سینیګال د افریقا د لویې وچې په لوېدیځه څنډه کې د لوېدیځو طول البلدونو د ۱۱ او ۱۷ درجو او د شمالي عرض البلدونو د ۵ او ۱۷ درجو ترمنځ موقعیت لري. شمال ته یې موریتانیا، سوېل ته یې ګیني، ختیځ ته یې مالي او لوېدیځ ته یې شمالي اتلانتیک سمندر موقعیت لري.
سینیګال سمندري لنده هوا لري. د دغه هېواد هوا له نومبر څخه تر جون پورې وچه وي، خو له جولای څخه بیا تر اکټوبر پورې لنده وي.
د سینیګال ډېرې ځمکې هوارې او د سمندر له سطحې څخه په منځنۍ توګه ۲۰۰ متره جګې پرتې دي. څړځایونو او ځنګلونو د سینیګال ۷۰سلنه ځمکه پوښلې ده. د سینیګال ستر سیند د دغه هېواد او د موریتانیا د اسلامي جمهوریت په ګډه کې پوله بهیږي.
د ګمبیا خپلواک هېواد، د سینیګال په منځنۍ او سوېلي برخه کې له لوېدیځ څخه ختیځ ته اوږد پروت دی. د ګمبیا سیند له سینیګال سره د دغه هېواد په شمالي پوله بهیږي. د دغه هېواد ټول سیندونه شمالي اتلانتیک ته ورځي. په عمومي توګه د سمندر له سطحې د سینیګال ډېره ټیټه سیمه د اتلانتیک سمندر او تر ټولو جګه یې نپن دخه ته نږدې یوه بې نومه سیمه ده چې ۵۱۸ متره لوړوالی لري.
د دغه هېواد پلازمېنه د داکار ښار دی. د ټولو وګړو شمېر یې څه باندې ۱۵ میلیونه تنه اټکل شوی چې په هر کیلو متره مربع ساحه کې یې ۶۹ تنه ژوند کوي.
د دغه هېواد ۴۵ سلنه وګړي په ښارونو کې ژوند کوي او پاتې ۵۵ سلنه نور یې بیا په کلیو او بانډو کې مېشت دي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول ژوند کې دپنځو ماشومانو د زيږولو اجازه لري.
سینیګال د اداري وېش له پلوه په ۱۴ سیمو وېشل شوی دی. ګرانډ ډاکر، پیکان، توبا، تیس نونیس، سنت لویېس او کرولوک د دغه هېواد لوی او مهم ښارونه دي.
د سینیګال ۹۵ سلنه وګړي تور پوستي دي او پاتې نور یې له بېلابېلو نژادونو څخه دي. دغه راز د دغه هېواد ۹۵ سلنه وګړي مسلمانان او پاتې پنځه سلنه نور یې مسیحیان او رومن کاتولیکان دي. رسمي ژبه یې فرانسوي ده، خو لیکدود یې لاتیني دی.
د سینیګال اساسي قانون د ۱۹۶۳ ز کال د مارچ په درېیمه نافذ شوی او په ۱۹۹۱ او ۲۰۰۱ ز کلونو کې نوې کتنه پرې شوې ده.
د سینیګال ولسمشر د خلکو په خوښه د اوو کلونو لپاره ټاکل کېږي او حق لري چې دوه ځلې ځان نوماند کړي. د دغه هېواد لومړی وزیر د ولسمشر له خوا او د کابینې وزیران د لومړي وزیر په غوښتنه د ولسمشر لخوا ټاکل کېږي.
د سینیګال ولسي جرګه ۱۵۰ غړي لري چې ۹۰ تنه یې د خلکو په خوښه د پنځو کلونو لپاره او پاتې ۶۰ تنه نور یې د ګوندونو له لېستونو څخه د سیمو په تناسب ټاکل کېږي. په دغه هېواد کې د رایه ورکولو سن ۱۸ کاله او رایه ورکول پکې عمومي دي.
د سینیګال حقوقي نظام د فرانسې په مدني قوانینو او سیمه ییزو دودونو او د حساب د دولتي کنټرول د شورا پر پرېکړو ولاړ دی. دا شورا د دولت د حسابي څانګو چارې کنټرولوي.
د ولسواکۍ او سوسیالېزم افریقایي ګوند، د خپلواکۍ افریقايي ګوند، ولسواکه ټولنه، د کارګر ګوند غورځنګ، د سوسیالېزم او ولسواکۍ جبهه او د ملي سمون لپاره د خلکو غورځنګ د دغه هېواد لوی او مخکښ ګوندونه دي.
سینیګال د ۱۹۶۰ ز کال د اګسټ په څلورمه له فرانسې څخه خپلواکي ترلاسه کړه، نو له همدې امله د اګسټ څلورمه هر کال په دغه هېواد کې د خپلواکۍ د ورځې په نوم نمانځل کېږي.
