په دې لنډه د څو کرښو ليکنه کې ناممکنه ده چې د چین ولسي جمهوريت يو اويا کلن مزل دې راټول او پرې خبرې وشي، هڅه کوم چې ليکنه اوږده نه شي او په لنډو څو ټکو کې د چين ولسي جمهوريت انقلاب د يادونې په لړ کې يوازې یو څو مواردو ته لنډه کتنه او اشاره وکړم، هغه هيواد چې په لومړيو وختونو کې د ځينو هيوادونو له سختو فشارونو سره مخ و، قصداً ګوښه او منزوي کړی شوی و، خو چين يې پر وړاندې کلک پولادي مقاومت وکړ، هېڅ زور او فشار ته يې سر ټيټ نه کړ، د زور او فشار کړۍ يې په تدبير او د سياست په هنر سره ماتې کړې او له منزويتوب او ګوښهتوب يې ځان وايسته.
د نړۍ، سيمې او ملګرو ملتونو په سازمان کې د خپلې څوکۍ حق دوباره تر لاسه کول، د امنيت شورا دايمي غړيتوب ته رسېدل، د نړۍ بېوزلي، ګڼ ميشتي هيواد څخه پر شتمن، ځواکمن، د علم او تخنيک په مرکز باندې بدلېدل يې سترې کارنامې دي، دا اسانه او وړيا نه دي تر سره او تر لاسه شوي، تر شا يې د هغو رهبرانو، مشرانو مبارزې، هڅې او هلې ځلې اساسي ځای لري چې شپه او ورځ د خپل هيواد او ولس د ښېرازۍ په موخه کارونه کوي، يوه لحظه يې د هيواد او ولس له ښېګڼې او بقا پرته د بل څه په اړه فکر ته ځای نه دی ورکړی.
د اکټوبر لومړۍ نېټه د چين ولسي جمهوريت د تاسيس له يو اويايمې کليزې سره برابره وه، دا ځانګړې ورځ په چين کې د ستر ارزښت لرونکې ده، په دې ورځ ټول چين په تېره بيا د پلازمېنې بېجينګ د تيان أن من مشهور ډګر هر کال د نمانځنې د ځانګړو مراسمو د صحنو شاهد وي، څو اونۍ وړاندې د ښار په دې مرکزي ميدان کې د چمتووالي ترتيبات نيول کيږي. د تيان أن من په ډګر کې هر کال د ملي جشن په مناسبت د بېلابېلو تازه ګلونو يو لوی ګلدان له يو ځانګړي نوم او پيغام سره جوړيږي، هغه چې ډېر جالب او د پاملرنې وړ وي، دا دود له ۱۹۸۶کال څخه د ملي جشن برخه دی، د سږني ګلدان نوم ((وطن ته مبارکي)) دی.
د دود له مخې د ملي جشن له ځانګړې ورځې پرته هر سهار وختي د تيان أن من په ډګر کې عام خلک د خپل ملي بيرغ د پورته کولو مراسمو ليدلو ته سهار وختي ځانونه رسوي، دا مراسم د چين ازادي ګټونکي پوځ د ملي ګارد يوه ځانګړې وتلې روزل شوې قطعه يې په دقت، تعظيم او احترام تر سره کوي، د وطنپالنې احساساتو د په زړه پورې انځور ښودنه کوي، له وطن سره د ولس د مينې او عشق په زړه پورې کيسې تراشي، په زړه پورې جالبې صحنې يې ژوندۍ د ټلوېزيون په پردو باندې ښودل کيږي.
په چين کې هر پنځه کلونه وروسته د ملي جشن په وياړ د رسم ګذشت ستر درانه مراسم تر سره کيږي. هغه چې پوځي نندارې پکې مهمه برخه جوړوي، له دې علاوه د ډېرو نورو برخو په زړه پورې نمايشونه، د ملکي، اقتصادي، صنعتي، ټکنالوژۍ، د زراعتي برخو د پرمختګونو د لاسته راوړنو نمونې پکې وړاندې کيږي کوم چې د يو هيواد د اقتصادي ودې او پرمختګ اساس جوړونه کې ستره ونډه لري، په دې توګه ترې ستاينه او مننه کېږي، د ولس او حکومت لخوا د بزګرانو او کارګرانو هڅونه کيږي.
