حکومت پرون په هرات کې د ټاکنو کمېسیون مخې ته وهل شوې خېمې ونړولې او د کمېسیون دفتر یې پرانیست. کورنیو چارو وزارت وايي چې پاتې تړلي دفترونه به هم پرانیستل شي او دوی چاته اجازه نه ورکوي چې د ټاکنو کمېسیون دفترونه وتړي. د کمېسیون چارواکي هم وايي چې لوی ملي ائتلاف دې د دفترونو د تړلو پر ځای له دوی سره خبرې او تفاهم وکړي. د کمېسیون رییس او غړو پرون یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د دفترونو تړل د ټاکنو د ځنډ لامل کېږي او مسوولیت یې د دوی پر غاړه نه دی. ائتلاف بیا ټینګار کوي چې خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي. د دې ائتلاف غړي ټینګار کوي چې حکومت د ټاکنو له کمېسیون سره په ګډه د درغلیو پلان لري او رڼو ټاکنو ته ژمن نه دی.
اوس چې ټاکنو ته کمې ورځې پاتې دي، لوی ملي ائتلاف غواړي فشار زیات کړي او حکومت اړ کړي چې غوښتنې یې تر ممکنه بریده ومني. حکومت بیا د زور په کارولو سره تړلي دفترونه پرانیزي او هغسې ټاکنې کوي چې دوی یې غواړي. داسې ښکاري چې ورو ورو به د لوی ملي ائتلاف او حکومت لانجه نوره هم زیاته شي. تر اوسه پورې لوی ملي ائتلاف نیوکې او غوښتنې لرلې او اعتراضونه یې کول، خو په وروستي ګام کې یې د کمېسیون دفترونه وتړل. حکومت هم ګام واخیست او په زور یې د دفترونو پرانیستل پیل کړل. ملي ائتلاف پر خپل دریځ ټینګار کوي او دوی به هم د حکومت وروستي ګام ته غبرګون ښيي. په دې ډول د دواړو لورو د ناسم ټکر وېره زیاتیږي. دا ډول ټکر نه د لوی ملي ائتلاف په ګټه دی او نه هم د حکومت او د ټاکنو د کمېسیون په ګټه دی. له بده مرغه په دواړو لورو کې د همکارۍ او د ستونزې د حل پر ځای تر ډېره پر خپل دریځ د ټینګار روحیه واکمنه ده. حکومت او کمېسیون په هغه ډول ټاکنو ټینګار کوي چې دوی پلان کړې دي. ټول پوهیږي چې دا لاره چټله ده او که کیسه همداسې روانه وي، موږ به تر پخوا زیاتې له درغلیو ډکې ټاکنې ولرو. حکومت او کمېسیون هم همدا درک کوي، خو بیا هم پر خپل دریځ ولاړ دي او داسې کوم بدلون نه راوړي چې د ټاکنو روڼتیا تضمین کړي. لوی ملي ائتلاف هم پر خپل دریځ ولاړ دی. که څه هم ځینې غوښتنې یې سمې، پر ځای او قانوني دي، خو ځینې غوښتنې یې ناسمې دي او یا هم د منلو لپاره یې وخت نشته. اوس د دوی دریځ په رښتیا ټاکنې ځنډوي. له بده مرغه دوی هم له خپل دریځه نه تېریږي او په دې ډول یې د ټاکنو پروسه له ستونزو سره مخ کړې ده.
دا سمه ده چې د قانون پر اساس څوک د ټاکنو کمېسیون دفترونه نه شي تړلی، خو دا به ستونزه زیاته کړي چې حکومت د هر څه پر وړاندې زور او پولیس وکاروي. ټاکنې ملي پروسه ده، نو پکار ده چې د خلکو توافق او همکاري ورسره وي. که حکومت رښتیا ټاکنې غواړي، لاره یې زور او فشار نه دی، بلکې لاره یې دا ده چې تفاهم او همکاري رامنځته شي. له همدې امله له سیاسي ګوندونو او ملي ائتلاف سره د ټکر پر ځای د تفاهم او جوړجاړي لاره غوره ده.