یکشنبه, جولای 26, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

جگړه؛ د امریکا فشار او د تماس ډلو ناسته!

لیکنه: محمد طارق صابر

اکتوبر 18, 2020
in لیکنې
0 0

په وروستیو کې طالبانو یرغلیز بریدونه ډېر کړي. د هلمند خونړۍ جګړه لا هم پای ته نه ده رسېدلې. له دې سره طالبانو په جوزجان، بغلان، زابل، میدان وردګو او ځينو ولایتونو کې افغان ځواکونه په نښه کړي او وژلي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ويلي چې د هلمند جګړې ۳۵ زره کسان بې مېنې کړي او مرستو ته اړ دي. ناټو روان تاوتریخوالی په تېرو لسو کلونو کې بې ساري بللی او پر طالبانو يې غږ کړی چې د دوحې له هوکړې سره سم دې تاوتریخوالی کم کړي. امریکا له طالبانو سره د فبرورۍ په ۲۹مه د سولې هوکړه لاسلیک کړه او له دې ډلې سره يې منلې چې خپل ځواکونه به له افغانستانه وباسي.

 له دې سره هممهاله، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د غوڅ ملاټر ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر، له طالبانو سره کتلي دي.

 د حکومت او طالبانو تماس ډلو، له څو ورځنۍ وقفې وروسته ناسته وکړه او پرېکړه يې کړې چې ژر تر ژره باید پر اجنډا هوکړې ته ورسېږي، څو رسماً مذاکرات پیل شي.

حکومتي لوري چې کومې غوښتنې له طالبانو کړې وې، سور څراغ يې ورته ښکاره کړ، د سولې په درشل کې یې له نظامي فشار کار واخیست، څو ځان ځواکمن وښيي او په مذاکراتو کې ډېر څه تر لاسه کړي. حکومت هم پر طالبانو ځوابي بریدونه وکړل، چې د دواړو لورو په بریدونو کې ملکي وګړي ډېر زیانمن شوي دي.

دا چې د دواړو لورو د تماس ډلو ناسته وکړه؛ دا د امریکا د فشار نتیجه وه. امریکا غواړي په افغانستان کې یو ځل بیا عامه ذهنیت خپل کړي او خلکو ته وښيي چې که امریکا نه وي، افغانان په خپلو کې یو بل وژني او ځمکه پر سور اور بدلوي. له بله اړخه په امریکا کې ولسمشریزې ټاکنې په رارسېدو دي. ټرمپ د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې له امریکایانو سره ژمنه کړې وه، چې امریکايي پوځيان به د افغانستان له نامعلومې جګړې وباسي. له همدې امله هم امریکا په دواړو لورو فشار راوړ، څو مخکې له ټاکنو یوې پايلې ته ورسېږي.

په دې اړه ان بي سي نیوز هم خبر ورکړی چې ټرمپ د سرتېرو په ايستلو کې جدي دی او مخکې له ټاکنو به د خپل بهرني سیاست په اړه خبرې وکړي.

‌‌‌نیویارک ټایمز بیا د اسیا د چارو شنونکي ډانا سټرول له قوله لیکلي، چې ټرمپ د خپلو خلکو د غولولو هڅه کوي او د امریکايي ځواکونو وتل له افغانستانه عملي نه برېښي. ‌

دغه راز هغو شپږو سفیرانو چې په افغانستان کې یې دندې تر سره کړې وې، د ټرمپ له ادارې غوښتي چې غیر مسوولانه څرګندونې ونه کړي. دوی وایي، که له افغانستانه امريکايي ځواکونه په بېړه ووځي، افغانستان او د امریکا ملي امنیت ته لوی ګواښ دی.

پنټاګون هم له سپینې ماڼۍ سره د ځواکونو د وتلو پر سر جدي اختلافات لري.

داسې ښکاري چې امریکا هممهاله په افغانستان کې دوو جبهو ته اړتیا لري: جګړه او سوله.

له یوې خوا باید په هېواد کې د جګړې اور ګرم وي، څو امریکا خپل شتون توجیه کړي او له بلې خوا طالبان او حکومت په یوه نیم بنده سوله راضي کړي، چې عامه افکار خپل کړي. امریکا نه له خپلو وګړو سره رښتینې ده او نه له افغانانو سره.

دغه هېواد تر اوسه په جګړه کې ټریلیونه ‌ډالره لګولي او تر دوو زرو زیات سرتېري يې  په افغانستان کې وژل شوي دي. د افغانستان ستراتيژيک موقعیت ته په کتو سره، ګرانه ده چې امریکا دې په یوه هوکړه ووځي. دغه هېواد د تاریخ په اوږدو کې ډېری نړيوالې هوکړې نقض کړې، هېڅ تضمین نشته چې له ټاکنو وروسته به له طالبانو یا حکومت سره وفاداره پاتې شي. امریکا ماتې خوړلې او غواړي چې د حکومت او طالبانو د اختلافاتو تر شا يې پټه کړي او د خپل شتون لپاره يې غوره توجیه بولي.

که څه هم د هلمند جګړه کورني او سمیه ييز لاملونه لري، خو له ټولو څخه امریکا له یادې جګړې ډېره ګټه اخلي او نړیوالو ته ښکاره کوي، چې افغانان په خپلو کې ستونزې لري او د افغانستان په مسئله کې ګرم نه دي. په داسې حال کې چې د ټولو ستونزو شا ته مستقیم او غیر مستقیم د امریکا لاس دی.

 که طالبان غواړي چې پر حکومت فشار راوړي، د مذاکراتو مېز يې ښه ځای دی. نظامي فشار یوازې د مظلوم ولس په زیان دی، ځکه پکې قرباني او وژل کېږي. د امریکا هڅو، صداقت او کړنو ته باید د شک په سترګه وکتل شي. دوی ته یوازې خپلې ګټې ارزښت لري. که طالبان فکر کوي چې امریکا به هوکړه عملي کړي او له افغانستانه به ووځي، دا د حیرانتیا وړ خبره ده!

Share24Tweet9Share4

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د امريکا خبري رسنۍ: امريکا او برېتانيا د هرمز تنګي د يوې نړيوالې غونډې په چمتو کولو بوخت دي

جولای 25, 2026

د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې ائتلافي ځواکونو پر حوثيانو بريدونه کړي

جولای 25, 2026

ايران: په څو هېوادونو کې مو د امريکايي ځواکونو پر اړوندو موخو بريدونه کړي

جولای 25, 2026

وانګ يي د شانګهای همکارۍ سازمان د خارجه وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ

جولای 25, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In