د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې د کابل ښار د امنیتي ستونزو د حل مسوولیت یې په مستقیم ډول د څو اونیو لپاره اخیستی دی. هغه وايي چې په کابل کې د خپل ورغوي په شان بلد دی او د خلکو د امنیت لپاره د مصلحت او پر جنایتکارانو د رحم په نوم په خپل قاموس کې څه نه لري. نوموړي دغه راز ویلي چې د غلو، اوباشانو، د خلکو د ځوروونکو، باج اخیستونکو، غاصبانو او مکررو مجرمانو لېست تیار شوی او پر ضد به یې ګام اخیستل کېږي. نوموړي په دې برخه کې له خلکو د همکارۍ غوښتنه هم کړې ده.
له یوه اړخه ښايي دا خلکو ته یو مثبت خبر وي، ځکه چې په وروستیو کې امنیتي حالت له حده ډېر خراب شوی او له حکومته غوښتل کېږي، چې د دغه ناوړه حالت مخه ونیسي. له بله اړخه دا د اندېښنې خبره ده، چې د کابل ښار د امنیت په شان مسایل مخامخ د ولسمشر د لومړي مرستیال له خوا پر مخ یووړل شي. کابل ښار د پولیسو امنیتي حوزې او د حوزو آمرین لري، بیا امنیه قوماندان لري، بیا کورنیو چارو وزارت دی چې امنیتي معین او وزیر لري او همداسې د ملي امنیت ریاست حوزې او بیا د کابل ریاست او بیا عمومي ریاست شته. کله چې دومره لوی تشکیل او مسوولین وي، بیا د ولسمشر لومړی مرستیال ولې باید راشي او په دې چاره کې ځان دخیل کړي!؟
دا کار دوې اساسي ستونزې لري: لومړۍ دا چې ښيي له بده مرغه لا هم زموږ چارې پر سیسټم نه، بلکې پر افرادو ولاړې دي. که نظم او سیسټم وای، نو د امرالله صالح مداخلې ته اړتیا نه وه او د کابل امنیه قوماندانۍ او بیا کورنیو چارو وزارت باید دا ستونزه حل کړې وی، خو اوس سیسټم نشته او فرد باید خپل رول ولوبوي او ستونزه حل کړي. دویمه ستونزه دا ده چې دا کار به ښايي د خلکو ستونزه حل کړي، امرالله صالح به ځان قهرمان وښيي، خو د پولیسو پر حوزو، د حوزو پر آمرینو، امنیه قوماندان او قوماندانۍ، کورنیو چارو وزارت او چارواکو یې د خلکو باور له منځه وړي. که دغه بنسټونه ناسم وي، نو باید سم شي او که یې چارواکي خپله غله او مفسدین وي او یا نه شي کولی چې د غلو او مجرمینو پر وړاندې مبارزه وکړي، نو بیا خو لومړیتوب دا دی چې دغه چارواکي پر کور کېنول شي او پر ځای یې وړ کسان وګومارل شي. که ستونزه دا وي چې دا چارواکي صلاحیت نه لري، باید صلاحیت ورکړل شي او که بله هره ستونزه وي، باید هغه حل شي. هر چارواکی او بنسټ باید خپله خپل کار وکړي او نور کسان باید پکې مداخله ونه کړي. اوس دا کوم کمال او سم کار نه دی چې امرالله صالح د خلکو امنیت ونیسي، بلکې کمال او سم کار دا دی چې د پولیسو او امنیت بنسټونه اصلاح شي، وړ کسان وګومارل شي او بیا هغه د خلکو د امنیت د خوندیتوب دنده په ښه ډول تر سره کړي.
له بده مرغه د حکومت اوسني مشران لا هم حکومتي بنسټونه بې باوره کوي، تخریبوي یې، ناوړه او مفسد کسان ګوماري او بیا په کوچنیو مسایلو کې د مداخلې له لارې د ځان د قهرمان ښودلو نندارې وړاندې کوي. دوی په دې ډول خلکو ته خدمت نه، بلکې خیانت کوي او موږ لا زیات ناوړه حالت ته وړي.