د بادغيس د لوړو زده کړو موسسې د بنسټ ډبره په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د یوه پوهنځي (کرنې) په درلودلو سره کېښودل شوه. د دې موسسې رییس پوهنیار محمد سلیم غفوري وایي، د کرنې پوهنځي په لومړي سر کې دوه ډیپارټمنټونه (ځنګلونه او حیواني علوم) درلودل چې د تدریس چارې یې د دریو رسمي او دوو افتخاري استادانو له خوا مخ ته وړل کېدې. غفوري وایي، له استادانو پرته یې دوه اداري او درې تنه خدمتي کارکوونکي هم درلودل.
اوسمهال د بادغيس د لوړو زده کړو موسسه درې پوهنځي (کرنه، ښوونه او روزنه او اقتصاد) او ټولټال ۱۲ ډیپارټمنټونه لري.
د ښوونې او روزنې پوهنځي په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د دې موسسې په چوکاټ کې خپل فعالیت پیل کړ، خو د اقتصاد پوهنځی بیا په ۱۳۹۲ لمریز کال پکې پرانیستل شو. د پوهنیار غفوري په خبره، د کرنې پوهنځی اوسمهال څلور ډیپارټمنټونه ( حیواني علوم، ځنګلونه، طبیعي زېرمې او اګرانومي) لري. دغه راز د دې موسسې د اقتصاد پوهنځی بیا دوه ډیپارټمنټونه (ملي اقتصاد، مالي او بانکي امور) لري. د دې موسسې وروستی او درېیم پوهنځی ښوونه او روزنه دی چې شپږ ډیپارټمنټونه ( کیمیا، ریاضي، بیولوژي، فزیک، ثقافت او انګلیسي) پکې فعالیت کوي.
د بادغيس د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، دوی هر کال د ۸۷۰ نویو محصلینو د جذب وړتیا لري، خو سږ کال ورته د کانکور ازموینې له لارې ۵۷۴ تنه محصلین ور پېژندل شوي دي. پوهنیار محمد سلیم غفوري وایي، اوسمهال د ۱۲۶۰ تنو په شاوخوا کې محصلین لري چې له دې ډلې ۱۷۰ تنه یې ښځینه محصلینې دي.
پوهنیار محمد سلیم غفوري وایي، د بادغیس د لوړو زده کړو موسسه ۵۸ تنه کادري غړي لري چې له دې ډلې یې شپږ تنه ښځینه استادانې دي. د دې موسسې رییس وایي، په دې ډله استادانو کې دوکتور، ماسټر او لېسانس هم شامل دي. غفوري وایي، یوشمېر استادان یې په کور د ننه او بهرنیو هېوادونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا په پروګرامونو کې شامل دي چې د درسونو له پای ته رسولو وروسته به بېرته خپلو دندو ته را وګرځي. دی وایي، هڅه یې دا ده چې د پاتې نورو استادانو لپاره هم د لوړو زده کړو وزارت په مرسته په کور د ننه او بهرنیو هېوادونو کې د دوکتورا او ماسټرۍ زمینه برابره کړي.
کتابتون په کور، ښوونځي، د لوړو زده کړو په موسسه او پوهنتون کې جدي اړتیا بلل کېږي. د بادغیس د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، دوی د موسسې په کچه یو کتابتون لري، خو د استادانو او محصلینو اړتیاوې یې نه شي پوره کولی. دی وایي، هغه ډول چې لازمه ده؛ نه په کتابتون کې د مطالعې لپاره پراخ ځای لري او نه هم داسې کتابونه لري چې د دوی اړتیاوې پوره کړای شي.
د بادغيس د لوړو زده کړو موسسه تر اوسه پورې د خپلو محصلینو لپاره د لیلیې ودانۍ نه لري، خو د دې موسسې رییس وایي، د لیلیې لپاره پر ودانۍ جوړولو یې کار روان دی او تمه ده چې تر ۱۳۹۸ لمریز کال پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې موسسې رییس پوهنیار محمد سلیم غفوري وایي، دوی اوس د دې موسسې په دریو پوهنځیو کې لږ تر لږه د ۲۸ ولایتونو محصلین لري چې ډېری یې د لیلیې په شرایطو برابر هم دي، خو دا چې د موسسې په چوکاټ کې د لیلیې لپاره ودانۍ نه لري، نو هغه کسان چې په شرایطو برابر دي، په میاشتني ډول د لوړو زده کړو وزارت او د لیلیې د بدل اعاشې له مقررې سره سم د بانکي حساب له لارې نغدې پیسې ورته ورکول کېږي.
