په دوحه کې له طالبانو سره د امريکا تړون، له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو ايستل، د پوځي اډو او تاسيساتو ړنګول او نقلول؛ دا ټول په افغانستان کې د امريکا د قطعي ماتې ښودنه کوي.
خو د بين الافغاني خبرو نامعلوم برخليک، په هېواد کې د جګړو شدت او د دوحې تړون خلاف د طالبانو پر مرکزونو د امريکا د هوايي بريدونو بيا پيلول، په افغانستان کې استعمال شوې وسلې او پوځي تجهيزات د پاکستان پوځ په واک کې ورکول چې دا شل کاله يې په مختلفو نومونو افغانان ورباندې وژلي او د ځينو رسنيو د راپورونو له مخې د ډيورنډ فرضي کرښې پورې غاړې ته يې ځای پر ځای کول؛ د افغانستان په اړه د امريکا د راتلونکي پېچلي پلان په اړه شکونه پيدا کوي او داسې نه ښکاري چې دغه هېواد دې په افغانستان کې د خپل پوځي شتون په ختمېدو سره، خپله دوسيه وتړي.
امريکا او ملګرو يې په ۲۰۰۱ کال کې په مختلفو پلمو پر افغانستان پوځي تېری وکړ، چې سږ کال يې شل کاله پوره شول او په دې موده کې يې په افغانستان کې ډول ډول وسلې و ازمويلې، ميليونونه افغانان شهيدان، ټپيان او بې کوره شول.
شعارونه يې له بشري حقونو، ښځو حقونو، بيان آزادۍ څخه دفاع او له (ترهګرۍ) سره مبارزه وه؛ خو په عمل کې دوی خپله د بشري حقونو تر ټولو ستر تېري کوونکي پاتې شوي او د دوی ټولې کړنې ترهګري وه او دا دي شل کاله يې هره ورځ او هره شپه د خلکو شخصي حريم مات کړی، آن د ودونو او جنازو پر مراسمو يې بريدونه وکړل، کلي او بانډې، جوماتونه او مدرسې يې له خاورو سره خاورې کړل، خلک يې په سپيو وداړل، ضعيف يورانيم او سپين فاسپورس او نورې منعه شوې او نا تعريف شوې وسلې يې وکارولې، آن څو څو ځله يې پر افغان امنيتي ځواکونو هم بريدونه وکړل، لنډه دا چې داسې جنايتونه يې وکړل چې ښايي د بشريت په تاريخ کې بېلګه ونه لري.
که څه هم امريکا په ۲۰۱۴ کال کې له افغان دولت سره امنيتي تړون لاسليک کړ، هغه امنيتي تړون چې عام ولس يې پر خلاف هماغه وخت غږ پورته کړ، خو تر نن پورې امريکا د دغه تړون خيال نه دی ساتلی او هر وخت يې چې زړه غوښتي، د افغانستان په اړه يې خپله پاليسي بدله کړې.
هغه تړون چې متن يې هم خپله د امريکايانو لخوا ليکل شوی او ځان ته يې ښه ډېر امتيازات ټاکلي، خو بيا يې هم نه عملي کوي، نو دا د دې ښودنه کوي چې امريکا په هېڅ امتياز هم نه راضي کېږي، بلکې نورو ته د ژوند کولو پر حق هم نه ده قايله.
د امريکا د همدې ټول غوښتنو له امله اوس د افغانستان د پارلمان ډېری استازي او نور بانفوذه سياسي ګوندونه او اشخاص له امريکا سره پر شوي پوځي تړون پښېمانه دي او لغوه کېدل يې غواړي.
د روان کال د فبرورۍ په ۲۹مه يې د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره د سولې تړون لاسليک کړ، چې يوه مهمه برخه يې له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو عسکرو وتل او په دې موده کې يو پر بل بريد نه کول دي؛ خو اوس طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې امريکا د دغه تړون خلاف ډېر هوايي بريدونه کړي.
چې خبره رانه اوږده نشي، هدف دا دی چې امريکا هېڅ وخت خپل اهداف چا ته نه دي مشخص کړي او هېڅکله يې له هېچا سره پر کړو ژمنو او تړونونو وفا نه ده کړې او له دې وروسته يې هم نه کوي.
يو شی چې اوس ډېر روښانه دي، دا دي چې امريکا له افغانستان څخه خپل عسکر وباسي، خو هېڅکله به په افغانستان کې خپله دوسيه ونه تړي.
دا چې په کومو پلمو به خپل نفوذ ته دوام ورکړي، ښايي يوازې سپينه ماڼۍ او پنټاګون پوهېږي؛ خو له اوسني وضعيت څخه داسې ښکاري چې امريکا په افغانستان کې د جګړو دوام د ځان په ګټه ګڼي، خو داسې جګړه چې ظاهراً د امريکا پښه پکې ښکېل نه وي، بلکې دوی به د مشر ورور رول لوبوي او کله يې چې زړه وي بريد به کوي.
امريکا ښکاره نورو هېوادونو ته د افغانستان په جګړه کې د ښکېلېدو بلنه ورکوي او که څوک شک لري؛ نو يوټيوب ته دې مراجعه وکړي او ښايي د ټرمپ هغه وينا لاهم موجوده وي، چې په ۲۰۱۹ کال کې يې خپلې کابينې ته د خبرو پر مهال پاکستان، هند او روسيې ته د افغانستان په جګړه کې د ګډون بلنه ورکړه.
امريکا په پوځي ډګر کې ماتې خوړلې، خو متاسفانه افغانان تل دښمن ته له ماتې ورکولو وروسته خپلو موخو ته په رسېدو کې ناکام شوي.
افغانان تل په پوځي ډګر کې دښمن ته له ماتې ورکولو وروسته د خپلمنځي اختلافونو له امله دومره کمزوري شوي، چې بالاخره يا بېرته هماغه ماتې خوړلی دښمن ورباندې برلاسی شوی او يا د بل دښمن يرغل ته زمينه برابره شوې.
په هر صورت! اوس يوازينۍ هيله بين الافغاني خبرو ته ده او که خدای مه کړه دغه خبرې ناکامې شوې، نو اوسنۍ ناکامه امريکا به په افغانستان کې د پاتې کېدو جرئت پيدا کړي؛ خو دا ځل به نه يوازې امريکا؛ بلکې ځينې ګاونډي هېوادونه هم مداخله وکړي او وضعيت به کټ مټ د سوريې او عراق په شان وي چې هغه وخت به دا ټول مسووليت هغو چارواکو ته راجع وي، چې اوس په بېلابېلو پلمو د بين الافغاني خبرو ناکامېدل غواړي.
همدا ډېر ښه فرصت دی چې ښکېل افغان لوري بايد د خپل مظلوم ملت او هېواد حال او راتلونکې ته پام وکړي، له زور ازموينې او ځان غوښتنو تېر شي، يو بل وزغمي او همدا د بري يوازينۍ لار ده چې هم امريکا او هم نور بدغواړي ناکامولای شي.