د چين د وارداتو درېيم نړيوال نندارتون به د نومبر له ۵مې د همدې میاشتې تر ۱۰مې په شانګهای کې تر سره شي. چين به په دغه نندارتون کې د بېلابېلو هېوادونو تصديو ته د ګډون بلنې ورکړي او غواړي چې د دغه نندارتون په رڼا کې نړۍ ته خپل بازار لا پراخ کړي او له نړيوالو سره د اقتصادي پرمختګ ګټې شريکې کړي.
چين په نړۍ کې د دویم لوی اقتصاد په توګه د کابو ۱۲۰ هېوادونو او سيمو ډېر لوی سوداګريز ملګری ګرځېدلی او د چين د وارداتو اندازه د نړۍ په عمومي اندازه کې ۱۱ سلنه نيسي، چې دغه رقم په تېرو مسلسلو ۱۱ کلونو کې په نړۍ کې دویم مقام نيولی دی. دغه راز چين په نړيوال توليدي ځنځير کې يو مهم برابروونکی هم دی. د يو کمربند او یوې لارې د ګډې ابادۍ د وړانديز او د بشريت د ګډ برخليک ټولنې د مفکورې له پلي کولو سره سم د چين او نړۍ تر منځ تماسونه لا نږدې شوي دي. د ۲۰۲۰ کال تر جنوري پورې چين د یو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په چوکاټ کې له ۱۳۸ هېوادونو او ۳۰ نړيوالو سازمانونو سره همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي.
چين او افغانستان يو له بل سره ښه ګاونډي او دوست هېوادونه دي. په ۲۰۱۶ کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ يادښت لاسليک شو او وروسته تر دې د سياست، اقتصاد او کلتور په برخو کې دوه اړخيز تګ راتګ ګام په ګام د زياتېدو په حال کې دی. په تېرو څو مسلسلو کلونو کې چين د افغانستان دویم وارداتي هېواد او درېيم صادراتي هېواد ګرځېدلی دی. د چين او افغانستان تر منځ د مالونو لېږد رالېږد، د اورګاډيو چارې او د اورموچي او کابل تر منځ مستقيم پرواز د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د پياوړتيا لپاره ښه زمينه برابروي. د دې تر څنګ، چين ته د جلغوزيو، زعفرانو او غاليو په ګډون د افغانستان د ځانګړو توليداتو صادرات هم پياوړي شوي، چې دا د افغانستان بزګرانو او سوداګرو ته ښې ګټې وړاندې کوي. د چين د اقتصاد چټک پرمختګ او په چين کې لوی بازار د افغانستان د اقتصاد د پرمختګ لپاره ښه فرصت دی.
د ۲۰۲۰ کال په دویمه ربعه کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي حجم د زياتوالي انډول درې اعشاريه دوه سلنې ته رسېدلی او په دې مناسبت چين په نړۍ کې لومړی اقتصاد ګرځېدلی، چې اقتصاد يې له نرمېدو څخه فعال شوی دی. د چين د سږ کال د ملي جشن او سپوږمۍ اختر د رخصتۍ په موده کې د چين بېلابېلو ځايونو د تعقيم، څارنې او د سيلانيانو د شمېر د کنټرول په ګډون، د کوويډ- ۱۹ وبا پر ضد د تدبيرونو په نيولو سره د سيلانيزو چارو د پياوړتيا تدبيرونه نيولي دي، چې په چين کې د سيلانۍ د سمسورتيا لپاره یې ښه زمينه برابره کړې ده. چين د کلتور او سيلانۍ وزارت د تازه شمېرنې له مخې، د اکټوبر له لومړۍ تر څلورمې نېټې پورې په چين کې د سيلانيانو شمېر ۴۲۵ ميليونو ته رسېدلی چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله اته اويا اعشاريه څلور سلنې ته رسېدلی او سيلانيزې ګټې ۳۱۲ ميلياردو او شلو ميليونو يوانو (کابو ۳۱۲ ميلياردو او دوه سوه ميليونو افغانۍ) ته رسېږي، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله اته شپېته اعشاريه نهه سلنې ته رسېدلی دی. له دې څخه څرګندېږي چې د چين سيلانيزې چارې او اقتصاد د چټک دوباره اعاده کېدو په حال کې دی.
د چين د وارداتو نړيوال نندراتون هم د چين د سوداګريز جوړښت د اصلاح کولو او د کورنيو مشتريانو د اړتياوو د پوره کولو يوه کړکۍ ده او هم د چين د بازار او د بېلابېلو هېوادونو د تصديو تر منځ د لا نږدې نښلولو صحنه ده. چين د افغانستان د ښه دوست، ګاونډي او ملګري په توګه په پرله پسې توګه د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په چوکاټ کې د اسيا د زړه په حيث د مقام غوره والي د پياوړتيا لپاره له افغانستان سره مرسته کوي، څو د افغانستان په ګډون، بېلابېل هېوادونه د چین له چټک پرمختګ څخه ګټه واخلي. د چين د وارداتو نړيوال نندارتون به په دې برخه کې حتماً مهم رول ولوبوي.