د لوېدیځ تاریخي مطالعه سړی دې پایلې ته رسوي چې د نړۍ د دې برخې وګړي له ټولو انساني تمدنونو، هویتونو، پرګنو، ادیانو، رنګونو او حتی خاورینې جغرافیې سره یو ډول لیونۍ دښمني، کېنه، کرکه او نه پخلاه کېدونکې تربګني لري.
د بېلګې په توګه، که تاسو نوې کشف شوې امریکا ته چې اروپایانو د بې خلکو جنت نوم ورته کارولی، مطالعه کړئ او بیا هلته له سور پوټکو انسانانو سره د سپین پوټکي اروپایي انسان عقده، وحشت او له درندګۍ ډک نا انساني کردار او چلند وګورئ، نو دې پایلې ته به ورسیږی چې لوېديځ مېشته انسان د ټولو زړه راښکونکو او ښکلیو انساني ایډیالونو، ارمانونو او ګډو بشري باورونو پر خلاف د دې زغم، وړتیا او منلي سړیتوب ته ژمنتیا او رښتینولي نه لري، د کومو چې شعار ورکوي او نور ملتونه هغه ته رابولي.
د اروپا خپل منځه وحشتونه، د صلیبي جګړو په نوم د مذهبي جګړو څو پیړۍ بدرنګه اورونه، درې نړیوالې امریکایي- اروپایي جګړې او بیا را وروسته د لسګونو ازادو ملتونو پر ازادیو تېري، غورځي، پرځي، د ملي او ولسي نظامونو نسکورول دا ټول په دې استدلال او دلالت کوي چې له انساني نړۍ سره د لوېدیځ او اروپایي انسان دښمني د نه پخلاینې وړ او له تراژیدیو ډکه کیسه ده.
د لا سپیناوي او وضاحت لپاره د مخکښو امریکایي تیوري کښونکو او پالیسي میکرانو هنري کسینجر، هانټینګټون او بریژني کتابونه او څرګندونې د یادونې وړ دي.
۱. فرانسه، د یرغل او نیواک بدنام تاریخ یې
تازه فرانسوي واکمن ایمانویل ماکرون په دغه هېواد کې د یوه مسلمان ځوان د هغه غبرګون له امله چې د اسلام د ګرانقدر پیغمبر سپکوونکي کاریکاتور انځورونکی ښوونکی یې وژلی و، په نقد کې اسلام له ګواښ سره مخ دین یاد کړ او په فرانسه کې مېشته لږکۍ مسلمانه ټولنه یې په سخت دریځو ټولنیزو بندیزونو او عقیدوي سانسور ګواښلې.
هغه چې له دغه ګام سره فرانسوي پولیس د مسلمانانو کور او کارځایونو ته ورځي، هغوی تنګوي، له بې ځایه ټولنیز فشار سره یې مخ کوي او یو ډول ناوړه سیاسي- ټولنیز توپیر او کرکې سره یې مخ کړي.
بل لور ته اروپایي رهبرانو د مسلمانو ولسونو او حکومتونو د نیوکو او غبرګون پر خلاف، د فرانسې تر څنګ درېدلي، د بیان د ازادۍ په عنوان یې د چارلي ابډو مجلې له پسخند او ریشخند څخه ډک او سپکوونکي کاریکاتورونه ستایلي، دا یې د بیان د ازادۍ په نوم ګډ اروپایي ارزښتونه بللي او د اسلامي نړۍ د ملتونو له لوري یې د فرانسوي توکو د تحریم د کمپاین پر ضد د دغه هېواد د توکو د پیر ټټر وهلی.
د اروپا دې دریځ په ډاګه کړه چې اروپا لا څومره صلیبي ده، اروپایان په اسلامي خاورو کې د سیکولاریزه کولو او الحادپالو هڅو او پروژو پر خلاف، په خپل منځ کې څومره تُندلاري مذهبي باورونه، دریځونه او له اسلامي او انساني نړۍ سره یو ډول بې رحمانه دیني تعصب لري.
د بېلګې په توګه، کله چې فرانسوي اشغالګرانو د الجزایر مسلمان هېواد په ۱۸۳۰ کال کې تر خپل اشغال او رسمي استعمار لاندې راوست او پر دغه مسلمان ملت یې د صلیبي- عیسوي فاشېزم او کرکې پر بنسټ ۱۳۲ کاله نیواکګرانه حکومت وچلاوه.
هغه چې په دغه اوږده له تورتم، ظلم او بربریت ډکه موده کې یې پراخې هڅې وکړې، چې د دې ستر او باعزمته مسلمان ولس دین، ژبه، کلتور، لیک لوست او حتی اسلامي- عربي هویت ورڅخه واخلي او په بدل کې یې د هغوی په فرانسوي بڼه بدلولو هڅې وکړې، هغه چې د دې لپاره یې بې شمېره کلیساګانې جوړې کړې او یا یې جوماتونه پر کلیساګانو بدل کړل، عربي ژبه او لیک یې له منځه یوړل او پر ځای یې فرانسوي لیک او ژبه دود کړه.
