د چين د کمونېست ګوند د نولسمې مرکزي کمېټې پنځمه عمومي غونډه د اکتوبر له ۲۶مې نېټې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې په بېجينګ کې ترسره شوه. په دغه غونډه کې د چين ۱۴م پنځه کلن پلان تصويب شوی او د راتلونکو ۵ کلونو لپاره د دغه هېواد د اقتصادي او ټولنيزې ودې ټاکل شوي مهم هدفونه يې په لاندې ډول دي:
په اقتصادي وده کې دې نوي پرمختګونه ترلاسه شي، د اقتصادي ودې په کيفيت او موثريت کې دې د پام وړ لوړوالی راشي او اقتصاد ته دې د همدې هدفونو پر بنسټ دواملرونکی او سالم پرمختګ ورکړی شي او دغه راز دې د اقتصادي ودې لپاره د هغوی پټ قوت راڅرګند او استفاده دې ترې وشي، داخلي بازارونه دې لاپياوړي شي او اقتصادي جوړښت دې لا مساعد او آسانه شي، ابتکاري وړتيا دې لا لوړه شي، صنعتي بنسټونه دې لا پرمختللي شي او صنعتي ځنځير دې لاعصري شي، زراعتي بنسټونه دې تقويه شي، ښارونه کلي دې په برابر او همغږي ډول پرمختګ ومومي او د اقتصادي سيستم د عصري کېدو په بهير کې دې مهم پرمختګونه ترلاسه شي. د اصلاحاتو او ورخلاصون په برخه کې دې نوي ګامونه پورته شي، سوسياليستي بازاري او اقتصادي سيستم دې لابشپړ شي، لوړه سويه لرونکی بازاري سيستم دې په اساسي ډول جوړ شي، په بازارونو کې دې کار و بار لافعال شي، په بازارونو کې دې سالم رقابت ته زمينه برابره شي او د لاپرانيستي اقتصاد لپاره دې نوی نظام په بنسټيزه توګه جوړشي. د ټولنيز تمدن کچه دې لوړه شي، چينايان دې د هېواد پر سوسياليستي ارزښتونو لا پوه کړی شي او د خلکو ذهني، اخلاقي او معلوماتي کچه دې لا لوړه شي او فزيکي او روحي سلامتيا ته د تامين لپاره دې هڅه وشي، خلکو ته دې عام فرهنګي خدمات برابر شي او فرهنګي ژوند يې دې غني کړی شي، د چين کلتوري اغيزې کچه دې لوړه او د خلکو اتحاد دې لا پياوړی شي. د ايکولوژۍ ساتنه او پرمختګ کې دې نوې لاسته راوړنې رامنځ ته شي، له ځمکو د استفادې او ساتنې طريقه دې لا غوره شي، توليدي چارې دې داسې برابرې شي چې چاپېريال ته زيان ونه رسوي او دغه راز دې د انسان د ژوند طريقه هم د چاپېريال د ککړتيا د مخنيوي په موخه اصلاح شي. د طبيعت د ککړتيا د مخنيوي په موخه دې د ککړو او اضافي توکو د کمېدو لپاره يو مناسب سيستم جوړ شي په مسلسل ډول دې دغه اندازه کمه کړل شي تر څو طبيعت او د ژوند چاپېريال پاک شي. د خلکو ژوند سويه دې لوړه کړل شي، خلکو ته دې باکيفيته کاري فرصتونه برابر شي، د اوسېدونکو عايدات او د هېواد اقتصادي وده دې په هممهاله توګه زياتوالی ومومي، ټولنيز ضمانت دې لابشپړ شي، د بې وزلۍ د له منځه وړلو لاسته راوړنې دې وساتل شي او د زياتو لاسته راوړنو لپاره دې هڅو ته دوام ورکړی شي او د کليوالو سيمو د بيا سمسورتيا ستراتېژي دې په هراړخيزه توګه پلې شي. د هېواد د منجمنټ او اداره کولو سويه دې عصري شي، قانوني سيستم دې لابشپړشي، ټولنيز عدالت دې تامين شي، دولتي اداري سيستم دې نور هم اصلاح شي، پر خلکو د حکومت د منجمنټ د رول اغيزه او دغه راز پر حکومت د خلکو د باور کچه دې لا لوړه کړل شي، د لويو خطرونو د مخنيوي سيستم او ميکانيزم دې بشپړ، د بېړنيو پېښو پر وړاندې د مبارزې توان دې لاغښتلی شي، د طبيعي پېښو د مخنيوي سويه کې دې د پام وړ زياتوالی رامنځ ته شي او د ملي دفاعي چارو او د پوځ عصري کېدو بهير دې ډېر چټک شي.