د چين د شمېرنې رياست د اکتوبر په ۱۹مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړې چې له مخې يې د روان کال په درېيمه ربعه کې د چين د اقتصاد زياتوالی 4.9 سلنې ته رسېدلی. سږ کال په لومړيو ۹ مياشتو کې د چين د عمومي توليداتو ارزښت د تېر کال د همدې مودې په نسبت 0.7 سلنه زيات شوی او په دې توګه يې اقتصادي زياتوالی له منفي څخه مثبت حالت ته بدلون موندلی، نو ويل کېږي چې د چين اقتصادي چارې د دوامداره عادي کېدو په حال کې دي.
شک نه شته چې د چين د اقتصاد عادي کېدل د نړيوال اقتصاد پر احيا ډېره فعاله اغېزه کوي. نړيوال وجهي صندوق په خپل تازه راپور کې د سږ کال د چين د اقتصادي پرمختګ کچه 1.9 سلنې ته لوړه اټکل کړې، چين به ښايي د نړۍ يوازينی اقتصاد وي چې مثبت اقتصادي پرمختګ يې موندلی. د دې صندوق مشراقتصادپوه ګيتا ګوپناد وويل، د چين د اقتصادي پرمختګ له کبله، د نړيوال اقتصاد شمېر هم لوړ شوی، که نه، په ۲۰۲۰ کال او ۲۰۲۱ کال کې به د نړيوال اقتصاد د زياتوالي شمېر منفي وي.
اوس چې د نړۍ په ډېرو سيمو کې د کوويد-۱۹ ضد سخته مبارزه روانه ده، د چين د چټکې اقتصادي ودې لامل څه دی؟ ځوابونه لاندې دي:
لومړی، چين د کوويد-۱۹ د وقايې او کنټرول په برخه کې تر وسې پورې کوښښونه کړي او په زړه پورې برياليتوب يې تر لاسه کړی. د چين حکومت د خلکو ژوند او خونديتوب ته لومړيتوب ورکړی. کله چې د سږ کال په لومړيو مياشتو کې کوويد-۱۹ وبا رامنځته شوې، چين د قرنطين يو لړ جدي تګلارې غوره کړې او پر دغه ويروس ټول اخته شوي کسان په وړيا توګه تر درملنې لاندې ونيول شول. د مالوماتو له مخې، د تېرې مارچ مياشتې تر پايه پورې چين د دغه ويروس ضد مبارزه کې څه باندې ۱۲۰ ميليارډه يوانه لګولي دي. چينايانو د حکومت تر لارښوونې لاندې هم د وقايې تدبيرونه په جدي توګه نيولي او دغه راز په دغه هېواد کې د ناروغانو شمېر ډېر ژر کنټرول شوی.
په تېر جون مياشت کې بېجينګ کې د دغه ويروس دوهمه څپه رامنځته شوې، د ځايي حکومت د يو لړ اغېزمنو تدبيرونو له کبله په دوو اوونيو کې کنټرول شوه. بيا څو ورځې مخکې چينګداو ښار کې يو ځل بيا پر دغه ويروس ۱۲مثبتې پېښې پيدا شوې، ځايي حکومت سمدلاسه اقدام وکړ او د ناروغانو شمېر لا نه دی زيات شوی. په دې توګه د چين ټولنې په بېلا بېلو برخو کې کارونه او چارې هم ګام په ګام عادي روانې دي.
دا يو واقعيت دی چې د کوويد-۱۹ ناروغۍ ښه وقايي او کنټرول د ټولنې ثبات او د اقتصاد د احيا لپاره تر ټولو مهم بنسټ دی.
دوهم، د چين حکومت د کوويد-۱۹ د وقايې او کنټرول په عين وخت کې له اړوندو تصديو او بېوزلو خلکو سره هم ډېرې مرستې کړې، په لومړيو اتو مياشتو کې يې 1880 ميليارډه يوانه ماليات کم کړي او په عين وخت کې د تصديو ګټې زياتې شوې. برسيره پر دې، په چين کې د کار صرفتونو سويه هماغه شان ساتل شوې او د اقتصاد د بياعادي کېدو لپاره يې ډېر مهم رول لوبولی دی.
درېيم، چين د کوويد-۱۹ د وقايې او کنټرول په عين وخت کې د اقتصادي پرمختګ په موخه نوې لارې چارې پيدا کړې، مثلا د چټک پوسټ او انلاين اقتصاد ستر پرمختګ موندلی او دغه راز د کوويد-۱۹ سره د مقابلې په بهير کې د چين اقتصادي زيانونو کچه هم ټيټه ده، نو د بياعادي کېدو سرعت هم ګړندی دی.