روانډا د افریقا د لویې وچې په منځنۍ برخه کې د ختیځو طول البلدونو د ۲۹ او ۳۰ درجو او د جنوبي عرض البلدونو د ۱ او ۲ درجو ترمنځ موقعیت لري. پراخوالی یې ۱۰۱۳۰ کیلو متره مربع دی او له دې پلوه د نړۍ ۱۴۹م لوی هېواد دی. شمال ته یې یوګندا، سوېل ته یې برونډي، ختیځ ته یې تانزانیا او لوېدیځ ته یې کانګو او د کیوي جهیل موقعیت لري.
روانډا د استوا له کرښې سره د نږدېوالي له کبله توده استوایي هوا لري.
روانډا د افریقا ډېر کوچنی او په وچه پورې تړلی هېواد دی چې له اوبو سره ګډه پوله نه لري. د روانډا ۹۷ سلنه خاوره د سمندر له سطحې څخه ۱۰۰۰ متره جګوالی لري. د سمندر له اوبو څخه د دغه هېواد د خاورې جګوالی له ختیځ څخه لوېدیځ لور ته ورو ورو کمېږي. د روانډا شمالي سیمې غرنۍ او سوېلي سیمې یې له سمندر څخه له لرېوالي سره سره په ګڼو ځنګلونو پوښلې دي.
د دغه هېواد پلازمېنه د کیګالي ښار دی. د ټولو وګړو شمېر یې څه باندې ۱۲ میلیونو تنو ته رسېږي چې په هر کیلو متره مربع سیمه کې یې ۴۶۰ تنه ژوند کوي.
د روانډا ۲۵ سلنه وګړي په ښارونو کې ژوند کوي او پاتې ۷۵ سلنه نور یې بیا په کلیو او بانډو کې مېشت دي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول عمر کې د پنځو ماشومانو د درلودلو اجازه لري.
روانډا د اداري وېش له پلوه په څلورو ولایتونو او یو ښار وېشل شوې ده. بوتارا، ګیتاراما، ګیسیني، بیامبا او کوبنیګو یې لوی او مشهور ښارونه دي.
۸۵ سلنه وګړي یې تور پوستي او ۱۵ سلنه نور یې توتسي نژاده دي. ۸۳ سلنه وګړي یې مسیحیان، ۷ سلنه یې مسلمانان او پاتې نور یې د بېلابېلو دینونو پیروان دي. رسمي ژبې یې فرانسوي او انګلیسي او لیکدود یې لاتیني دی.
د روانډا اساسي قانون د ۱۹۹۵ ز کال د مې په پنځمه نافذ شوی چې د ۲۰۰۳ ز کال د مې په ۲۶مه په یوه ټولپوښتنه کې پرې نوې کتنه وشوه.
په روانډا کې ولسمشر د خلکو له خوا د اوو کلونو لپاره ټاکل کېږي او دوه ځلې کار کولای شي، خو د کابینې وزیران او لومړی وزیر د ولسمشر له خوا په دنده ګومارل کېږي.
د روانډا ملي شورا دوې جرګې لري؛ مشرانو جرګه ۲۶ غړي لري، ۱۲ یې د سیمه ییزو شورا ګانو له خوا، اته یې د ولسمشر، څلور یې د سیاسي ګوندونو او دوه نور یې د لوړو زده کړو د استادانو له خوا ټاکل کېږي. دویم د مرستیالانو ټولنه چې ۸۰ غړي لري؛ ۵۳ یې د خلکو په خوښه، ۲۴ ښځې د سیمه ییزو شوراګانو او مدني ټولنو له خوا، درې یې د ځوانانو او معیوبینو د ټولنو له خوا د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي.
د روانډا ملي شورا اووه کاله کار کوي. په دغه هېواد کې د رایې ورکولو سن ۱۸ کاله او رایه ورکول پکې عمومي دي.
د روانډا حقوقي نظام د المان او بلجیم په مدني قوانینو او د خلکو په عنعنوي دودونو ولاړ دی. د استیناف محکمه د روانډا تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی.
د روانډا د جمهوریت عالي محکمه، سوداګریزه محکمه او ګڼ شمېر منځنۍ او لومړنۍ محکمې او یوه لوړه پوځي محکمه هم لري.
د سن ترست ولسواک ګوند، جمهوري غوښتونکی ګوند، ولسواک اسلامي ګوند، روانډایې هېواد پاله جبهه او د روانډا سوسیالېست ګوند د دغه هېواد له مخکښو ګوندونو څخه دي.
