په دوحه کې د بين الافغاني خبرو نامعلوم برخليک، هلمند کې جګړه او د امريکا شيطاني رول ته په پام سره د افغانستان راتلونکې ډېره پيکه او تياره ښکاري.
امريکا له يوې خوا له طالبانو سره موافقه کړې او ظاهراً يې د همدې موافقې پر بنسټ له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو وتل پيل کړي، د افغان دولت او طالبانو تر شپږ زره ډېر بنديان تبادله شول او بين الافغاني خبرې پيل شوې او په دې سره له افغان ولس سره د سولې په اړه هيلې لا ډېرې شوې او تمه وه چې په هېواد کې د تل لپاره جګړه ختمه شي.
خو اوس چې په دوحه کې د افغان مرکچيانو(دولت او طالبانو) تر منځ د خبرو لپاره د طرزالعمل جوړېدو پر سر د اختلاف له امله دغه بهير تقريباً له بندون سره مخ شوی او امريکا د مشر ورور په رول کې کله له يوه ټيم سره او کله له بل ټيم سره پټې او ښکاره خبرې کوي او بيا د رسنيو له لارې افغانانو ته نصيحتونه کوي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ټولو ګډوډيو مسووليت د امريکا پر غاړه دی، ځکه دا ټولې ګډوډۍ د دوی د يرغل په نتيجه کې رامنځ ته شوې او په ميليونونو افغانان زيانمن شوي، نو امريکا بايد افغانانو ته د جګړې تاوان ورکړي، نه دا چې دوی د مشر ورور په رول کې هرڅه د افغانانو پر غاړه واچوي.
امريکا د افغانستان مسئلې ته يوازې د خپلو ګټو له زاويې ګوري او په حقيقي او معقول ډول د دغه هېواد لپاره امن نه غواړي.
د امريکا لپاره يوازې دا مهمه وه چې د خپل هېواد او نړۍ د عامه افکارو غولولو لپاره يوه توجيه پيدا کړي، چې ګواکې دوی د افغانستان دايمي نيواک نه غواړي او خپل پوځيان هم وباسي، خو افغانان خپل منځ کې نه سره جوړېږي.
له بده مرغه چې امريکا د افغانستان لپاره په خپلو شيطاني سناريو کې تر ډېره بريالۍ هم ده.
دوی اوس ظاهراً د لوبې توپ د افغانانو ميدان ته ور غورځولی او دا نو اوس د افغانانو په پوهې او وړتيا پورې اړه لري چې دغه توپ څنګه د ځان په ګټه وکاروي او په څه ډول د امريکا منګلې له دې خاورې په رښتینې مانا لنډې کړي.
دواړه افغان لوري دې افغانستان ته احتمالي خطرونه په پام کې ونيسي، نه دې طالبان داسې فکر کوي چې که امريکايان ووتل، نو له (چون و چرا) پرته به دوی واک ته ورسېږي او نه دې اوسني دولتي چارواکي دا خيال کوي چې طالبان به تسليم او هرڅه به حل شي.
څوک په دې سترګې نشي پټولای چې د طالبانو مقاومت امريکا ظاهراً له افغانستان څخه په مشروط ډول د خپلو ټولو پوځيانو وتلو منلو ته اړ کړې، خو دا چې امريکا افغانستان ته نور څه پټ پلانونه لري، تر اوسه څوک نه پوهېږي.
خو د دغه هېواد پر شيطانت بايد څوک شک ونه کړي، د امريکا شيطانت، د افغانستان جغرافيايي موقعيت، ډلو ټپلو او ځينو ګاونډيو ځان غوښتنو ته په پام سره دا ناممکنه ښکاري، چې طالبان دې په يوازې سر حکومت جوړ کړي او هم دا ناممکنه ښکاري چې افغان دولت دې له طالبانو پرته په ډاډه زړه واک ته دوام ورکړي.
د رسنيو د راپورونو له مخې، اوس د طالبانو او دولت مرکچي ټيمونو تر منځ د بين الافغاني خبرو د طرزالعمل پر سر يوازې په دې اړه اختلاف موجود دی، چې طالبان وايي د دوی او امريکا تر منځ شوې موافقه دې د بين الافغاني خبرو اساس وي، خو دولت دا نه مني.
زما په اند که دواړه لوري پلمې نه لټوي او په رښتيا د يوه معقول حل په لټه کې وي، نو دا ډېره غټه ستونزه نه ده او حل يې اسانه دی او که پلمې جوړول وي؛ نو بيا که دا يوه حل شي، حتماً به بله پلمه هم را پيدا کېږي.
خو دواړه لوري دې پر دې پوه وي چې وخت کم او مسووليتونه يې ډېر دي او بايد ژر ژر يې حل کړي او له ستونزو څخه د وتلو لپاره يوه معقوله لار پيدا کړي.
شک نشته چې که له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل يقيني شي، د عراق په شان به دلته هم ډېرې وړې ډلې ظهور وکړي، هم به د طالبانو او هم به د دولت لپاره درد سر جوړ کړي او که دواړه لوري همدا اوس له تعقل څخه کار وا نه خلي؛ نو د راتلونکو بدمرغيو مسووليت به يې پر غاړه وي.
ډېر خلک د فاطميون ډلې نوم اخلي، که څه هم تر اوسه يې په افغانستان کې موجوديت نه دی اعلان شوی، خو که د عراق موضوع ته پام وکړو، امريکا له عراق څخه د وتلو په حال کې ده، ځای يې هغه څوک نه نيسي چې کلونه کلونه د امريکا خلاف وجنګېدل، بلکې اوس هلته داسې څوک واک ته د رسېدو په درشل کې دي چې له امريکا سره يې مخامخ هېڅ جګړه نه ده کړې، دا چې دغه سناريو به د امريکا د پلان برخه وي او قصداً به واک همدې خلکو ته ورکوي او که به د مقابل لوري هوښياري وي چې وتوانيد ځان همداسې يوه فرصت ته قوي وساتي، له امريکا سره د جګړو قربانۍ نورو ورکړې او دا دي اوس واک دوی ته رسېږي؛ په دې اړه قضاوت له وخته مخکې دی، خو د افغانانو لپاره يوازې دغه پيغام لري چې د افغانستان مسئله د امريکا له وتلو وروسته يوه بل پړاو ته د داخلېدو خطر له ځان سره لري، نو ځکه دواړو لوريو ته پکار ده چې د سولې خبرو له شته فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړي او په داسې حساس پړاو کې د جګړو شدت د هېچا په ګټه نه دی، بلکې يوازې امريکا ته د پاتې کېدو پلمه په لاس ورکوي.