بلک واټر د امریکایي امنیتي کمپنۍ د فعالیتونو او مدیریت په اړه د امریکایي ژورنالېست جیریمي سکاهل لیکل شوی اثر دی. د دې کتاب انګریزي بڼه تازه اکسوس ته رسېدلې او تر دې مخکې یې پښتو بڼه هم ښاغلي محمد زبیر شفیقي ژباړلې وه او اوس هم د لاسرسي وړ ده.
یاد انګریزي لیکل شوی کتاب ۴۸۴ مخونه او نولس څپرکي لري.
په کتاب کې د یادې کمپنۍ په بشر ضد فکر او کار، ماموریت او مدیریت له السلوادوره نیولې تر چیلي، نیکاراګوا، عراق او افغانستان پورې بحث شوی دی.
لوستونکي به د دې کمپنۍ له ماموریت، تشکیل، د چارو سمبالښت او هغو فعالیتونو سره اشنا شي چې عادي بشر پرې تأسف کوي، خو دوی پرې ویاړي. د بلک واټر کمپنۍ دویم او رسالتي نوم «کرایي قاتلان» دي. دوی امنیتي پرپوزل تیاروي او جګړه مدیریت کوي. کولای شو ووایو چې دوی یوه مشروع هدف ته د رسېدو لپاره نامشروع ښکاریان دي. د امنیت تامین د دولتونو یوه انحصاري او سنتي دنده ده او د دا ډول شبکو په رامنځته کېدو سره دا دنده نن ورځ د موازي تاسیساتو او د ملي حاکمیت په تعریف کې د تنوع په مانا ده.
د کتاب لیکوال جیریمي سکاهل دا په ډاګه کوي چې یوه خصوصي امنیتي او نظامي کمپنۍ څنګه د ترهګرۍ ضد جګړه کې لوبه کوي او ستر نوم خپلوي. د دې کمپنۍ دروند ماموریت تر ډېره په بغداد کې ترسره شوی او د نړیوالو پام یې را خپل کړی دی.
د دې کتاب ښېګڼه دا ده چې په هر څپرکي کې د نوموړې کمپنۍ د یوه مهم فعالیت په اړه مفصل بحث شوی دی. لیکوال یو امریکایی بشردوست انسان دی، د کمپنۍ په اړه یې د لیکل شوي اثر موخه د بشر ضد کړنو ننګونه ده، لیکوال د څېړنیز ژورنالیزم په رڼا کې خپلې لیکنې ترتیب کړې او هڅه یې کړې چې په مسلکي توګه مطلوبې پایلې ته ورسېږي.
له بلېخوا د دې کتاب لوستل له افغان لوستونکو سره مرسته کوي چې د دې کمپنۍ په اړه کره معلومات ترلاسه کړي، ځکه دا کمپنۍ هڅه کوي چې د افغانستان په امنیت کې یو ځل بیا خپل ماموریت اجرا کړي او خپلو ټاکلو موخو ته ورسېږي.
د دې کتاب پښتو بڼه چې ۵۲۶ مخونه لري په تېرو څلورو کلونو کې دوه ځله چاپ او د کتاب په بڼه بازار ته وړاندې شوې ده. د دې کتاب پښتو بڼه چې ښاغلي محمدزبیر شفیقي ژباړلې ده، په کابل کې د اکسوس کتابپلورنځي لخوا چاپ شوې وه او اوس هم په بازار کې شته. د دې کتاب د پښتو او انګریزي بڼو مینه وال کولای شي په کابل کې یې له اکسوس کتابپلورنځي او هم د هېواد په نورو مشهورو کتابپلورنځيو کې ترلاسه کړي.