روانډا د ۱۹۶۲ ز کال د جولای په لومړۍ نېټه له بلجیم څخه خپلواکي ترلاسه کړه، نو له همدې کبله د جولای لومړۍ نېټه هر کال په دغه هېواد کې د خپلواکۍ د ورځې په نوم نمانځل کېږي. دغه راز روانډا په ۱۹۶۲ ز کال کې د ګڼو نړیوالو ټولنو ترڅنګ د ملګرو ملتونو غړیتوب هم ترلاسه کړ.
د روانډا ۹۰ سلنه خلک په داسې کرنه بوخت دي چې یوازې د ځان لپاره لومړني خوراکي توکي برابروي. له دې وروسته د ځینو کاني موادو ایستل او هغه صنعت د یادولو وړ دی چې خوراکي توکي پروسس کوي.
سیلانیان، کاني توکي، قهوه او چای د روانډا د صادراتي عوایدو مهم اقلام بلل کېږي. دغه راز د روانډا د کاني توکو صادرات په نړیوال مارکېټ کې ښه دي.
په ۱۹۹۴ ز کال کې د روانډا کورنۍ جګړې د دغه هېواد اقتصادي بنسټونه ونړول او د دغه هېواد خلک یې خورا بېوزله کړل. د روانډا ښځو په دغه جګړه کې ډېر زیانونه ولیدل. جګړو په دغه هېواد کې د پانګونې لپاره د کورنیو او بهرنیو سوداګرو علاقمندي هم کمه کړه.
له جګړو څخه وروسته د روانډا دولت په هېواد کې د سیاسي ثبات او د اقتصاد د بیاغوړولو لپاره ګړندي ګامونه اوچت کړل. ناخالص کورني تولیدات زیات او انفلاسیون کم شو. شمېرې دا په ډاګه کوي چې له ۲۰۰۳ ز کال څخه تر ۲۰۱۰ ز کال پورې د روانډا کورنیو ناخالصو تولیداتو هر کال اووه سلنه وده کړې او انفلاسیون له ۴۰ او ۲۰ څخه ۷ او ۶ سلنې ته راټیټ شوی.
له دې ټولو سره سره د روانډا نیمایي خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او د کرنې سکټور د خلکو د اړتیا وړ خوراکي توکي نه شي برابرولی. روانډا په تېرو ۱۲ کلونو کې له ای اېم اېف او نړیوال بانک څخه مرسته تر لاسه کوي او ای اېم اېف د روانډا حکومت د ښو اجراأتو له کبله د هغو هېوادونو په لېست کې شامل کړ چې د ډېرو مرستو د لګولو وړتیا لري.
د روانډا حکومت هڅه کوي چې د لاندې کارونو له لارې خپلې ستونزې هوارې او د خپلو بېورلو خلکو ژوند ته بدلون ورکړي. د ښوونې او روزنې پرمختیا، د بنسټیزو پروژو جوړول، د بازار د اقتصاد د اساساتو پلي کول، پانګونې ته د کورنیو او بهرنیو پانګوالو هڅول او د مناسبو لویو لارو جوړول.
د دغه هېواد د ناخالصو کورنيو تولیداتو کچه ۱۷ میلیارده ډالره او د سړي سر کلني عاید کچه یې ۷۵۴ ډالره اټکل شوې ده.
د دغه هېواد کلني عواید دوه میلیارده ډالرو او لګښتونه یې ۲.۱۵ میلیارده ډالرو ته رسېږي.
د کاني موادو استخراج، د خوراکي توکو پروسس، برېښنا، لرګي، موبل او فرنیچر، ټوکران، پلاستیکي توکي، بوټونه، صابون، سګرېټ، سمنټ او راډیوګانې د دغه هېواد په صنعت کې مهم رول لري.
د روانډا ۵۰ سلنه ځمکه د کرنې وړ ده. ۱۷ سلنه ځمکه یې څړځایونو، ۱۵ سلنه ځنګلونو او پاتې نوره غرونو، بېدیاوو، سیندونو، ښارونو او د هستوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده.
د دغه هېواد ۹۰ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې په کار بوخت دي او د هېواد ۳۴ سلنه ناخالص کورني تولیدات له همدې سکټور څخه لاسته راځي. لرګي، غنم، پنبه، جوار، وریجې، قهوه، چای، حبوبات، کچالو، خرما، مېوې، سابه، غوښه، لبنیات، هګۍ او واښه د روانډا د کرنې او څارویو مهم محصولات بلل کېږي.
