د رسنيو د رپوټونو له مخې، د امريکا د پنټاګون د پوځي استخباراتو بودیجه ۲۳ ميلياردو او سلو میليونو ډالرو ته لوړه شوې ده او دا په تېرو نهو کلونو کې تر ټولو لوړه اندازه ده.
دا چې امريکا د نړۍ تر ټولو شتمن او ځواکمن هېواد دی، له يو اړخه يې د خپلو استخباراتو لپاره دومره لوړه بودیجه ټاکل د حيرانتيا وړ باید ونه اوسي. د بېلګې په توګه، دغه هېواد يوازې په افغانستان کې د تېرو ۱۹ کلونو په ترڅ کې د رغونې او په پوځي ساحه کې زر ميليارده ډالر لګولي دي.
امريکا د خپلې دولتي بودیجې د مصرف د څرنګوالي د نظارت په موخه، يوه ځانګړې اداره هم جوړه کړې او وخت پر وخت معلومات له رسنيو سره شريکوي؛ خو پوښتنه دا ده چې ايا رښتيا هم د استخباراتي معلوماتو راټول دومره زياتې بودیجې ته اړتيا لري او که په دې پلمه نورې پټې موخې تعقیبوي؟
د امريکا د دفاعي خبرونو اونيزې (Defance news) د اکټوبر په ۲۱مه يوه شمېره خپره کړه، چې له مخې يې د استخباراتي معلوماتو لپاره چې د پوځي استخباراتو پلان ياديږي، د پنټاګون ياده بودیجه د ترکيې له ټول پوځي لګښت څخه چې شاوخوا ۲۰ ميليارده او ۶۰۰ ميليونه ډالره ښودل شوې، هم زياته ده.
پنټاګون په خپله اعلاميه کې ويلي چې دغه بودیجه کې دوه برخې ځای لري، چې يوه يې بنسټيزو لګښتونو او بله يې په بهرنيو هېوادونو کې بېړنيو عملياتو ته بېله شوې ده او هدف يې د امريکا له ملي دفاعي ستراتيژۍ ملاتړ کول دي.
له دې وړاندې پنټاګون د امريکا کانګرېس ته د روان کال لپاره تر ۲۳ ميلياردو ډالرو کمې بودیجې غوښتنليک وړاندې کړی و، خو اوس تازه خپره شوې شمېره ښيي چې د امريکا کانګرېس د پنټاګون له غوښتنې ډېره بودیجه منظور کړې ده.
په ۲۰۱۹ کال کې د امريکا د کانګرېس لخوا په يوه خپاره شوي رپوټ کې راغلي وو، چې د پوځي استخباراتو د پلان لپاره بودیجه د جنګونو، د نورو هېوادونو او بهرنيو سياسي ډلو په اړه د معلوماتو د خپرولو او د اړوندو استخباراتي فعاليتونو لپاره لګول کيږي. پر دې سربېره، د امریکا د ځانګړو ځواکونو قومانداني هم له دې بودیجې څخه استفاده کولای شي. دغه قومانداني په يادو پيسو د هغو کشفي څارګرو الوتکو پر اخيستلو لګيا ده، چې د استخباراتي معلوماتو راټولولو، کشف او څار پر عصري ټکنالوژۍ باندې سمبالې دي.
يوه خبره چې ډېره روښانه ده هغه دا ده چې د پنټاګون د بودیجې زياته برخه د استخباراتي معلوماتو پر راټولولو او د بې پيلوټه الوتکو د اخيستلو په برخه لګول شوې ده.
په عين حال کې پر ځينو هېوادونو د امريکا بريدونه هم زيات او سخت شوي دي. د بېلګې په توګه، امريکا د چين د شينجيانګ، کرونا وبا او هانګ کانګ په ګډون، په څو برخو کې پر چين بې ساري بې بنسټه تورونو لګولو ته اړم شوې ده.
هغو کسانو ته چې په دې اړه حقيقت ورته نه معلوم نه دی، ښايي د امريکا له لوري د خپرو شوو ناسمو معلوماتو او پروپاګند تر اغېز لاندې راشي.
د توجه وړ خبره دا ده چې د افغانستان په فضا کې بې پيلوټه امريکايي الوتکې هم د پنټاګون د استخباراتي بودیجې په لګښت پروازونه کوي.
خو په دې ترڅ کې ښايي ټولو ته د امريکا پټ پلانونه او موخې لا نه وي معلومې او په دې نه وي خبر چې پنټاګون دومره زياته بودیجه په حقيقت کې د څه لپاره او ولې مصرفوي؟