چين د خپل پرمختګ مزل څو برابره چټک او ګړندی روان ساتلی دی، د پرمختګ ګامونه يې په تاريخ کې په نړۍ کې نمونه او بېلګه دي، د شهکارونو ريکارډونه يې په نړۍ کې عجايب بلل کيږي، د اقتصاد، توليد، سوداګرۍ، د ساينس، ټکنالوژۍ، د صنعتونو د نوښتونو مرکز ګرځېدلی دی، هغه چې اغېز او تاثير يې په نړۍ کې د پام وړ ځای تر لاسه کړی دی.
د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې او مقابلې په ډګر کې موږ وليدل چې لوی طاقتونه، پرمختللي هيوادونه څومر ژر ناهيلي، ستړي او بې وسه شول، متاسفانه تر اوسه يې ننګونې په نړۍ کې لا شته او ورسره لاس او ګريوان پاتې دي؛ خو د چين مبارزه او مقابله اغېزمنه وه او ده، په ډېره کمه موده کې يې د وبا د مهارولو او کنټرولولو پرېکنده لارې چارې وموندلې او عملي یې کړې، په دې توګه يې د خپلو خلکو ساتنه او د مالي بشري تلفاتو د زيانونو مخنيوی په خپل وخت وکړ. دا هغه څه دي چې د دولت هغه ژمنه رښتيا کوي چې په اثبات رسوي د خلکو ژوند تر هر څه ورته ارزښتمن او لومړيتوب لري.
د سږ کال اکټوبر لومړۍ نېټه د چين ولسي جمهوريت له ۷۱یمې کليزې سره برابره ده، په سږنۍ نمانځنه کې تمرکز تر ډېره په زړه پورې ورځنيو او شپنيو هنري نندارو باندې و، د يو سوکاله، نېکمرغه او خوشاله ولس هيلې ترې له ورايه ځلېدې، د ولسي وګړو له ولولو، خوښيو، له شور، شوق او ذوق د تيان أن من ميدان فضا ډکه او رنګينه وه.
د چين دولت ریيس شي جين پينګ ملت ته د چين ولسي جمهوريت د يو ۷۱يمې کليزې مبارکي وړاندې کولو په ترڅ کې په تېرو ۷۱ کلونو کې د چين پرمختګ، لاسته راوړنې، د چين ملت د فرد فرد زيارونه او هلې ځلې وبللې، ((زه نېکمرغه يم چې تل ستاسو په منځ کې پاتې شوی يم، تل مې ستاسو په منځ کې ژوند او کار کړی دی، ستاسو له منځه راپورته شوي يم، تل به ستاسو په څنګ او ننګه کې اوسم.))
له ۷۱ کلونو راهيسې چين د کمونېست ګوند تر واکمنۍ او لارښوونې لاندې د ټولو ۵۶ قومونو وګړي تر يو نوم او بيرغ لاندې متحد او يو موټی کړي دي، اقتصادي، تخنيکي، ټکنالوژيکي او د صنايعو بې شمېره شهکارونو، سترې کارنامې يې پنځولې او وړاندې کړې دي.
