زه ډېر خوشبخته یم چې په دغه لنډ ژوند کې مې دوه ځله لویه ناکامي لیدلې ده. بیا هم وایم چې زه خوشبخته یم، ځکه همدا پرمختګ و چې تجربه مې کړ او همدا درسونه وو چې زده مې کړل. ما دا درسونه د ژوند په تر ټولو سخت دوران کې زده کړي دي او بالاخره دا د دې باعث شول څو هغه ژوند پيل کړم چې زه یې له ډېره وخته په لټه کې وم. زه خوشاله یم چې پر بریالیتوبونو سربېره مې له ناکامیو هم پر ځینو موانعو د برلاسي کېدو لپاره استفاده کړې او ډېر څه مې لاس ته راوړي دي، له هغه ډېر څه مې لاس ته راوړي دي چې فکر مې کاوه هغه لاس ته راوړلی شم.
زما لومړۍ ناکامي: په هغه صحنه کې مړ وم
زما لومړۍ ناکامي هماغه د موټر د ټکر پېښه وه، هغه وخت زه ۲۰ کلن وم چې نږدې وه په هغه پېښه کې مړ شم. هغه شپه ما تر ټولو ښه وینا کړې وه او له مېرمنې سره یوځای د خپل کور پر لور روان وم، چې یو ناڅاپه مې موټر ټکر کړ. زه د کوما حالت ته تللی وم، ۶ هډوکي مې مات شوي وو، مېرمن مې مړه شوې وه او زه څو ورځې عادي حالت ته نه شوای راتلی.
زما دویمه ناکامي: ډېر پور او له حد زیاته افسردګي
ډېر زیات ناامیده کېدل د موټر د ټکر له پېښې په څو څو وارې زیات راته دردناک او مرګوني وو.
۲۰۰۸ ز کال: د امریکا د متحده ایالتونو اقتصاد تر ټولو په بد حالت کې و، په داسې حال کې چې اقتصادي وضعیت یې بېرته ۱۹۳۰مې لسیزې ته ګرځېدلی و. له هغې پېښې په وروسته کلونو کې جسمي روغتیا او د شپږ رقمي کلني عاید لرونکي یو ښه کار په پيلولو او د تر ټولو زیات پلورل شوي کتاب په لیکلو سره زه یو وار بیا له ننګونو سره مخ شوم. دغه ننګونه یوه کاملاً ذهني، عاطفي او مالي فروپاشي وه.
ظاهراً هغه شرکتونه چې جوړ کړي مې وو، چندانې ګټه وټه یې نه درلوده. له میاشتني عاید نیمايي مې بیخي له منځه لاړ. یو ناڅاپه شرایط داسې شول چې نور مې حسابونه په خپل وخت نه شوای پرې کولی. ما هغه وخت نوی کور اخیستی و، له مېرمنې سره مې د واده مراسمو پر برابرولو مصروف وم او دا وخت موږ د خپل لومړني بچي د درلودو لپاره پلان جوړاوه. زه ډېر سخت له ذهني فشار سره مخ وم، ځکه ډېر پوروړی شوی وم او د هغه پرې کول راته یو څه ګران وو. زه د ژوند په ډېره ټیټه مرحله کې وم، ایا کېدای شوی چې وضعیت مې له دې هم بد شوی وی؟ ممکن؛ خو ایا دا هغه بده پېښه وه چې تر اوسه له ما سره شوې وه؟ هو، همداسې وه.
زه کاملاً په سخت حالت کې وم.
ولې راته ډېر پوروړي کېدل تر مرګ بد وو؟
که تاسې له ما وپوښتی چې کومه یوه پېښه درته ډېره بده وه، د موټر ټکر او که مالي تنګلاسي، زه به پرته له فکر کولو درته ووایم چې دویمه هغه یې. ډېری خلک فکر کوي چې له یو ډېر تېز سرعت لرونکي موټر سره ټکر، د بدن د ۱۱ هډوکو ماتېدل، د سر سخته ضربه خوړل، شپږ میاشتنی د مرګ په څېر حالت، له کوما حالته په هوښ راتلل او د دې خبرې اورېدل چې ممکن نور پر لاره پلی تګ ونه شې کړای؛ دا هرڅه ډېر سخت وو. دا تصور د منلو وړ دی چې جسمي، عاطفي او روحي درد د یوې داسې وحشتناکې پېښې له امله کېدای شي چې د ژوند تر ټولو بده پېښه وي. دا ټول زما په حق کې وشول.