د یوه چیني ګرځندوی شینڅ تڅه په خبره، په الجزایر کې په دغه موده کې د دغه هېواد نیم وګړي یانې ۵.۵ میلیونه انسانان یوازې د دین او عربیت په ګناه د فرانسوي وحشتکارو او انسان خوړونکو اشغالګرانو له لوري چې نن ځان د انساني ارزښتونو، تمدن، کلتور او ګډو مدني حقونو باني بولي؛ په زړه بوږنوونکې او جنایتکارانه بڼه قتلعام کړل.
دوی یوازې په دغه زړه سختۍ او درندګۍ هم بسنه ونه کړه، بلکې د الجزایر د مخکښو دیني عالمانو، ولسي رهبرانو، ملي انقلابیونو او د الجزایر د عزت او آزادۍ د جګړې د زرګونو مخکښانو سرونه به یې د هغوی له تن او بدن څخه پرې کول او د (انسان) په نوم د پاریس ښار یوې موزې ته یې وړل او هلته به یې له ګډ اروپایي تمدن څخه د دفاع په ننګ په صلیبي موزه کې د انسان وژنې نمایش بل انسان ته کاوه.
د معتبرو نړیوالو رسنیو د مستندو څېړنیزو رپوټونو پر بنسټ، د فرانسې د انسان نومې صلیبي موزه کې یوازې د الجزایري ولس د (۱۸۰۰۰) انقلابي، ملي او دیني مخکښانو جمجې نمایش ته ښودل شوې وې.
د فرانسي اسلام دښمنه او نا انساني چلند یوازې تر الجزایر پورې محدود نه دی، بلکې تر هغه وړاندې چې په ۱۷۹۸ کال کې فرانسويان مصر ته د دغه هېواد د نیواک په موخه ننوتل، نو د دوی جنرالانو خورا استعماري غرور درلود، دوی په دغه موده کې د مصر خلکو او ارزښتونو ته يې له هېڅ راز سپکاوي، وېرې اچولو او درندګۍ څخه مخ وانه ړاوه، بلکې ملنډې يې پرې وهلې، ازهر چې په اسلامي نړۍ کې ستر تاريخي ديني مرکز دی او د ځانګړي علمي ارزښت او درناوي څخه برخمن دی، دوی د خپل پوځ د اسونو د درېدو ځای ترې جوړ کړ.
فرانسې په افریقا کې د جنایاتو او وحشتونو د بدنام تاریخ سربېره د ایران په خلاف د عراق په لمسولو کې هم پراخه ونډه لرله، صدام ته یې زهرجنې وسلې ورکړې، فرانسوي پیلوټان یې د روسي ـ عراقي جنګي الوتکو د الوځولو لپاره ورته راولېږل او حتا په ۲۰۱۱ کال کې په لیبیا د ناټو د ګډ غربي یرغل پرمهال په دغه اسلامي هېواد کې یې بې شمېره جنایتونه وکړل، بنسټیز تاسیسات یې بمبارد کړل او یو له هغو جهتونو څخه ده چې تر اوسه د لیبیا د ځمکني وحدت او سیاسي ټیکاو په لاره کې د خپل ځانګړي اسلام ضد لیدلوري پر غرض نوې ستونزې او ټکرونه راپاروي.
۲. فرانسه او دوه ګونې معیارونه یې
په اسلامي خاورو باندې د فرانسې او لوېدیځ د غصب، یرغل او قتل عام د یوه بدنام او تور پړاو تر تېرېدو وروسته، اوس غرب په دې هڅه او فکر کې دی چې د مخامخ اشغال ترڅنګ باید د فرهنګي یرغل او له اسلام څخه د وېرې او کرکې نوی سیاست هم په لاره واچوي، ترڅو د اسلام د نرم ځواک، بدیل او انساني ځانګړنو او په ځانګړې توګه د سولې او امن د ځواکمن پیغام مخه ډب او پیکه کړي.
هغه چې په دې برخه کې د سویس، ډنمارک او فرانسې هېوادونه د اسلام او ګډو انساني ارزښتونو د دښمنانو په یوه امن او مصئون چاپېریال بدل شوی دی.
د بېلګې په توګه، دوی څو کاله وړاندې چارلي ابدو مجلې ته اجازه ورکړله چې د اسلام د ګرانقدر پیغمبر نبي اکرم صلي الله علیه وسلم ته د سپکاوي کاریکاتورونه وکاږي.
د فرانسې دغه ناوړه چارې په اسلامي نړۍ کې د پراخو ناخوښیو او ولسي غبرګونونو سبب شوې، مسلمانانو له فرانسوي واکمنو د سپیناوي او د نورو ادیانو او ولسونو ارزښتونو ته د یوه متمدنې ټولنې په توګه د درناوي کولو تمه لرله، ولې فرانسوي واکمن او اروپایي مشران د سپکاوي کوونکو ترڅنګ ودرېدل، د هغوی په ریشخند او توهین ولاړ کار یې د بیان آزادۍ په نوم وستایه، ملاتړ یې ترې وکړ او د اسلام سره د دښمنۍ، د اسلام د کم راوستلو او د مسلمانانو د منزوي کولو کمپاین یې په لاره واچاوه.
