله کړي او یو ځل بیا د وړو او امنو لارو پرانیستلو له لارې د یوې هر اړخیزې پالیسۍ پر لوري ګامونه پورته کړي.
دا مقاله د امریکا نشنل انټرسټ مجلې، د طالبانو د تحریک د اوسني وضعیت په اړه خپره کړې ده. د دې مقالې لیکوال عبدالباسط دی، نوموړی په سنګاپور کې د راجاراټرام د نړیوالو مطالعاتو څېړونکی دی.