د چين ولسي جمهوريت د خپل تاسيس په لومړيو کې داسې يو هيواد چې له نورو ننګونو پرته د بېوزلۍ سخته مبارزه يې په مخ کې لرله، د خپل ولس او هيواد چوپړ ته کلکه ملا وتړله، ((زه دې وچ هډوکي شپېلم، خو ملت مې دې سلطان وي))، په دې توګه یې وجدانونه او ضميرونه ارامه دي، ځکه چې ملت او هيواد يې نن ارامه دی، پر خپلو پښو ولاړ او پر ځان بسيا دی. له هر اړخه د يوې نسبتاً نېکمرغه ټولنې جوړولو او د چين ملي احيا او پرمختګ ارمان تر سره کولو ته يې ملا تړلې ده، په ۱۹۵۳ميلادي کال کې د پنځو کلنو انکشافي پلانونو لړۍ يې پيل کړه، دا لړۍ بيا په ۱۹۷۸ميلادي کال د دنګ شياو پينګ د واکمنۍ پر مهال په چين کې د اصلاحاتو، ورخلاصون د لړۍ په رڼا کې انکشافي او اقتصادي پنځو کلنو پلانونو ته لا پسې قوت او پراختيا ورکړه، د چين اوسنی پرمختګ او لاسته راوړنې تر ډېره له همدې سره تړلي پاتې کیږي، نږدې دا ټول د ۶۷کلونو په ترڅ کې د پنځو کلنو پلانونو نتيجه او ثمره ده، چې پر مټ يې په سختو ستونزو باندې د بريا لاسته راوړلو لپاره زمينې مساعدې کړې دي، ډېر ناشوني کارونه يې پر مټ تر سره شوي دي، د ولس د ارمانونو او هيلو لپاره یې بې شمېره فرصتونه جوړ او ايجاد کړي دي، په دې لړ کې د بېوزلۍ له منځه وړل او د نسبتاً هوسا شتمنې ټولنې جوړولو اساسي هدف درلودل وو، چې د چټکو او اغېزمنو کارونو په ترڅ کې دا موخه په کمه او لنډه موده کې تر وروستي پړاوه رسول شوې ده، نه يوازې دا چې د بېوزلۍ په له منځه وړلو توانېدلی، بلکې د نړۍ دويم لوی اقتصادي ځواک ګرځېدلی، د سوداګرۍ او صادراتو په لومړي سر او کرښه کې ولاړ دی.
تر اوسه يې څه باندې ۷۵۰ میليونه وګړي له بېوزلۍ څخه ايستلي دي، ۹۰ سلنه بشري فقر يې له منځه وړی دی. چين د غربت، بېوزلۍ کمول او له منځه وړل يې د ملي سرتاسري پروګرامونو او پلانونو په چوکاټ کې په نښه او ټاکلي دي. په بشپړ مکلفيت او مسووليت سره يې په ترتيب او ګام په ګام تطبيق کړي دي، په نړۍ کې د لوی نفوس لرونکي هېواد په توګه يې د روزګار لپاره اسانتياوو، شرايطو او زمينو مساعدولو باندې تمرکز ساتلی دی. د سترو بهرنيو پانګو جلبولو ته د زمينو برابرولو، د غوره امتيازاتو، امکاناتو او اسانتياوو وړاندې کولو کې بې مثاله دی. د لویو لارو، ريل پټلۍ منظمه شبکه يې غزولې ده، هغه چې لارې په اقتصادي او سوداګريز سيسټم کې څومره اهميت لري، په بدن کې رګونه چې د وينې په جريان کې رول لري، دغسې د تګ راتګ لارې او کرښې هم کټ مټ دي، د اساسي تاسيساتو بې شمېره مرکزونه يې د چوپړتياوو په وړاندې کولو شپه ورځ بوخت دي. مخابرات، انټرنېټ او ۵G ټکنالوژۍ هغه څه دي چې نن سبا په چين کې عادي او د عامېدو په حال کې دي. د نويو ساينسي موندونو پلټنو په لړ کې يې فضا ته په سپوږمۍ او مريخ کې په کهکشان کې د ستورو څېړنو ته مخه کړې ده، څو ځلې یې د سپوږمکۍ او تحقيقاتي ماشينونو بريالۍ استونه کړې ده، ژر به په سپوږمۍ کې تحقيقاتي مرکز جوړول تر سره او بشپړ کړي.
د فساد پر وړاندې مبارزه يې، په قاطعيت او جديت سره تر سره کړې ده، درغلګرو او مفسدو ته سخته جزا، هغه څه دي چې د ښې حکومتوالۍ جوړولو اساس ټينګولو کې يې اغېز درلودلی دی، دا اوتومات پخپله د فساد جرړې وچوي او له منځه یې وړي، د نظام اډانه ترې پاکيږي، په ټولنه کې د برترۍ او کمترۍ احساس له منځه وړلو کې مهم تاثير او ونډه لري.