دغه هېواد د ګڼو نړیوالو ټولنو ترڅنګ په ۱۹۶۰ ز کال کې د ملګرو ملتونو غړیتوب هم ترلاسه کړ.
د سینیګال اقتصاد په بهرنیو مرستو او پانګونو ولاړ دی. فاسفېټ د دغه هېواد ستر صنعتي صادراتي توکی دی. له دې وروسته کیمیاوي سره او د کبانو نیول، پروسس او صادرات خپل خپل ځایونه لري. سینیګال په وروستیو کلونو کې د اوسپنې او تېلو د استخراج پر پروژو باندې هم کار کوي. وروسته له دې چې په ۱۹۹۳ ز کال کې د سینیګال په اقتصاد کې درې سلنه پرمختګ وشو، د بهرنیو مرستندویو او مشوره ورکوونکو ټولنو په مرسته د اصلاحاتو له امله په سینیګال کې پانګه اچوه زیاته شوه.
سینیګال د لوېدیځې افریقا د اقتصادي او پولي ټولنې د غړي په توګه هڅه وکړه چې د سیمې ټول هېوادونه باید خپلې بهرنۍ تعرفې یو شان او ستونزې په ګډه حل کړي. ای اېم اېف په ۲۰۱۰ ز کال کې له سینیګال سره مرسته وکړه چې د اقتصادي ریفورمونو له لارې په دریو کلونو کې اقتصادي وده بیا ګړندۍ کړي. دغه هېواد په ۲۰۱۱ ز کال کې له ای اېم اېف نه د ۵۴۰ میلیونو ډالرو درېیمه برخه تر لاسه کړه چې په ځینو سترو او بنسټیزو پروژو او د کرنې په پراختیا ولګول شوې. په ۲۰۱۲ ز کال کې د دغه هېواد اقتصاد سم لوري ته روان شو چې اوسمهال هم دغه بهیر په ښه توګه روان دی.
د دغه هېواد د ناخالصو کورنيو تولیداتو کچه ۲۸ میلیاردو ډالرو ته رسېږي، خو د سړي سرکلني عاید کچه یې ۱۰۱۹ ډالره اټکل شوې.
د سینیګال کاري ځواک شپږو میلیونو کسانو ته رسېږي. ۳۵ سلنه وګړي یې وزګار او ۴۹ سلنه کورنۍ یې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د دغه هېواد د عوایدو کچه څلور میلیارده ډالره او د لګښتونو کچه یې ۴،۸۰ میلیارده ډالره اټکل شوې ده.
د کانونو استخراج، سره زر، تېل، اوسپنه، مالګه، د خوراکي توکو پروسس، کیمیاوي توکي، ټوکران، د تېلو چاڼ، د کوچنیو موټرو او بېړیو مونتاژ، برېښنا، ساختماني توکي، وسلې او مهمات، لرګي، ټایرونه او لاسي کارونه د دغه هېواد په صنعت کې رغنده رول لري.
د سینیګال ۱۵ سلنه ځمکه د کرنې وړ ده. د دغه هېواد ۲۰ سلنه خاوره څړځایونو، ۵۵ سلنه ځنګلونو او پاتې نوره غرونو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د سینیګال ۸۰ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او د هېواد ۱۷ سلنه ناخالص کورني تولیدات هم له همدې سکټور څخه لاسته راځي.
لرګي، ږدن، بادام، قهوه، وریجې، لوبیا، جوار او واښه د دغه هېواد د کرنې او څارویو مهم محصولات بلل کېږي.
اوسپنه، فاسفېټ، تېل، المونیم، کلسیم بوکسېټ، چونه او مالګه د دغه هېواد له لویو او مهمو کانونو څخه دي.
د سینیګال د صادراتو ټوله بیه درې میلیارده ډالره او د وارداتو ټوله بیه یې شپږ میلیارده ډالرو ته رسېږي. فرانسه، اېټالیا، هند، د امریکا متحده ایالتونه، انګلستان، مالي او چین یې لوی او مهم سوداګریز شریکان دي.
دغه هېواد ۱۰۰۰ کیلو متره د اورګاډي پټلۍ او ۳۰ هوایي ډګرونه لري چې ۱۲ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي. د ټلیفون کوډ نمبر یې ۰۰۲۲۱ او د انټرنېټ کوډ نمبر یې اېس اېن دی او دوه میلیونه وګړي یې انټرنېټ ته لاسرسی لري.
د سینیګال د راډیو او ټلوېزیون دولتي شرکت څلور ټلوېزیونونه او ۱۵ راډیوګانې لري او ترڅنګ یې د رسنیو خصوصي برخه هم ټلوېزیونونه او راډیوګانې لري چې په فرانسوي او نورو دودیزو ژبو خپرونې کوي.
سینیګال د ناخالص کورني تولید او سړي سرکلني عاید له کبله د افریقا او نړۍ له پرمختلونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.
