د سولې خبرې به په افغانستان کې د طالبانو او کابل ترمنځ د موقت حکومت په اړه يو توافق ته سره ورسيږي. په دې ليکنه کې هغه موارد رانغاړل شوي، چې که یې دواړه لوري پام کې ونیسي، نو د ۱۹۹۲ او ۲۰۰۱ کلونو په دامونو کې له بیا راګیرېدو به یې مخنیوی کړی وي.
د طالبانو او د افغانستان اسلامي جمهوريت تر منځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې مذاکرات پيل شوي، خو لا هم تاوتريخوالی دوام لري او ان داسې ښکاري، چې لا یې شدت موندلی دی. د اکټوبر په ۲۴مه نېټه په کابل کې پر يو ښوونيز مرکز د بريد په څېر، چې لږترلږه ۳۰ زده کوونکي پکې ووژل شول او مسووليت يې تش په نوم داعش ډلې پر غاړه واخيست، د يو شمېر خونړيو بريدونو په کتار کې راځي. دغه ډله هر ډول مذاکرات ردوي، ځکه دوی خپلې نړيوالې اجنډاوې تعقيبوي. خو دواړه؛ طالبان او حکومت هم، د وروستيو ملکي تلفاتو مسوول دي او د طالبانو تحرکات تر ډېره د تاوتريخوالي زېږنده دي. همدا لامل دی، چې په کابل کې حکومت، سياسي اپوزيسيون او د مدني ټولنې ډلې ټول د اوربند غوښتنه کوي.
تر دې مهاله د تاوتريخوالي د پای ته رسولو لپاره يوازنی شرط، چې طالبانو يې یادونه کړې ده؛ هغه د يو “اسلامي نظام” رامنځته کول دي، چې دوی نه دی تعريف کړی. دې ډلې همدا راز د مذاکراتو د پرمختګ او تګلارې مخه هم له دې امله ډپ کړې ده، چې غواړي بين الافغاني مذاکرات د حنفي فقهې پر بنسټ پر مخ لاړ شي. که چېرې مذاکرات يو واقعي ماهیت خپلوي، اوربند به هم د اجنډا د يوې برخې په توګه مطرح وي.
له دې جملې پر يوه يې هم له طالبانو سره هوکړه کول، دغه ډله اړ باسي، چې په مقابل کې يو څه ورکړي. دوی به له امريکا متحدو ايالتونو څخه له افغانستانه د ځواکونو د اېستلو لړۍ د بشپړولو په تړاو د نورو ضمانتونو غوښتنه وکړي او پر طالبانو د لګول شويو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه به مطرح کړي. افغان لوري ته به، د اوسني حکومت پر ځای د دواړو لوريو د استازو ترمنځ د موقت حکومت رامنځته کولو غوښتنه وړاندې کړي.
موقت حکومت به لکه څه ډول چې د دوحې توافق د افغانستان د سياسي راتلونکې لپاره “د لارې نقشه” بلل شوې ده، د سياسي پروسې د اداره کولو چارې پر مخ يوسي. دغه ډول يوه مفکوره په کابل کې تر بحث لاندې ده، خو ډېره جنجالي ده. په ټوله کې، موقت حکومتونه د افغانستان په شمول د سولې پروسو کې اوږده او عملي مخينه لري، خو د افغانستان تاريخ ښيي، چې دغه ډول جوړښت خپل خطرونه هم له ځان سره لري.
د ۲۰۰۱ کال د بن تړون چې په افغانستان کې د طالبانو د رژيم د نسکورولو په پايله کې د امريکا له اشغال وروسته تر سره شو، د شپږو مياشتو لپاره يې د موقتې ادارې تشکيلولو ته زمينه برابره کړه او ددې موقتې ادارې مسووليت دا و، چې د انتقالي ادارې تشکيلولو لپاره بېړنۍ لويه جرګه راوبولي څو د ټاکنو څارنه وکړي او نوی اساسي قانون نافذ شي. دغه انتقال تر ډېره د پراخ نړيوال حضور تر ملاتړ لاندې ترسره شو، خو په دې پروسه کې د طالبانو نه شتون او ګڼې نورې تېروتنې د دې لامل شوې، چې د سولې پر ځای د يوې نوې جګړې اور بل کړي.
