کاپي رایټ د ادبي، علمي او هنري چاپ او ناچاپ آثارو د ساتنې قانون دی. که دا اثار په هر ډول وړاندې شي، په داسې حال کې چې د درک وړ وي؛ یانې لیدل، اورېدل او یا لمس کېدلی شي، نو د کاپي رایټ ملاتړ لري. که دا اثر مقاله، ننداره، ترانه، په رقص کې کوم نوی حرکت، کوډHTML یا کمپیوټري ګرافیک وي چې پر کاغذ، د کېسټې په پرده، سي ډي او یا هم د کمپیوټر په هارډویر د ثبت کېدو وړتیا ولري، په کاپي رایټ کې شاملېږي.
کاپي رایټ د انحصاري حقونو مجموعې ته وایي چې د یوه کس یا ادارې لخوا د خبر، راپور، تصویر او نورو رامنځته کوونکو څیزونو د امتیاز حق د تولیدوونکي کس حق بولي.
کاپي رایټ د هنري، ادبي او علمي کارونو د هڅونې په موخه رامنځ ته شوی او د همدې موخې له خورا لوی ارزښت څخه برخمن دی. پخوا وختونو کې چې د فکري او هنري اثارو نشر او خپرول محدود وو، د پنځوونکو د مادي ګټې د لاسته راوړلو توقع هم له دې اثارو څخه نه وه، نو ځکه د دې اثارو قانوني ملاتړ هم ضروري نه و؛ خو په اوسنۍ نړۍ کې د معنوي مالکیتونو له فوق العاده پراخوالي سره چې علمي پنځونو په فردي او ډله ییز ډول پیدا کړی او هغه رول چې دا برخه یې لري بالخصوص د بشري اقتصاد په پیاوړتیا کې؛ نو قانون جوړوونکي نه شي کولی چې نور هغو ته توجه ونه کړي.
د یوې پنځونې رامنځ ته کول که هغه کوم لیکلی مطلب وي، لکه کتاب، رساله او یا هم کوم صمعي او بصري اثر وي، د دې ټولو رامنځ ته کول خورا لوی زحمت او تکلیف غواړي، که پنځوونکی د خپل اثر مادي او معنوي امتیازات تر لاسه نه کړي، نو هېڅکله به دې ته زړه ښه نه کړي چې پنځونه وکړي، چې په دې سره به ټولنه وروسته پاتې وي، نه به پکې کوم غوره کتاب ولیکل شي او نه به هم کومه هنري پنځونه چې د ټولنې د عامه شعور د ويښ والي وړ وي، رامنځ ته شي.
که چېرې یو پنځوونکی د خپلې پنځونې او اثر له مادي او معنوي حقوقو څخه برخمن وي، نو هغه کار ته لا تشویقېږي او په خپل کار کې به د نوښتونو په رامنځ ته کولو بریالی شي، وروستۍ پنځونې به یې لا غوره او ښې وي، چې د ټولنې د پرمختګ لامل کېږي.
د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې لیکوالان، ژباړونکي، هنرمندان او عکاسان د خپلو اثارو او پنځونو له خرڅلاو څخه مناسبه ګټه لاسته راوړي، چې د هغه ژوند پرې په ښه توګه پر مخ ځي، نو دوی دا اړتیا نه لري څو کوم بل کار وکړي؛ دوی په خپل ژوند کې ډېر اثار لیکي او وروستي اثار یې دومره په زړه پورې وي چې په نړۍ کې په سلګونو ژبو ژباړل کېږي او په میلیونونو ټوکه چاپ او خپرېږي. که کاپي رایټ د دوی د پنځونو حقوق تضمین نه کړي، نو هېڅکله به پنځونو ته دوام ورنه کړي.
د بشر حقونو نړیواله اعلامیه نه یوازې ابتکاري او اصیل کارونه، بلکې د داسې حق اقتصادي منافع هم په رسمیت پېژني. د دې اعلامیې په (۲۷)مه ماده کې داسې راغلي: ۱- هر شخص حق لري چې په آزاده توګه د ټولنې په فرهنګي ژوند کې برخه واخلي، په هغه کې شریک شي او له هنرونو څخه بالخصوص د هنرونو له علمي پرمختګ او ګټې څخه برخمن کېدای شي.
۲-هر شخص دا حق لري څو له خپلو علمي، ادبي او یا هنري اثارو څخه د معنوي ګټې ملاتړ تر لاسه کړي.