په افغانستان کې د ۲۰۲۰ کال په کانکور کې يوې نجلۍ اول نمره شوه او د ټولو افغانو پاملرنه جلب کړه.
هغې په ياد کانکور کې تر ټولو لوړې ۳۵۳اعشاريه ۱۸۵ نمرې ترلاسه کړې.
شمسيه چې يوه عادي نجلۍ وه، خو اوس په ټول افغانستان کې مشهوره شوې ده. کله چې هغه د کابل په طب پوهنتون کې شامله شي، راتلونکې به يې لا نوره روښانه وي او له ډېرو فرصتونو څخه ډک ژوند به ولري.
شمسيې وايي: ازادي چې د نارينه لپاره ده او که د ښځينه لپاره ده، بايد ورته احترام وشي او هېڅکله يو پر بل باندې جنګ تحميل نه شي.مونږ له جنګ څخه ډېر ستړي شوي يو. ډېر شهيدان مو ور کړي دي. دا د کورنيو لپاره ډېره دردوونکې ده چې خپل ځوانان يې له لاسه ور کړي دي. د دې اکثر لامل جنګ دی او زه له ښکيلو خواوو څخه درنښت غوښتنه کوم چې په ګډه دې داوران ويجاړ هېواد اباد کړي.
د نجونو نړيواله ورځ او د ملګرو ملتونو د يونيسکو سازمان لخوا د پنځمې دورې د نجونو او ښځو د ښوونې جايزې ګټونکې په بريالۍ توګه انتخاب شوې دي. په ۲۰۱۵کال کې د چين او د ملګرو ملتونو د يونيسکو سازمان په ګډې همکارۍ د ښځو او نجونو د ښوونې په برخه کې جايزو ورکولو لړۍ پيل شوې. د دغو جايزو ورکولو هدفونه دا دی چې د ښځو او نجونو په ښوونيزو چارو کې د ممتازو او ښو خدمتونو ترسره کوونکو څانګو او شخصيتونو ستاينه او هڅونه وشي، د نجونو او ښځو د ژوند بدلولو په ترڅ کې د ښوونې رول څرګند شي او په دې توګه د لا زياتو کسانو هڅونه وشي چې په ښوونيزو چارو کې د جنسي برابرۍ په برخو کې لا زيات خدمتونه ترسره کړي.
د ملګرو ملتونو د يونېسکو سازمان د لارښوونې او هڅونې له امله نړيوالې ټولنې د ښځو او نجونو ښوونيزو چارو ته لا ډېره پاملرنه کړې ده. لا زيات شمېر څانګو او شخصيتونو په دغو برخو کې پانګونې کړې دي.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ميرمنې پنګ لي يوان د ياد کار په هکله ويلي چې د پنځو کلونو راهيسې د هرې دورې د دغو جايزو د ورکولو په مراسمو او اړوندو غونډو کې ما د جايزو له ګټونکو سره خبرې کړې. په دې ترڅ کې مې د ښځو او نجونو د ښوونې په چارو کې د دوی په اړه په زړه پورې مالومات تر لاسه کړي دي. دوی د واقعي فعاليتونو له لارې له نجونو او ښځو سره مرسته کوي چې د لا زياتو پوهو او مسلکي تخنيکونو زده کړې وکړي، دوی خپلو هيلو او ارمانونو ته رسېدو ته هڅوي او په ښوونيزو چارو کې د جنسي برابرۍ او د ټولنيز پرمختګ لپاره خپل خدمتونه تر سره کوي.
د ښځو ښوونه او تعليم څه اهميت لري؟ په اوسنۍ زمانه کې خلک د پرمختللو تخنيکونو، انترنټ او ډيجيټل له لارې مالومات شريکوي چې د پخوا په پرتله د کارکوونکو تشکيل د بدليدو په حال کې دی او په نړۍ کې د ټولو هېوادونو لپاره ډېر مهم دی. موږ بايد وپوهيږو چې که يو هيواد د نفوس د نيمې برخې يعنې د ښځو قوت او استعداد له پامه وغورځول شي، د کاري جوړښت عصري کيدل به نه شی رامنځته کيدای. که نجونې تعليم وکړي نه يوازې دوی خپله، بلکې ټوله ټولنه او هيواد ورڅخه ګټې اخيستلی شي. هغه نجونې او ښځې چې په مکتبونو کې زده کړې کوي، ښه کارونه او انتخابونه درلودلای شي، اقتصادي پرمختګ سره به مرسته وکړي. د زياتو شواهدو له مخې هغه هيوادونه چې په ښوونځيو کې يې جنسيتي نابرابري نشته او يا کمه ده، چټک اقتصادي پرمختګ موندلی شي.