په هلمند کې سختې جګړې روانې دي. طالبانو پر لښکرګاه ښار بریدونه کړي دي او ډېرې سیمې یې لاندې کړې دي. حکومتي ویندویان وايي چې طالبان یې بېرته په شا کړي دي او د هغوی د پرمختګ مخه یې نیولې ده. دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا هم کوي. له دې سره هممهاله ملکي وګړو ته هم زیانونه اوښتي او ډېرې کورنۍ د جګړو له وېرې د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوې دي. د ناټو او امریکايي ځواکونو له خوا هم پر طالبانو هوايي بریدونه شوي او د دغو ځواکونو مشر ویلي، چې طالبان باید یرغلیز بریدونه ودروي، ځکه چې په وینا یې دا چاره د دوحې د توافق خلاف ده.
په هلمند کې جګړې په داسې وخت کې زور اخلي چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو پلاوي هڅه کوي، څو پر اصولو او کړنلاره شته اختلافونه حل کړي او توافق ته ورسیږي. د سولې د خبرو له پیل سره اورکم او اوربند هم یوه اساسي غوښتنه ده چې طالبان یې منلو ته تیار نه دي. اوس ښکاري چې نه اورکم او نه هم اوربند شته؛ بلکې جګړه زیاتیږي او په دې سره په طبیعي ډول د سولې پروسې ته زیان اوړي. که طالبان دا فکر کوي چې د جګړې له لارې به پر حکومت فشار راوړي او ورسره به ځینې سیمې لاندې کړي، ښايي دوی دغه هدف ته ورسیږي؛ خو ورسره سم به ځینې داسې زیانونه وکړي چې جبرانول به یې بیا ورته ستونزمن وي. په داسې حال کې چې طالبانو له امریکا سره اوربند کړی دی او پر هغوی هېڅ برید نه کوي او د سولې خبرې هم روانې دي؛ خو له دې سره سره د جګړې زیاتول یوازې همدا پیغام رسوي چې دوی د خبرو اترو پر ځای جګړې ته ترجیح ورکوي او له خبرو سره سره غواړي چې پر حکومت نظامي فشار هم راولي. دا چاره به طالبان د خلکو له سترګو وغورځوي او هغه شعارونه او ارزښتونه به له دوی سره پیکه شي، چې دوی تر اوسه پورې خلکو ته بیانول.
دا سمه ده چې د سولې په برخه کې خنډونه شته او له بده مرغه لوی لامل یې هم حکومتي واک غوښتونکي مشران دي، خو دا د دې مانا نه لري چې طالبان له دغه دریځه د حکومت د اړولو لپاره زور او ځواک وکاروي. په دې زور او ځواک کې نه حکومتي مشرانو او نه هم د دوی کورنیو ته زیان رسیږي؛ بلکې لوی زیان یې افغان ولس ته دی. له بله اړخه نه دا منطقي طریقه ده او نه هم افغاني چې په داسې حالتونو کې دې له زور او ځواک څخه کار واخیستل شي.
اوس وخت د سولې دی، د سولې د خبرو پر اصولو او اجنډا بحث روان دی، ښايي توافق هم وشي، خبرې به پیلېږي، پرمختګ به کېږي او بالاخره به دې جګړې ته حللاره پیدا کېږي، نو په داسې وخت کې د جګړې زیاتول او ګرمول د هېڅ لوري په خیر نه دي. اوس پکار ده چې له نرمۍ کار واخیستل شي، پر خبرو او تفاهم ټینګار وشي او ټوله هڅه باید دا وي چې د افغان وینه ودرېږي او ټول افغانان په سوله او ثبات کې ژوند وکړي.