تر دې مخکې، افغانستان له ۱۹۹۱ تر ۱۹۹۲ کال هم د يو موقت حکومت د تشکيل تجربه درلوده. په هغو ورځو کې، د ځینو هڅو په پايله کې، چې د امريکا او پخواني شوروي اتحاد په ملاتړ د ملګرو ملتونو لخوا يې رهبري کېده، ولسمشر محمد نجيب الله استعفاء وکړه. تمه وه چې د هغه له ګوښه کېدو وروسته به موقت حکومت ته لاره هواره شي، خو برعکس شخړو زور واخيست، چې په پايله کې يې دولتي بنسټونه ونړېدل او د جګړې په شدت کې ناببره طالبان رامنځته شول.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه پېښې د يو خبرداري په توګه یادې کړې دي. هغه د متحدو ايالتونو د سولې انسټیټیوټ او اتلانتيک شورا په کوربتوب په يوه ويډيويي وينا کې خپلو مخاطبينو ته وويل، “ډاکټر نجيب الله د استعفاء په اعلانولو سره د خپل ژوند تر ټولو ستره تېروتنه وکړه. ده زیاته کړه”لطفاً له موږ مه غواړئ چې هغه فلم بيا چالان کړو چې ښه پرې پوهېږو.”
هغه تاريخ ته په ژوره توګه په کتو سره چې غني ورته اشاره در لوده، د اثبات وړ ده. د ۱۹۸۸ کال د جينيوا تړونونو د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ په پنځلسمه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو اېستلو ته زمينه برابره کړه. د ثبات پر لور د لومړي ګام په توګه، هغوی همداراز د ۱۹۸۸ کال د مې تر مياشتې د امريکا لخوا له مجاهدينو سره د مرستو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه، خو امريکا دا غوښتنه ځکه عملي نه کړه چې غوښتل یې پخوانی شوروي اتحاد بايد له افغان حکومت سره خپلې پوځي مرستې پرې کړي.
د جينيوا توافقاتو د يو سياسي انتقال په اړه هېڅ راز ليدلوری وړاندې نه کړ، خو په ۱۹۸۹ کال کې، کله چې د پخواني شوروي اتحاد لښکرې له افغانستانه وتلې وې، مسکو له ملګرو ملتونو سره، د ملګرو ملتونو په ملاتړ د داسې يو سياسي جوړجاړي او شرايطو په اړه خبرې پیل کړې، چې دواړه لوري به پوځي مرستې بندوي. نجیب الله او د هغه شوروي ملاتړو ټينګار کاوه چې پروسه بايد د هغه (ډاکټر نجيب) تر مشرۍ لاندې پیل شي او په پايله کې به واک پرېږدي. امريکا، مجاهدينو او پاکستان ټينګار کاوه چې نجیب الله بايد په پيل کې استعفاء وکړي او د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب موقت حکومت رامنځته شي. مسکو د ۱۹۹۱ کال په اګسټ کې د سخت دريځو سياسي ډلو لخوا له يوې ناکامې کودتا وروسته، چې د همدې کال په ډسمبر کې د شوروي اتحاد د پاشل کېدو لامل شوه، ومنله. د ۱۹۹۱ کال په سپټمبر کې، دواړه لوريو (امريکا او شوروي اتحاد) هوکړه وکړه چې د ۱۹۹۲ کال تر جنوري مياشتې به له خپلو نيابتي ډلو سره پوځي مرستې پرې کوي او د همدې کال په اپرېل کې به واک له ډاکټر نجيب الله څخه يو موقت حکومت ته سپارل کېږي. په پاکستان کې د مجاهدینو مشرانو دغه توافق رد کړ او هاخوا، متجاوزو ملېشه ډلو د ملګرو ملتونو په ملتيا هند ته د نجیب الله د الوتنې مخه ونيوله. د امنيتي ځواکونو په منځ کې درزونه ايجاد شول او په کابل کې جګړې پيل شوې. همدغه کورنۍ ګډوډۍ وې چې د طالبانو راټوکېدو ته يې زمينه برابره کړه.