د دغه هېواد ۵۵ سلنه نارینه او ۳۲ سلنه ښځې په لیک او لوست پوهېږي. زده کړه په سینیګال کې له ۶ نه تر ۱۵ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره وړیا او جبري ده او هر هلک او نجلۍ په ژوند کې په منځنۍ توګه اته کاله په درس کې تېروي چې د نورې نړۍ په پرتله کمه شمېره ده.
د سینیګال پخوانی تاریخ شپږمې زېږدیزې پېړۍ ته رسېږي. هغه وخت د ګانا سترواکي په دغه ټوله سیمه خوره وه. د اتمې پېړۍ په وروستیو کې مسلمانانو په سینیګال یرغل وکړ. په ۱۰۴۰ ز کال کې د مرابطون دیني غورځنګ د سینیګال د سیند په یوه ټاپو کې منځته راغی. لس کاله وروسته د همدغه غورځنګ د مشرانو د هلو ځلو له امله د سینیګال د توکولور د لړۍ واکمن او نور مشران ټول د اسلام په دین مشرف شول. د توکولور د لړۍ واکمني تر ۱۲۵۰ ز کال پورې یقیني ده چې له دې وروسته د وولف قوم وار پیل کېږي.
په ۱۵مه زېږدي پېړۍ کې پرتګالیان د سینیګال سواحلو ته ورسېدل او هلته یې د مهاجرو د استوګنې څو ښارګوټي جوړ کړل. دوی د همدغه ښارګوټي له لارې لومړی د ربړ او سرو زرو سوداګري پیل کړه او وروسته یې د امریکا نوي براعظم ته د سینیګال د تور پوستو مرېیانو په اخیستلو او خرڅولو لاس پورې کړ.
په اوولسمو او اتلسمو زېږدیزو پېړیو کې برېټانویان، هالنډیان او فرانسویان هم د سینیګال د ارزانه مرېیانو او نورو شتمنیو په تمه دغه ځای ته ورسېدل. د سینیګال د کنټرول لپاره د اروپایي ځواکونو لوبه تر ۱۸۵۵ ز کال پورې د فرانسویانو په ګټه پای ته رسېده.
په ۱۸۹۵ ز کال کې فرانسې سینیګال په لوېدیځه افریقا پورې وتاړه. د ۱۹۴۶ ز کال د اکټوبر په ۱۳مه سینیګال د فرانسې د څلورم جمهوریت د قانون له مخې د فرانسې د متحده ایالتونو د یوه ولایت بڼه غوره کړه. له دې لږ مخکې فرانسویانو پر سینیګال باندې د توکولور د لړۍ واکمني پای ته رسولې وه چې اته پېړۍ یې دوام کړی و. د نولسمې زېږدیزې پېړۍ په دویمه نیمایي کې په سینیګال کې د خپلواکۍ غوښتنې خوځښتونه پیاوړي شول. دې پیاوړتیا فرانسوي ځواکونه دې ته اړکړل چې ولسي پاڅونونه وځپي او دغو غورځنګونو په ۱۹۳۳ ز کال کې په سینیګال کې پر فرانسې فشار دومره ډېر کړ چې فرانسوي چارواکو د سینیګال له کورواکۍ سره موافقه وکړه او سینیګال د ۱۹۴۸ ز کال په نومبر کې د فرانسوي ټولنې په چوکاټ کې کورواکي تر لاسه کړه. سدارسنګور په دویمه نړیواله جګړه کې د فرانسویانو په ننګه له الماني پوځونو سره وجنګېد او یو کال وروسته د فرانسې د ولسي جرګې غړی شو.
کله چې سدارسنګور بېرته خپل هېواد ته ستون شو، د سینیګال د پرمختګ غوښتونکو اتحاد یې جوړ کړ او په ۱۹۴۹ ز کال کې یې د هېواد د بشپړې خپلواکۍ خبره پورته کړه. په همدې وخت کې د فرانسوي مستعمرو، سینیګال، سوډان او مالي فدراسیون جوړ شو. د ۱۹۶۰ ز کال د اپرېل په څلورمه د نوموړو هېوادونو فدرالي جمهوریت منځته راغی. دغه فدراسیون د مالي هېواد د مشرانو او پوځیانو د لوړتیا غوښتنې له امله ژر له منځه لاړ او سینیګال خپله خپلواکي اعلان کړه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو اړیکو په کتاب کې د سینیګال نوم نشته، نو له همدې امله دغه دواړه هېوادونه په خپلو کې هېڅ راز اړیکې نه لري.
له افغانستان څخه تر سینیګال پورې د هوا له لارې فاصله ۸۴۱۳ کیلو مترو ته رسېږي. دغه راز د کابل او داکار ښارونو ترمنځ د وخت توپیر څلورنیم ساعته دی.