له څو ورځني ځنډ وروسته په دوحه کې د طالبانو او حکومت د مذاکراتي ټیمونو د تماس ډلې ترمنځ ناسته شوې چې پکې د بین الافغاني خبرو د اصولو او کړنلارې پر اختلافي مواردو بحث شوی دی. که څه هم ویل شوې چې اختلاف لا پر ځای دی، خو دواړو اړخونو ټینګار کړی چې د اختلاف د حل لپاره به غونډې روانې ساتي. شاوخوا دوولس ورځې د تماس ډلې رسمي ناسته نه وه کړې او یوازې غیر رسمي لیدنې کېدلې، خو د امریکا د فشارونو او د ځینو نورو هېوادونو په غوښتنه یو ځل بیا رسمي غونډې پیل شوې دي.
په دوحه کې د تماس ډلې خبرې له هغه وروسته پیلېږي چې په ټول افغانستان کې د سختو جګړو او نښتو خبرونه ورکول کېږي چې په دې وروستیو کې تمرکز پر هلمند و او دواړو اړخونو یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعاوې هم کړې دي. د سولې په خبرو کې پرمختګ په طبیعي ډول پر جګړه اغېز کوي او جګړه به ورسره کمېږي، خو د خبرو درېدل او پکې ستونزې د جګړې د زیاتوالي سبب کېږي، ځکه چې دواړه اړخونه به پر یو بل د فشار لپاره نظامي لاره کاروي. دا طبیعي ده چې خبرې به ډېر وخت اخلي، خو ورسره تمه دا ده چې د خبرو دوام به د سولې لاره پرانیستې پرېږدي او د جګړې منطق به کمزوری کړي او ورو ورو به جګړه پیکه شي. له همدې امله خلک د سولې خبرو ته هیله من دي او د دغو خبرو پر دوام او پرمختګ خوشاله کېږي.
له بله اړخه دواړه اړخونه باید درک کړي چې سوله او جوړجاړی نه یوازې د ولس غوښتنه ده، بلکې د دوی په ګټه هم ده او د دواړو اړخونو ډېری بهرني ملاتړي هم غواړي چې دا خبرې بریالۍ شي. له همدې کبله دوی له خبرو پرته بله لاره نه لري. ښکاره ده چې په دې خبرو کې به کله یو اړخ او کله بل اړخ د ځینو غوښتنو په مطرح کولو سره خنډ جوړوي، خو وروسته به د بهرنیانو په فشار له هغو غوښتنو تېریږي او جوړجاړی به کوي. دا واضح ده چې دواړه اړخونه محکوم او مجبور دي چې جوړجاړی وکړي. سرې کرښې به ماتیږي او ډېر هغه څه به منل کېږي چې تر اوسه نه دي منل شوي. له همدې امله دواړه اړخونه دې هغه څه نه مطرح کوي چې نه منل کېږي او یا هم وروسته ترې تېریږي. که دوی د چنو وهلو لپاره داسې مسایل مطرح کوي، ښايي دوی ته موقته ګټه وکړي، خو ولس ته زیان کوي او وروسته به د دوی په زیان هم تمامیږي. موږ ولیدل چې حکومت له ډېرو سرو کرښو تېر شو، بندیان یې خوشې کړل او ډېر نور څه یې ومنل. طالبان هم مجبور شول چې د حکومت له پلاوي سره کېني. نو ښکاره ده چې له ډېرو نورو مسایلو به هم تېریږي. د دوی دریځ دایمي نه دی، دوی به خپل دریځ بدلوي، خو ستونزه دا ده چې هغه وخت چې دوی پکې دریځ بدلوي، د ګڼو افغانانو ژوند اخلي او خپله دواړو اړخونو ته هم زیان رسوي. له همدې امله پکار ده چې پر جوړجاړي تمرکز وشي او دواړه لوري هغه څه ومني چې وروسته یې منلو ته اړ کېږي.