د وسلهوالو طالبانو او افغان حکومت لخوا ټاکل شوي پلاوي د هغو څو لسیزو جګړو د پای ته رسولو په خاطر په قطر کې مخامخ خبرې کوي، چې افغانستان يې ویجاړاو په بهرنیو مرستو تړلی هېواد ګرځولی.
په دوحه کې له دغو خبرو سره جوخت د نړۍ د دې تر ټولو وژونکې شخړې حل ته لا هم ډېر واټن پاتې دی. این بي سي نیوز د طالب قوماندانانو او د افغان حکومت د خبرو له پلاوي او یوه پخواني لوړ پوړي ډیپلوماټ سره خبرې کړې دي، چې وګوري کوم خنډونه د شخړې د پای ته رسېدو مخه نیولی شي.
دواړې خواوې دا مهال د مذاکراتو لپاره د اصولو او طرزالعمل په اړه خبرې کوي او دا لا څرګنده نه ده چې دوی به کله پر اساسي مسلو باندې خبرې پیل کړي. د ځینو تحلیلګرانو د محتاطي مثبت ګرایۍ باوجود، حتی په دې لومړي پړاو کې دواړو لورو د افغانستان د حکومتواله د څرنګوالي په هکله متضاد نظریات څرګند کړي دي.
د واک لېږد
که طالبان د یوه داسې لنډمهاله (موقت) حکومت پر منځ ته راوړلو ټینګار وکړي، چې په کابل کې به موجوده اداره له منځه وړي، نو دا به ستونزه راپورته کړي. په هلمند ولایت کې د طالبانو یو قوماندان NBC نیوز ته ویلي چې دا ډله به د ولسمشر اشرف غني حکومت منحل او پر ځای به یې یو لنډمهاله (موقتي) حکومت جوړ کړي او طالبان به له اوسنيو افغان مشرانو سره له کار کولو ډډه وکړي. دا خبره لا تر اوسه روښانه نه ده چې ایا دا نظر د طالبانو د سیاسي مشرانو فکر منعکس کوي او که نه؛ خو له دا ډول نظریاتو داسې برېښي چې طالبانو ته په کابل کې د امریکا تر ملاتړ لاندې حکومت د منلو نه دی.
دغه طالب قوماندان د نورو طالب مشرانو په څېر د نوم د نه ښودلو په شرط خبرې وکړې؛ ځکه چې هغه رسنیو ته د نظر ورکولو اجازه نه درلودله. په عمومي توګه، طالبانو تل د اوسني افغان حکومت مشروعیت له په رسمیت پېژندلو څخه ډډه کړې او اشرف غني ته یې د یوه ګوډاګي په توګه کتلي.
په ورته وخت کې ولسمشر غني د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا دی به د لنډمهاله حکومت د منځ ته راوړلو لپاره له خپل قدرت څخه د طالبانو او یا امریکا په غوښتنه تېر شي او که نه؛ کوم ښکاره ځواب نه دی ورکړی او په دې اړه یې کومه وعده هم نه ده کړې.
ولسمشر غني د جون په میاشت کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې په یوه مجازي کنفرانس کې وویل: «زه د افغانانو په غوښتنه کار کوم، نه د طالبانو په امر او غوښتنه.» هغه زیاته کړه چې اصلي مسئله ولسمشري نه، بلکې جمهوریت دی.
ولسمشر د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې د لنډمهاله حکومت رامنځ ته کولو خبرې به لا تر اوسه له وخت څخه مخکې وي او زیاته یې کړه چې پخواني ولسمشر نجیب الله د خپل ژوند تر ټولو لویه غلطي دا وکړه چې له قدرت څخه یې د استعفا اعلان وکړ او همدا سبب شو چې د هغه مړی په کابل کې ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې په دار وځړول شي.
اوږدمهاله او هر اړخیز اوربند
د افغانستان د سولې مذاکراتي ټیم غړې، فاطمې ګیلاني وویل: «زموږ له نظره، په حقیقت کې اوربند تر ټولو اړینه موضوع ده. دا د افغانستان د خلکو غوښتنه ده.» آغلې ګیلاني همدا راز وویل، اوربند به له دواړو لورو سره مرسته وکړي چې پر یو بل باور وکړي او د جګړې په دواړو خواو کې به د افغانستان خلکو ته د ساه ایستلو فرصت برابر کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو درې قوماندانان او په دوحه کې د طالبانو د خبرو ډلې یوه غړي ویلي چې دوی ته اوربند تر هغه پورې د منلو وړ نه دی، څو چې د سولې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه وي شوی او یا حتی تر هغه چې د سولې موافقه په پوره توګه نه وي شوې.
روان حالت دا په ګوته کوي چې دواړې خواوې حتی یو لنډمهاله اوربند ته له رسېدلو څخه څومره لرې دي او په عین حال کی د دې ښکارندوی دی چې طالبان له جنګ څخه چې په مذاکراتو کې د دوی یو مهم امتیاز دی، د لاس اخیستو اراده نه لري. په دوحه کې د طالبانو د خبرو د ډلې غړي وویل: «که موږ جګړه ودروو، نو بیا د خبرو په اړه څه پاتې کیږي؟»
دا په داسې حال کې ده چې د روانې ویجاړوونکې جګړې د دوام په نتیجه کې، د عامو خلکو د مړینې شمېر مخ په زیاتېدو دی. د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۹ کلونو تر منځ، په افغانستان کې تر ۱۰۰،۰۰۰ د ډېرو کسانو د مړینې پېښې ثبت شوې دي.
