چين په داسې حال کې درېيم نړيوال وارداتي نندارتون پرانيست، چې نړۍ لا د کرونا په څپو کې ګير ده.
اقتصاد د انسان په ژوند کې تر ټولو مهم دی، په دې معنا چې که اقتصاد کمزروی وي نو تل به نورو ته اړ وي او که اقتصاد يې قوي وي، تل به خپلواک او مستقل وي.
همدا خبره د هېوادونو لپاره هم صدق کوي، د اقتصاد پوهانو په باور سياسي خپلواکي هغه مهال ممکنه ده چې يو هېواد له اقتصادي پلوه پر ځان بسيا وي او اقتصادي بسيا هېوادونه لوړوي او آن د نړۍ د مهمو معادلاتو په ټاکلو کې يې ونډه او رول ثابتېږي.
د اقتصادي ودې لپاره تر ټولو مهم شرط د صادراتو زياتېدل دي او دغه راز د صادراتو د زياتېدو لپاره بيا په طبيعي ډول د خامو موادو واردولو ته اړتيا پيدا کېږي.
صادرونکي هېوادونه هغو ته ويل کېږي چې نورو هېوادونو ته خپل توليدات، خام مواد، زراعتي او سمندري محصولات، خوراکي توکي، تخنيکي او ټکنالوژيکي وسايل او نور… استوي.
دغه راز واردونکي هېوادونه بيا هغو ته ويل کېږي چې پورته ياد شوي مواد له نورو هېوادونو څخه ترلاسه کوي.
خو د ځينو هېوادونو توليد او صادرات دومره زيات وي چې اړ وي د خپلو توليداتو لپاره له نورو هېوادونو څخه خام مواد ترلاسه کړي.
د چين نړيوال وارداتي نندارتون موخه او اړتيا
د چيني او نړيوالو اقتصادي سرچينو له مخې د چين توليدات له ډېرې مودې راهيسې د نړۍ ټولو سيمو ته صادرېږي او له امله يې اقتصادي وده ورځ په ورځ وده مومي او اوسمهال له امريکا وروسته دويم اقتصادي قدرت ګڼل کېږي.
چين اوس غواړي چې په اقتصادي ډګر کې لومړی مقام خپل کړي او يا لږ تر لږه خپل مقام وساتي او ددې لپاره اړ دی چې په خپل هېواد کې بهرنيو پانګوالو ته د پانګې اچولو او سوداګريزې راکړې ورکړې شرايط آسانه کړي چې په همدې لړ کې يې په ۲۰۱۸ کال کې په شانګهای کې لومړی نړيوال وارداتي نندارتون پرانيست او د نړۍ ګڼ شمېر مشهورو تصديو او هېوادونو خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړل.
چين دغه نندارتون تېر کال هم ترسره کړ او سږ کال يې درېيم ځل لپاره هم د نوامبر په ۴مه پرانيست.
دا په دې معنا ده چې چين غواړي دغه نندارتون هر کال پر ټاکلې نېټې ترسره او نړيوالو سره د سوداګريزو راکړو ورکړو چارې آسانه کړي.
چين چې د نړۍ کابو پنځمه برخه وګړي پکې ژوند کوي، په دې معنا ده چې دغه هېواد لوی مصرفي بازار دی او په هماغه کچه چې نړۍ د چين توليداتو ته اړتيا لري، چين هم د نړۍ بېلا بېلو محصولاتو، په ځانګړې توګه خوراکي توکو، جامو، خامو موادو او داسې نورو… ته اړتيا لري او همدارنګه نړۍ په ځانګړې توګه صادرونکو هېوادونو لپاره هم د چين بازار اهميت لري او غواړي چې خپل محصولات دلته وپلوري، نو ويلای شو چې چين غواړي هم د نړۍ پام جلب کړي او هم د ځان لپاره د سوداګريزو معاملو او راکړو ورکړو مناسب بازار پيدا کړي.
د افغانستان لپاره ددغه نندارتون اهميت
دا چې افغانستان په وچه کې ګير هېواد دی او سمندر ته لار نه لري او له بلې خوا يې د اوږدې جګړې له امله اقتصادي بنسټونه ډېر کمزوري شوي، نو ځکه د چين په شان لوی بازار چې له افغانستان سره ګډ سرحد هم لري، د پام وړ اهميت لري.
د معلوماتو له مخې د ياد نندارتون په تېرو دوو پړاونو کې افغان محصولات په ځانګړې توګه لاسي صنايع او زراعتي محصولات هم نندارې ته وړاندې شوي او سږ کال هم افغان سوداګرو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې تر څو هم د خپلو محصولاتو لپاره د فروش مناسب بازار پيدا کړي او هم افغانستان د اړتيا وړ محصولات پيدا او وارد کړي.