د نورو قوانينو تر څنګ، سږ کال د مدني قوانينو غني ټولګه چې د ډېرو حقوقپوهانو او قانونپوهانو د څو کلنو زيارونو او کوښښونو په نتيجه کې جوړه او بشپړه شوې ده، د چين ملي ولسي کانګرس تایيد او تصويب کړې ده، دوې نیمې مياشتې وروسته يانې د ۲۰۲۱ميلادي کال په لومړۍ ورځ به نافذه او پلې شي. دا د مرفع، هوسا، نېکمرغه ټولنې جوړولو او د وګړو د ستونزو د حل لپاره يو بل ډير مهم او ګټور اقدام دی، د اتباعو حقوق به د قانون په رڼا کې لا واضح او تامين شي. د قانون له مخې ټول ميشت قومونه او مذهبونه د مساوي، برابرو حقوقو او امتيازاتو لرونکي دي. په دې توګه د هغو کړيو د پلمو مخنيوی او لاسونه به لنډ شي، چې اوبه خړول او پکې د کبانو نيول يې عادت دي.
په چين کې ۲۰۲۰ کال اهميت لري، دا کال د چين د ديارلسم پنځه کلن پرمختيايي پلان له وروستي کال سره برابر دی، ټاکل شوې ده چې په دې کال کې بشري فقر صفر شي، په دې سره به د شتمنې ټولنې جوړولو موخه بشپړه شي، په دې توګه چين د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ کال د پرمختګ او فقر له منځه وړلو ټاکلې مودې څخه لس کالونه وړاندې د هدف پوره کولو ته رسيږي او د لومړي سل کلن مبارزاتي هدف پر پوره کولو باندې به وتوانيږي.
په چين کې يوازې د اوو کلونو په ترڅ کې يانې له ۲۰۱۲ ميلادي کال څخه تر ۲۰۱۹ ميلادي کال پورې ۹۰ میليونه وګړي له فقر او بېوزلۍ څخه ايستل شوي دي. د نړيوال بانک ارزونه او راپور تایيدوي چې د بېوزلۍ پر وړاندې د چين پروګرامونه ډېر اغېزمن او ګټور دي.
که څه هم د کرونا ناڅاپي وبا کارونه لږ او ډېر له خنډ او ځنډ سره مخ کړل؛ خو د فقر او بېوزلۍ پر وړاندې د چين مبارزه د پخوا په څېر روانه ده، هغه موخه چې د غريبو، ضعيفو او ناداره وګړو برخليک جوړولو او بدلولو سره تړلې ده، پر ځای او نه ده بدله شوې، په دې اړه هلې ځلې په قوت سره روانې دي. هغه باور او هدف لا هم پر ځای دی چې سږ کال د بېوزلۍ صفر کولو لپاره ټاکل شوی دی، د ټولو بېوزلو اساسي او لومړنۍ اړتياوې به تامين او پوره شي.
د چين ولسي جمهوريت سياست او تګلاره د دوستۍ او متقابل باور په جوړونه باندې بنا دي، پر همدې اساس د خپل بهرني سياست کړه وړه تنظيموي او پر مخ یې وړي. د اوو لسيزو په ژوند کې يې هغه که ګاونډيان دي يا د سيمې هيوادونه او يا نړۍ ده او یا هم نړيوالې اړيکې دي؛ ټول د متقابل احترام او د دوستانه اړيکو سياست پر محور فعاله ډيپلوماسي چلولې ده، د بهرنیو اړيکو تګلاره، د ډيپلوماسۍ دستګاه او د اړيکو چينلونه يې د دوستۍ پر اصل باندې ولاړ ساتلي دي، له ټولو هيوادونو سره هغه که لرې دي که نږدې، د دوستۍ او ملګرتيا پالنې ته يې ارزښت ورکړی دی، د ګډ برخليک ټولنې جوړولو لومړی غږ يې پورته کړی دی. ټول هيوادونه ځواکمن دي او که کمزوري، لوی دي او که کوچني، بايد د برابرو حقوقو لرونکي اوسي، دا هغه څه دي چې د ټولې نړۍ هيله او غوښتنه ده، ټول يې مل او ملاتړي دي.
د نړيوالې سولې او پرمختګ په اړه روښانه او څرګند ليدلوری لري او پر ټولشموله او معقولو د باور وړ عملي کېدونکو پر پراخو نظرونو سمباله طرحه لري، چې د ټولو لپاره ګډه، ډاډمنه، سوکاله او روښانه راتلونکې پکې نغښتې ده.