برلاس د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د ۱۳۹۳ کال په وروستۍ میاشت (حوت) کې د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې غیر رسمي فعالیت پیل کړ. د ۱۳۹۴کال په لومړیو کې یې د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ د دوو پوهنځیو (اقتصاد او شرعایتو) په درلودلو سره پر فعالیت پیل وکړ. د دې موسسې د اقتصاد پوهنځی دوه ډېپارټمنټونه (مالي او بانکي او محاسبه او منجمېنټ) او شرعیاتو پوهنځی یې هم دوه ډېپارټمنټونه (فقه او قانون او اسلامي تعلیمات) لري. د برلاس د لوړو زده کړو موسسې سرپرست رییس انجنیر عبدالواحد آذرلو وایي، موسسه یې اوس هم همدا دوه پوهنځي لري. په برلاس د لوړو زده کړو خصوصي موسسه کې اوسمهال د ۸۰۰ په شاوخوا کې محصلین پر لوړو زده کړو بوخت دي، چې ۳۵ سلنه یې ښځینه او پاتې نور یې نارینه محصلین دي. د برلاس د لوړو زده کړو موسسې له شرعیاتو پوهنځي څخه تر اوسه پورې ۶ او له اقتصاد پوهنځي څخه بیا پنځه دورې محصلین د لېسانس په کچه فارغ شوي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.
د لوړو زده کړو دغه موسسه په کال کې دوه ځله د کانکور ازموینه اخلي، چې په هره ازموینه کې د ۲۰۰ په شاوخوا کې نوي محصلین جذبوي. د ښاغلي عبدالواحد په خبره، د تدریس چارې یې د ۴۰ استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي چې دوکتور، ماسټر او لېسانس استادان پکې شامل دي. د یادولو وړه ده چې د لوړو زده کړو په دغه موسسه د جوزجان ولایت د اوسېدونکو سربېره، د نېږدې نورو ولایتونو لکه سرپل، فاریاب، بلخ او نورو ولایتونو اوسېدونکي هم پر لوړو زده کړو بوخت دي. د دې موسسې د ادارې هڅه دا ده چې مسلکي او تجربه لرونکي استادان پر دندو وګوماري څو په کار پوه کسان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي. د یادولو وړ ده چې د دې موسسې د استادانو په ډله کې ښځینه استادانې هم پر دندو ګومارل شوې دي.
برلاس د لوړو زده کړو موسسه د محصلینو لپاره ځانګړی تخفیف وړاندې کوي او هغه کسان چې نه شي کولای د اقتصادي ستونزو له کبله لوړو زده کړو ته ادامه ورکړي، دوی ورته د مناسب تخفیف په پام کې نیولو سره د زده کړو زمینه برابروي. ښاغلی عبدالواحد وایي، چې جوزجان ولایت کې د خلکو اقتصادي وضعیت دومره ښه نه دی، نو د دې لپاره چې د دغه ولایت او شاوخوا نورو ولایتونو ځوانان لوړې زده کړې وکړي، دوی ورته مناسب تخفیف ورکوي. دی وایي چې د شهیدانو او معلولینو د ورثهوو لپاره یې په وړیا ډول د زده کړو زمینه برابره کړې ده. په برلاس د لوړو زده کړو موسسه کې یوازې یو وخت (د شپې لخوا) محصلین د زده کړو لپاره ورغوښتل کېږي.
د نورو اړینو امکاناتو تر څنګ، د برلاس د لوړو زده کړو موسسې د خپلو محصلینو او استادانو لپاره مجهز کتابتون هم جوړ کړی دی، چې د ۵۰۰۰ ټوکه په شاوخوا کې یې د پوهنځیو اړوند او نور بېلابېل کتابونه پکې ځای پر ځای کړي دي. د دې موسسې سرپرست رییس وایي، چې محصلین او استادان یې کولای شي چې د دغه کتابتون له کتابونو څخه وخت ناوخت ګټه واخلي او مطالعه یې کړي.
دغه موسسې د دې لپاره چې علمي اړیکې یې پراخې او د نورو له ګټورو تجربو څخه یې ګټه اخیستې وي، په کور د ننه او بهر کې له پوهنتونونو سره ښې اړیکې جوړې کړې دي. سرپرست رییس یې وایي، په کور د ننه له ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره ښې اړیکې لري او له ځینو سره یې د علمي اړیکو هوکړې هم لاسلیک کړې دي. دغه راز له هېواده بهر په ترکیه او ازبکستان کې هم له ځینو پوهنتونونو سره د هوکړو د لاسلیک کولو په درشل کې دي، چې له مخې یې وکړای شي د لا نورو لوړو زده کړو او تجربو تر لاسه کولو لپاره خپل محصلین او استادان دغو پوهنتونونو ته ور واستوي.