جاني والش، د متحده آیالاتو پخوانی ډیپلوماټ او په بهرنیو چارو وزارت کې د افغان سولې پروسې لوړ پوړی سلاکار وايي: «دا یو څه د توجیه وړ ده چې په لنډ وخت کې به یو احتمالي اوربند دواړو لورو ته د اعتماد جوړونې یو ښه ممکن ګام وي.» خو هغه وویل چې طالبان د تاوتریخوالي یو اوږدمهاله او هر اړخیز پای ته رسیدل به د دوی تر ټولو لوی اقدام وي، چې دوی به یې په اړه په سمدستي توګه د موافقې کولو زړه ښه نه کړي.
کله چې د طالبانو د اوربند د دریځ په اړه وپوښتل شوه، آغلې ګیلاني وویل چې هغه د افغانستان د مذاکراتي ټیم هیله څرګندوي چې لومړی دې اوربند وشي. هغې زیاته کړه: «کله چې خبرې پیل شي، نو راځئ چي وګورو چې څه پېښېږي.»
راتلونکی افغانستان
د خبرو لپاره یو اساسي خنډ دا دی چې د مملکت نظام باید په کوم ډول واوسي. په غزني ولایت کې د طالب قوماندان په وینا: «موږ به د امارات نظام حاکم کړو.» هغه دولت ته په اشاره وویل چې یو مسلمان واکمن به يې اداره کوي او زیاته یي کړه: «یوازې دیني عالمان به د عالي شورا لپاره د غړو غوره کولو لپاره خپل نظر ورکړي. عالي شورا به بیا د اسلامي شریعت له مخې د هیواد د چارو د مدیریت لپاره تګلارې جوړوي.» هغه اسلامي قانون هغه قانون ښيي چې منبع یي قرآن کریم وي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، اسلامي نظام خپل «تعریف او جوړښت» لري او زیاته یې کړه چې د افغانستان دولت د پلاوي لږ تر لږه دوه غړي د اسلامي او تاریخي زده کړو د نه لرلو په سبب په دې موضوع نه پوهیدل. د والش په وینا، د طالبانو جګپوړي مشرتابه په عام ډول د اسلامي امارت د نظام په اړه څه نه دي ویلي، خو په عمومي ډول یې ویلي چې باید پراخ اسلامي نظام دلته حاکم وي. دا څرګنده نه ده چې دوی دا څرنګه تعریفوي او ایا د پردې تر شا دوی لاهم په پوره ډول د اسلامي امارت سیسټم د حاکمولو خیال لری او که نه.
د طالبانو ډېری استازي په دې اند دي چې ډیموکراسي په اصل کې له اسلام سره ټکر نه لري، مګر وايي چې دوی په ۲۰۰۴ کال کې له جوړ شوي اساسي قانون سره موافق نه دي، ځکه چې دوی یې [طالبان] په جوړولو کې نه وو شامل او د [بي ۵۲] بمونو په زور جوړ شوی قانون دی. دوی همدا راز ټینګار کوي چې «غربي قدرتونو دا اساسي قانون نافذ کړی.»
د ۲۰۰۴ کال اساسي قانون چې دولت پکې د اسلامي جمهوریت په توګه پیژندل شوی دی، د امریکا تر حملې او د طالبانو د نظام له چپه کېدو وروسته دا قانون تصویب شوی دی. د بحران نړیواله ډله، یوه داسې اداره ده چې د جنګونو د مخنیوي لپاره کار کوي، هغه راپور ورکوي چې د طالبانو غړي د ډیموکراسۍ په اړه متناقض نظریات لري. له بل لوري له اوسني افغان حکومت څخه په پراخه کچه تمه کیږي چې د جمهوریت پر دوام ټینګار وکړي.
افغان ولشمشر اشرف غني د جون په میاشت کې د اتلانتیک شورا او د متحده ایالاتو د سولې انسټېټیوټ لخوا په مجازي توګه جوړ شوي کنفرانس کې وویل، چې د افغان دولت د خبرو اترو ډله په دوو «اساسي نظرونو» همغږې شوې ده. هغه وویل: «یو یې د افغانستان اسلامي جمهوریت د یوه خپلواک، ډیموکراټیک او متحد جمهوریت» او دویم وګړیتوب او یا سیټیزن، هغه حقوق او مکلفیتونه چې موږ سره یوځای کوي، د وګړیتوب/ سیټیزنشیپ ارزښتونه دي.»
د ښځو حقوق
میرمن ګيلاني وويل، د افغان حکومت ټاکل شوي پلاوي ته د افغان ښځو ځانګړې غوښتنه شوې وه، چې هغوی نه غواړي د زده کړې، کار او سياسي ګډون په اړه د هغوی د حقونو په هکله جوړجاړی او مصلحت وکړل شي. هغې وویل: «دا هغه پیغام دی چې موږ یې باید په صداقت سره په مذاکراتو کې مطرح کړو او د خبرو اترو په مېز څرنګه چې اړینه ده، پرې بحث وکړو.»
له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې طالبانو پر افغانستان باندې له اسلامي قانون څخه په سخت دریځه توګه حکومت وکړ، چې له مخې یې ډېرې میرمنې ښوونځیو ته له تګ، دندې درلودلو او حتی له محرم نارینه پرته خپل کور پرېښودلو څخه منع شوې وې. په اوس وخت کې طالبانو ویلي چې دوی به د ښځو او نجونو پر وړاندې د پخوا په پرتله نرم دریځ غوره کړي؛ خو دقیق جزیات یې وړاندې کړي نه دي.
په هلمند ولایت کې د طالبانو یو قوماندان وویل چې طالبان به د اسلامي شریعت په رڼا کې د ښځو د حقونو ساتنه وکړي؛ خو دا یې څرګنده نه کړه چې د هغه د دې خبرې مانا او عملي شکل څرنګه دی او زیاته یې کړه چې د حکومتولۍ سیسټم به یې د ایران او سعودي عربستان په پرتله «توپیر» ولري.