حال دا چې د دې په مقابل کې که څوک په فرانسه یا هر بل اروپایي او غربي هېواد کې د هولوکاسټ اړوند علمي څېړنه کوي، دوی هغه غندي، د حقیقت څخه انکار یې ګڼي، د یوه ولس د سرښندنو سپکاوی یې ګڼي او دغه ډول څېړونکي محکمې ته راکشوي او د بې شمېره ټولنیزو بندیزونو سره یې مخ کوی.
دا دوه مخي، د مور ـ میرې چلند او په ټوله کې فاشیستي توپیرونه او تناقضات د دې ښودنه کوي چې د دوی اصلي ستونزه له اسلام، د اسلام له مخ پر لوړ نرم ځواک او په ټوله کې د اسلام د عزت او عزمت له لارې د مسلمانانو له یووالي او بیا په پایله کې د غربي تپل کړي نظم او یواړخیزه نړیوال فرعونیت د راپرځېدو، ماتې او دړې وړې کېدو څخه ده.
ځکه که خبره د غربي ایډیالونو او ارزښتونو د دریځ شي، نو دا څنګه ممکن، معقول او منطقي ده چې په یوه هېواد کې دې د زرګونو میلیوني امت د ارزښتونو، مقدساتو او تر ټولو لوړو اعتقادي بنسټونو د سپکاوي حق خوندي وي، قانوني دې وي او د اروپا په نوم یوه پوره لویه وچه دې ورڅخه ملاتړ وکړي، د جګړې تر بریده دې مخکې لاړ شي، ولې په یوه بله کاذبه کیسه یانې هولوکاسټ دې دومره ټینګ ودرېږی چې بیا نه د بیان آزادۍ ځای لري، نه د بشر آزادي مانا ولري او نه د مډرنیته سېکولر موجونه دې کار وکړي.
۳. څه کول پکار دي؟
د فرانسوي واکمن اېمانوېل مکرون د اسلام دښمنو دریځونو خلاف د ګڼ شمېر مسلمانو ملتونو له لوري د فرانسوي توکو سره پرېکون او د فرانسوي واکمن دې ته اړایستل چې د یوې اونۍ دننه سپیناوي ته حاضرېدلو، دا وښوده چې که په اسلامي نړۍ واکمن رهبریتونه او حکومتونه لږ هم د خپلو ملتونو د ننګ او اوچت فرهنګي ویښتابه سره مله شي، نو د اسلامي امت روان بد حالت به ډېر ژر بدلون ومومي، د استعمار تورې لړې به ټولې شي او امت به یوځل بیا د خپل ارمانجن زرین پړاو د عزت او عزمت دریځ ته وګرځي.
ځکه هغه پرېمانه اقتصادي شتمنۍ، جغرافیوي فرصتونه، انساني وړتیاوې، ارماني ځواک، ایډیالوژیک ملاتړ او پراخه نړیواله بشري اړتیا چې د لوېدیځ د درواغجن تمدن، بدنام تهذیب، اشغالګریو، ظلم، بربریت او وحشتونو له امله د نړیوال نظم په دریځ تپل شوي دي، نړیوال انسان او بېلابېل تمدني بشري استعدادونه یې له ګواښ، ناخوښۍ او د تباهۍ تر درشله له مرګ او محکومیت سره مخ کړي دي.
د دغه ظرفیت د پاللو، پنځولو او بشپړتیا په لار کې تر ټولو مهم او عملي ګامونه د مسلمانو ملتونو ترمنځ د مذهبي توپیر پرځای دیني ورورولۍ ته کار کول، په خپلمنځي دردونو غلبه کول، د اسلامي خاورو څخه د پردو جګړو او اورونو د بسترونو ټولول، د مسلمانو حکومتونو ترمنځ د مشترکاتو رغونه او پر ستراتېژیکو ټکرونو غلبه، د تکفیری ډلو منزوي کول او په ټوله کې د اروپایی ټولني، اروپایی ګډې جرګکۍ او د شمالي اتلانتیک یا ناټو او په اقتصادی ډګرونو کې د ګډو اقتصادي منظمو او اغېزمنو بدیلونو رامنځته کول دي.
اسلامي نړۍ کولای شي په دې برخه کې د چیني او نورو له لوېدیځه په تنګ او جنګ ټولنو څخه هم د خپلې ښې سبا او نړیوالې عادلانه رهبرۍ او نظم په ټوکولو، جوړولو او رغولو په برخه کې مدبرانه ګټه واخلي.
ځکه ترڅو چې د نړیوال رهبریت او چلېدونکي نظم هویت تعریف نه شي، کمزوری او دردېدلي ملتونه د دریځ څښتنان نه شي او نړۍ ته عادلانه رهبریت اعاده نه شي، تر هغه د لوېدیځ سړیتوب ته د راګرځېدو او د اوسني فرعوني چلند د سمون تمه لرل محال ده. مګر اسلامي نړۍ د دې هر څه د بدلون، تنظیم او رهبریت پراخ واک او ظرفیت لري.