سره زر، سپین زر، مس، الماس، اوسپنه او طبیعي ګاز د دغه هېواد له لویو او مهمو کانونو څخه دي.
بلجیم، کینیا، یوګندا، عربي متحده امارات، چین، هند او تانزانیا د دغه هېواد له لویو سوداګریزو شریکانو څخه دي. دغه هېواد لس هوایي ډګرونه لري چې شپږ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي.
د ټلیفون کوډ نمبر یې ۰۰۵۲۰ او د انټرنېټ کوډ نمبر یې آر ډبلیو دی او پنځه لکه وګړي یې انټرنېت ته لاسرسی لري.
روانډا یو ټلوېزیون او یوه راډیو لري چې په دولت پورې اړه لري او په ټول هېواد کې اورېدل کېږي، خو خصوصي برخه یې ۱۴ راډیوګانې لري. د دې ترڅنګ په روانډا کې پنځه ورځپاڼې او ۲۵ اونیزې او مجلې شته. په دغه هېواد کې هر کال هر سړی په منځنۍ توګه یو کیلو ګرام کاغذ د لیکلو، لوستلو او خپرولو لپاره لګوي چې ډېر ټيټ رقم دی.
روانډا د ناخالص کورني تولید او سړي سر کلني عاید له کبله د افریقا او نړۍ له وروسته پاتې هېوادونو څخه شمېرل کېږي. د دغه هېواد ۸۰ سلنه ښځې او نارینه په لیک او لوست پوهېږي. زده کړه په روانډا کې له ۷ نه تر ۱۵ کلونو د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره وړیا او جبري ده او هر هلک او نجلۍ په ژوند کې په منځنۍ توګه ۱۱ کاله په درس کې تېروي.
د روانډا اوسنۍ خاوره څو پېړۍ مخکې د اوسني بورونډي د هېواد په ګډون لومړی د تور پوستو لخوا او وروسته د بانتو هوتوس د اقوامو له خوا د ژوند او هستوګنې لپاره غوره شوه. په ۱۵مه پېړۍ کې توتسې په نوم قوم له ایتوپیا څخه دغه سیمې ته وکوچېد، هلته مېشت شو او ورو ورو په نورو قومونو لاسبری شو.
د ۱۹مې پېړۍ په پای کې روانډا ته د اروپایانو پام واوښت. په ۱۸۹۴ ز کال کې المان دغه سیمه ونیوه او هغه یې په ختیځه افریقا کې له خپلو نورو متصرفاتو سره یو ځای د المان ختیځه افریقا ونوموله. د لومړۍ نړیوالې جګړې په وخت کې بلجیمي پوځونه روانډا ته ننوتل. په ۱۹۴۶ ز کال یا د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې د ملګرو ملتونو ټولنې هم په روانډا او بورونډي باندې د بلجیم قیمومیت په رسمیت وپېژانده. له دې پېښو سره جوخت د روانډا د ملي خپلواکۍ غورځنګ منځته راغی او ورو ورو پیاوړی شو. په همدې کال کې د اکثریت قومي ډلې، هوتو جنګیالیو د روانډا توتسي پاچا موتاري وټاکه. له دې وروسته د هوتو او توتسي قبایلو ترمنځ داسې خونړۍ دښمني پیل شوه چې تر اوسه په لکونو خلک پکې وژل شوي او ډېر مهاجر شوي دي. نوي پاچا سمدلاسه له بلجیم څخه د خپل هېواد د بشپړې خپلواکۍ غوښتنه وکړه. روانډا او بورونډي او د هغه ګاونډي کانګو تر ۱۹۶۱ ز کال پورې د بلجیم له خوا اداره کېدل. په وروستیو کلونو کې په دې دریو هېوادونو کې د خپلواکۍ غوښتنې احساسات ډېر شول او د هوتو قوم موقتي حکومت جوړ شو او د ملګرو ملتونو د افریقایي هېوادونو او په دې لړ کې د روانډا له خپلواکۍ سره مرسته وکړه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو اړیکو په کتاب کې د روانډا نوم نشته، نو له همدې امله دغه دواړه هېوادونه په خپلو کې هېڅ راز اړیکې نه لري.
له افغانستانه تر روانډا پورې د هوا له لارې فاصله ۵۶۱۳ کیلو مترو ته رسېږي. دغه راز د کابل او کیګالي ترمنځ د وخت توپیر هم دوه نیم ساعته دی.