پوهېږی، له دې پېښې وروسته زه متوجې شوم چې خلک له ما سره یوڅه مرسته کوي. په روغتون کې مې د کورنۍ غړي رانه هېڅکله جدا نه شول. هر وخت به مې خلک پوښتنې ته راتلل، کورنۍ او ملګرو به مې ډېره مینه راکوله، هغوی به مې هره ورځ وضعیت ارزولو او له ما سره به یې په شخصي نظافت کې مرسته کوله. تر ټولو د ښو او پياوړو ډاکټرانو او نرسانو ډله زما لپاره مؤظفه شوې وه، هغوی به ډوډۍ راته تیاروله او ما ته به یې راوړله. ما حتی د دې ورځنیو سټریسونو او د کار او حسابونو په وخت پرې کولو هېڅ اندېښنه نه درلوده. دې اوس په پرتله مې په روغتون کې ژوند ډېر اسانه و.
خو د پورونو پرې کولو شرایط مې بیا داسې نه وو، هېچا راسره مرسته ونه کړه، هېڅوک مې د حال پوښتلو ته رانه غلل او هلته هېڅوک نه وو چې زما مراقبت وکړي او زما د ښه والي لپاره زما له حالته نظارت وکړي. هېچا ډوډۍ راته را نه وړه، هغه وخت یوازې او یوازې وم، ځکه هر چا خپلې ستونزې درلودې، په ژوند کې مې دویم ځل د کشمکشونو لړۍ پيل شوه، زه په هر لحاظ جسمي، ذهني، عاطفي او مالي سخت ځپل شوی وم.
سختې وېرې او اندېښنې پر سر اخیستی وم، یوازې هغه وخت به مې د راحتۍ احساس کاوه چې ویده به شوم، په سختو ترینګلو شرایطو کې وم، داسې چې له دې مشکلاتو د لنډ وخت لپاره د خلاصون په اړه به مې فکر کاوه، دا ځای او وخت به یوازې د خوب بستر و.
هره ورځ به مې د ځان وژنې په اړه فکر کاوه، البته هېڅ وخت مې په دې اړه مسلسل فکر نه دی کړی، ځان وژنه نه یوازې دا چې فردي غوښتنه ده، بلکې دا یو ډېر سخت کار هم دی. پوهېږم، هرڅومره که ژوند ډېر سخت هم وي، بیاهم هر وخت او هر چېرې د هغه د ښه کولو لپاره یوه لار شته. خو دا وخت مې هم لا منفي افکار په ذهن کې وو. زما یوازینۍ ستونزه دا وه چې د مالي ستونزو د حل لپاره مې حللاره نه شوای موندلی. نه مې شوای کولای چې پر یو داسې شي فکر وکړم چې عاطفي درد مې له منځه یوسي او ما ته ارامي راکړي.
هغه سهار چې زما ژوند یې بدل کړ
پوهېږی دې هرڅه په یوه سهار بدلون وکړ، یو سهار وختي پاڅېدم او د خپل ملګري جان هغه خبره مې ومنله، چې راته ویلي یې وو، هېڅوک په یو وار نه شي کولای چې فوق العاده بریا تر لاسه کړي، هغه به په ډېر تاکید سره ویل؛ پوهېږې! هر لوی حرکت په کوچني هغه سره پيل شوی دی.
ما دا سهار د نورو خلاف لس دقیقې منډه وکړه، دا چاره مې جاري وساتله، دې سپورټ زما هرڅه بدل کړل، زما جسمي وضعیت ښه شو، رواني فشارونه مې ورځ تر بلې کم شول، د منډې وهلو ښه ملګري مې پيدا کړل، شپږ میاشتې وروسته مې د نوې دندې فرصت وموند او بالاخره مې د نږدې یو کال په تېرېدو ډېر تغیر وکړ او دا دي نن د خپلې خوښې وړ ژوند لرم.
مهمه نه ده چې څو ځلې ناکام شوي یاستی؛ مهمه ده چې څو ځلې مو بیا بیا هڅه کړې ده.