د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته امریکایان بیا بیا داسې پیغامونه ورکوي، چې ګواکې د روانو ستونزو او جګړې پړه پر دوی نه ده او دا افغانان دي چې په خپلو منځونو کې نه سره جوړېږي. امریکايي چارواکي اوس د یو اړخ په توګه نه، بلکې د یو زورور منځګړي په توګه ځان را مخکې کوي او دواړو اړخونو ته له فشارونو سره مله نصیحتونه کوي. دوی داسې ښيي چې ګواکې امریکا نه یوازې د ستونزو لامل نه ده؛ بلکې غواړي چې د افغانستان ستونزه حل شي.
د امریکا او طالبانو د توافق ډول له سره همداسې و چې پکې یوازې د امریکا او طالبانو د لانجې حل ته پام شوی و. په دې هوکړه کې نه یوازې امریکايي ځواکونه خوندي شوي دي؛ بلکې نور امریکايي اهداف هم تر برید لاندې نه راځي. زرګونو امریکايي ځواکونو ته د وتلو خوندي لاره برابره شوې ده او د دې تر څنګ یې په لګښتونو کې هم میلیاردونه ډالره کمی راغلی دی. په هوکړه کې له سره دې ته پام نه کېده او نه شوی چې افغانان هم خوندي شي، جګړه ودرېږي او په افغانستان کې سوله او ثبات راشي. آن په هوکړه کې د امریکا له اړخه په شعوري ډول داسې مسایل ځای پر ځای شوي چې د سولې پر وړانډې خنډ جوړوي او د جګړې له دوام سره مرسته کوي. له همدې امله د امریکا او طالبانو له هوکړې نږدې اووه میاشتې وروسته هم افغان وژنه همغسې روانه ده او د سولې په خبرو کې کوم خاص پرمختګ نه دی شوی.
د سولې په روانو خبرو کې د ځنډ او خنډ تر شا یوازې له دې امله امریکا نه ده چې په هوکړه کې یې داسې مسایل ځای پر ځای کړي، چې اوس په خبرو کې د خنډ سبب شوي؛ بلکې امریکا اوس هم په خپل دریځ او پټو پیغامونو سره د دغو خنډونو تر شا ده. امریکايي چارواکي اوس هم حکومت او طالبانو دواړو ته هغه څه نه وايي چې په ظاهره یې څرګندوي، بلکې دواړو اړخونو ته داسې پیغامونه انتقالوي چې خنډ یې جوړ کړی دی. اوس هم حکومت ته ملاتړ او په جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو تر څنګ د درېدو پیغام ورکوي، خو طالبانو ته بیا وايي چې دوی له دې سره موافق دي او ملاتړ یې کوي، چې د دوحې هوکړه باید د بین الافغاني خبرو اساس وي. له بله اړخه د دوی فشار د خبرو د پیل سبب شو او د دوی فشار د پرمختګ سبب هم کېږي؛ خو دوی په قصدي او شعوري ډول داسې فشار نه راولي چې دواړه اړخونه جګړې او وژنې بندې کړي او د سولې په خبرو کې محسوس پرمختګ وشي.
له همدې امله امریکا لا هم په افغانستان کې د جګړو او وژنو تر شا ده چې له بده مرغه دواړو اړخونو ورته د دې حالت زمینه برابره کړې ده. موږ باید هېر نه کړو چې جګړه هم د امریکا په خوښه وه او د سولې او جګړې اوسنی حالت هم د امریکا په خوښه او پلان مخ ته ځي. تر هغو چې موږ د امریکا له مداخلې پرته خپلواک ګامونه وانه خلو، نه به جګړه ودرېږي او نه به هم واقعي سوله ووینو.