ښاغلی انجنیر عبدالواحد وایي چې فارغ شویو محصلینو ته یې د فراغت سندونه چې د دوی د ادارې او لوړو زده کړو وزارت څخه تایید شوي دي، ورکړي دي څو محصلین وکولای شي له خپل دې حق برخمن شي او پر مټ یې په کور د ننه او بهر لا نورې لوړې زده کړې وکړي او یا هم د دندې په پیدا کولو کې ترې ګټه واخلي. خو هغه ډیپلومونه چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا وېشل کېږي، تر اوسه د دوی موسسې ته نه دي ورکړل شوي. دی وایي، کله چې یې وار ورسېږي دوی به هم خپلو فارغ شویو محصلینو ته دولتي ډیپلومونه ورکړي.
پر کتابتون سربېره، د لوړو زده کړو دې موسسې د خپلو محصلینو د وړتیاوو لوړولو لپاره د کمپیوټر او انګلیسي ژبې کورسونه، کمپیوټر لب، اونیز او میاشتني ورکشاپونه، ورزشي لوبغالي، شنه ساحه او تر خپلې وسې پورې ټول هغه امکانات برابر کړي، چې یوه پوهنتون یا د لوړو زده کړو یوه موسسه یې باید ولري.
د نورو پوهنځيو ایجادول، له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع کول، د ماسټرۍ پروګرام پیلول، په ملي او نړیواله کچه له پوهنتونونو سره د علمي اړیکو پیاوړي کول او د هوکړو لاسلیک کول، محصلینو ته لا نور امکانات برابرول او دې ته ورته نور د برلاس د لوړو زده کړو موسسې راتلونکي پلانونه دي.
د برلاس د لوړو زده کړو موسسې سرپرست رییس ډيپلوم انجنیر عبدالواحد د پوهنتون د پرمختګ په برخه کې یوازینۍ ستونزه د امنیت نشتون یادوي. دی وایي، که په هېواد کې بیا په ځانګړې توګه په جوزجان ولایت کې امنیتي شرایط ښه وي، نو کولای شي چې موسسه یې لا پرمختګ وکړي. دی وایي چې محصلین یې نه شي کولای له لرې پرتو ولسوالیو څخه د امنیتي ستونزو له کبله په ډاډه زړه درسونو ته راشي. دی وایي، که امنیتي ستونزې له منځه لاړې شي، نورې ستونزې خپله له منځه ور سره ځي.
د هېواد په مرکزي ولایتونو په ځانګړې توګه په کابل ولایت کې بیا د خصوصي موسسو ډېری مسوولین د دایمي ځای نشتون، د برېښنا د بیو لوړوالی، د زیاتې مالیې اخیستل او د لوړو زده کړو وزارت لخوا سخت قوانین وضع کول د خصوصي پوهنتونونو د پرمختګ په مخ کې تر ټولو ستر خنډ بولي. دوی وایي، لوړو زده کړو وزارت د دې پر ځای چې خصوصي پوهنتونونو ته د پر مختګ زمینه برابره کړي او ملاتړ یې وکړي، پر ځای یې ستونزې ورته جوړوي او د پرمختګ مخه یې نیسي. دوی دغه راز وایي چې وزارت له خصوصي پوهنتونونو سره د مور او میرې چلن کوي او هغه امکانات یې چې د دولتي پوهنتونونو په واک کې ورکړي، خصوصي هغو ته یې نه ورکوي. د بېلګې په توګه، استادانو ته د علمي رتبو سیستم نه جوړېږي، هغه بورسونه چې د افغان محصلینو په نوم راځي، یوازې د دولتي پوهنتونونو محصلینو ته پکې ونډه ورکول کېږي او لسګونه دغه ډول نورې ستونزې شته.
خصوصي پوهنتونونه په افغانستان کې نوې تجربه ده چې د دولت پوره ملاتړ ته اړتیا لري. په نوره نړۍ کې خصوصي پوهنتونونه د پوره اعتبار وړ دي او په ډېری مواردو کې له دولتي هغو مخکښ دي، خو په افغانستان کې یې لا هغسې اعتبار نه دی خپل کړی چې لازمه ده.