په افغانستان کې د کلونو جګړې او تاوتریخوالي وروسته د افغان ولس هغې غوښتنې ته لبیک وویل شو چې ټولو یې بې صبرانه انتظار درلود او هیله یې دا وه چې دغسې ورځ په خپل ژوند کې وویني.
له نېکه مرغه د افغان حکومت، نړیوالې ټولنې، سیمې هېوادونو، طالبانو او سیاسیونو په هلو ځلو د جګړې د ښکېلو اړخونو تر منځ د سولې د ټینګښت په اړه د مخامخ خبرو اترو زمینه برابره شوه او دواړو ډلو دې ته چمتووالی وښود چې د روان ناورین د پای ته رسولو لپاره د مذاکرې مېز ته کېني.
د افغان سولې لپاره په تېرو کلونو کې ډېرې هلې ځلې وشوې او مختلفو اړخونو پکې ګډون درلود، خو پایلې یې تر ډېره محسوسې نه وې. دا ځل د سولې روانو خبرو ته د ولس هیلې او تمې ډېرې دي؛ ټول یې تاریخي اقدام ګڼي او ډاډه دي چې د جګړې له منحوسې بلا به یې ژغوري.
په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مخامخ خبرې پرته له شکه چې تاریخي دي؛ ځکه د نړیوالې ټولنې او د سیمې د هېوادونو بشپړ ملاتړ ورسره دی او د تېر په پرتله یوه ښه کورنۍ او بهرنۍ اجماع رامنځته شوې ده. له دغو خبرو دا ځل د ولس تمې ډېرې لوړې دي او نړیوال هم د یوې مثبتې پایلې د څرک لارې څاري.
جګړې په تېر کې او اوس هره ورځ د لسګونو هېوادوالو نه قرباني اخیستې او اخلي یې، ټول د چټکې پایلې غوښتونکي دي، تر څو جګړه ودرېږي. د خلکو د غوښتنې منطق هم ډېر پر ځای دی؛ ځکه څومره ژر چې د سولې د خبرو پایلې معلومېږي، په هماغه کچه د افغان وژنې، وطن ورانېدو او وینې تویېدو مخنیوی کېږي.
په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو له لوري مذاکراتي مرکچیان د لوړ باور پر اساس ټاکل شوي او تاریخي مسوولیت ور ترغاړې دی، دا د دوی درایت او پوهې پورې اړه لري چې خپل مسوولیتونه په څه ډول او په څومره موده کې ترسره کوي او ولس ته مثبته نتیجه په لاس ورکوي. پرته له شکه چې د افغانانو سرنوشت اوس د دواړو ډلو د مذاکراتي پلاوي په لاس کې دی، دوی که غواړي له ولس او هېواد سره ښه وکړي، خپل انساني او ملي مسوولیت باید په دقیقه توګه ترسره کړي.
دغه مذاکرات د ماهیت، ارزښت او تاریخي پلوه خورا مهم دي، له مخکې مو چې وویل د مرکچیانو مسوولیتونه هم درانه دي. په اوسني وخت کې د تاوتریخوالي کمول، د اوربند تامین، په ولسي خلکو او امنیتي ځواکونو د بریدونو درول، د یو بل زغمل او په تېرو بحث نه کول هغه مسایل دي، چې د دواړو خواوو اساسي مسوولیتونه ګڼل کېږي او د ترسراوي لپاره یې باید هر اړخیزې هلې ځلې وکړي، تر څو د مذاکراتي تاریخي حیثیت وساتل شي.
د تېرو کلونو لاسته راوړنې نه یوازې افغان حکومت، بلکې طالبانو ته هم مهمې دي، ځکه که دوی حکومت ته راګډېږي، له همدې امکاناتو او فرصتونو به په مساوي ډول برخمن کېږي. د دواړو اړخونو ټینګار باید د تېرو لاسته راوړنو ساتنه وي. په دې لاسته راوړنو کې ملي پوځ، استخبارات، ملي پولیس، عامه تاسیسات، دولتي ادارې او نور شامل دي، چې د نوي حکومت او نظام په چلولو کې به ټولو سره مساوي مرسته کوي.
د مذاکراتو په جریان کې اختلافي مواردو له منځه وړل، د کینې ختمول، یو بل ته د ماتې او بریا پېغورونه نه ورکول، تورونه لګول او عمومي بښنه هغه مسوولیتونه دي چې په راتلونکي حکومت کې به د دواړو خواوو سیاسي مشارکت په ښه توګه تمثیل کړي.
موږ هیله من یو، چې حکومت او طالبان د خپل تاریخي مسوولیت په ترسره کولو کې په پوره تدبیر بېړه وکړي او له شته فرصته عظیمه ګټه پورته کړي. ژر نتیجې ته رسېدل او د یو بل پر خبرو قناعت به هغه څه وي چې د دغو خبرو په مثبته پایله کې به اساسي نقش ولري. دواړې خواوې باید تر وروستي حده هڅه وکړي چې دغه رامنځته شوی فرصت ضایع نه شي، ولس او هېواد یو ځل بیا د بربادۍ لور ته سوق نه شي. مهمه ده، چې مذاکرات د پوره صمیمیت، ورورولۍ او یو بل زغملو په فضا کې ترسره شي. له داسې خبرو باید ډډه وشي چې مذاکراتو ته زیان رسوي او د دښمن هدف د سولې د خبرو ویجاړل ممکن کړي.
همدا اوس مغرض سیاسون، ځینې هېوادونه، استخباراتي کړۍ او د سولې نور مخالفین هڅه کوي چې په یو ډول نه یو ډول دغه خبرې تخریب کړي او خپلې ناوړې موخې ترلاسه کړي. مرکچي پلاوي باید دغو حساسیتونو او دسیسو ته په کتو خپل تاریخي مسوولیت په افغانۍ او اسلامي احساس ترسره کړي.