د لوېديځ ځينو فکري ټولنو په دې وروستيو کې د راپورونو په خپرولو سره وويل، چې د چين په شينجيانګ کې پر ډېرو وګړو باندې جبري کارونه کيږي او ځينې لوېديځ سياستوال په شينجيانګ کې د تش په نوم د جبري روزګار ادعا د مطرحولو په هڅه کې دي. ايا په شينجيانګ کې رښتیا هم داسې وضعیت دی؟ د شينجيانګ د پرمختګ څېړنيز مرکز اړوندو کارپوهانو ته بلنه ورکړې، څو د شينجيانګ د ملي لږکيو د کار او استخدام د وضعيت په اړه پلټنې وکړي.
څېړنيزې ډلې د شينجيانګ له ايلي، قارامای، کاشغر، ختن، قزيلسو، ياقسو او شخنزه، د بیجېنګ او تيان جين د څه باندې ۷۰ تصديو، کرنيزو همکاريزو ټولنو او شخصي شرکتونو څخه ليدنې کړې او د ليدنو په ترڅ کې يې د تصديو د اداره کوونکو، کارکوونکو، د شخصي شرکتونو د خاوندانو او د ملي لږکيو په ګډون، له ۸۰۰ کسانو سره خبرې کړې دي، له ۲۰۱۶ کال څخه راپدېخوا ۲۶ خپاره شوي حکومتي سندونه او له ۲۰۰۵ کال راهيسې ۴۸ خپرې شوې علمي مقالې يې څېړلې دي. د تر لاسه شويو معلوماتو او څېړنو له مخې، دا ښيي چې د شيجيانګ او د چين د نورو ولايتونو او ښارونو د بېلابېلو کچو ادارو او اړوندو تصديو په فعاله توګه د کار او استخدام په چارو کې د شينجيانګ له ملي لږکيو سره مرستې کړې دي او د ځايي بېلابېلو قومونو د خلکو د کار او د پرمختګ حق يې ساتلی دی، د بېلابېلو قومونو خلک په خپله اراده او خوښۍ کار کوي او د خپلو دندو ازاد انتخاب کوي او يا خپلې چارې پر مخ وړي، نو په شينجيانګ کې په لويه پيمانه د جبري کار ادعاوې ناسمې دي. د لوېديځو فکري ټولنو ځينې نظريې غلطې او نامناسبې دي او د دوی استدلال او تحليل هېڅ اساس نه لري.
د يادې څېړنيزې ډلې لخوا په خپور شوي راپور کې راغلي چې د شينجيانګ د بېلابېلو کچو حکومتي ادارو د کار او استخدام لارښوونکې ډلې جوړې کړې دي. حکومتي ادارو په نورو سيمو کې د ځايي وزګارو کسانو د کار او استخدام د ترتيباتو په چارو کې تل د دغو کسانو د ارادو او خوښۍ درناوی کړی او کوي یې او لومړی له دوی څخه د کار د موقعيت، د مسلکي ډولونو او مشخصو دندو او د روزنې د اړتياوو په اړه د علاقې او نظر پوښتنې کوي. دغه کسان په خپله خوښه نومونه ثبتوي او بيا په روزنو کې ګډون کوي. هغه کسان چې د خپل روغتيايي حالت له امله کار نه غواړي، غوښتنه يې منل کيږي او درناوی يې کيږي.
نوموړې ډلې د شينجيانګ د ملي لږکيو له خلکو سره په خبرو کې په دې اړه په ژوره توګه احساس کړې، چې دغه کسان د دندو د ضمانت په برخه کې حکومتي مرستې او همکارۍ ته اړتيا او تمه لري. په کاشغر او ختن کې د ملي لږکيو له ۲۰۰ بزګرانو څخه شوې پوښتنې د دې ښودنه کوي، چې زياتره ځايي بزګران هيله لري چې ځايي حکومتي ادارې د دندو د ترتيباتو په برخه کې بايد له خلکو سره مرستې وکړي.
هر کال د شينجيانګ د بېلابېلو کچو حکومتي ادارو د ځايي خلکو لپاره د دندو د مسلکي مهارتونو په روزنه کې ډېره پانګونه کړې ده. د شمېرنې له مخې، له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې په شينجيانګ کې ۶ میليونو ۹۵۷ زرو کسانو د مسلکي مهارتونو په روزنو کې ګډون کړی، ۳۷۹ زرو او ۴ سوو کسانو خپلې چارې ښې پر مخ وړې او ۸۲۷ زره او ۴ سوه کسان پر دندو ګومارل شوي دي.
په نوموړي راپور کې ويل شوي چې د حکومت په مرسته د ملي لږکيو زياتو خلکو د خپلې خوښې دندې تر لاسه کړې دي. له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې د دندو لپاره د شينجيانګ له کليو څخه نورو سيمو ته د تلونکو کسانو شمېر ۱۶ میليونو او ۵۷۰ زرو ته رسيدلی دی.