د بادغیس د لوړو زده کړو موسسې له کرنې پوهنځي څخه په ۱۳۹۱ لمریز کال کې لومړۍ دوره محصلین چې ۴۴ تنه وو، فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول. د دې موسسې رییس وایي، تر اوسه پورې له اقتصاد پوهنځي څخه دوې دورې، له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه درې دورې او له کرنې پوهنځي څخه پنځه دورې فارغین د لېسانس په کچه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شوي دي.
پوهنیار محمد سلیم غفوري وایي، دوی تر اوسه پورې د لوړو زده کړو په دې موسسه کې د شپې له خوا کوم پوهنځی نه لري، خو د ورځې له خوا هم د شته دریو پوهنځیو محصلین د تدریسي ودانیو د نه شتون له کبله په دریو وختونو کې را غواړي. دی وایي، د سهار له اوو بجو یې درسونه پیل کېږي او د مازیګر تر پنځو بجو پورې دوام لري. نوموړی وایي، سهار وختي لومړی د کرنې پوهنځي محصلین، په دویم ټایم کې د اقتصاد پوهنځي محصلین او په درېیم ټایم کې بیا د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلین د زده کړو لپاره ورځي.
بادغیس چې د هېواد په لرې پرتو ولایتونو کې راځي، که په هر اړخیز ډول ورته وکتل شي، تر اوسه پورې یې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی. د بادغيس د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، دوی له دې وړاندې د پوهنتون لپاره د ځمکې او اوس د ودانیو له نه شتون سره مخ دي. پوهنیار غفوري وایي، د لوړو زده کړو وزارت او ولایتي شورا په مرسته د بادغیس د پوهنتون لپاره ۳۴ جرېبه ځمکه ځانګړې شوې چې درې پروژې به پکې عملي کېږي. دی وایي، د دوو پروژو کارونه عملاً پیل شوي او درېیمه به یې هم په نږدې راتلونکي کې پیل شي. غفوري وایي، ډېر ژر به د بادغيس د لوړو زده کړو موسسه د کرنې پوهنځي د ودانۍ، طعام خورۍ او لیلیې ودانیو درلودونکې شي.
د دې موسسې رییس وایي، که څه هم چې د دې موسسې له جوړېدو څو کلونه تېر شوي، خو لا هم هغه ډول چې لازمه ده، پرمختګ یې نه دی کړی، لا هم دا موسسه د شته پوهنځیو لپاره ودانۍ نه لري، د کتابتون، لابراتوار، طعام خورۍ او ګڼو نورو تاسیساتو له نه شتون سره مخ ده. دی له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې د بادغیس د لوړو زده کړو له موسسې سره په هر اړخیزه توګه مرسته وکړي، څو هر پوهنځی خپله تدریسي ودانۍ، اداري ودانۍ، کتابتون او لابراتوار درلودونکی شي او په راتلونکي کې د نورو نویو پوهنځیو منظوري ورکړل شي.
پوهنیار غفوري وایي، لوړو زده کړو وزات ته یې له ۱۳۹۸ تر ۱۴۰۲ لمریز کلونو خپل پلانونه او پروګرامونه سپارلي دي. دی وایي، هڅه کوي چې تر ۱۳۹۸ لمریز کال پورې د بادغيس د لوړو زده کړو د موسسې د ودانیو او نورو اړینو شیانو ستونزه حل کړي او له هغه وروسته به بیا د نورو پرمختګونو لټه کوي. نوموړی وایي، په جوړ شوي پروګرام کې یې له لوړو زده کړو وزارت څخه غوښتي چې د بادغیس د لوړو زده کړو د موسسې لپاره باید په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د شرعیاتو پوهنځی، په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د ساینس پوهنځی او په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د محیط زیست پوهنځی منظور شي. پوهنیار محمد سلیم غفوري وایي، د لوړو زده کړو له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقا کول خپل قوانین او مقرارت لري. دی وایي، کله یې چې د پوهنځیو شمېر شپږو ته ورسېږي، په کافي اندازه استادان او محصلین ولري او د تاسیساتو له اړخه هم ډاډمن شي، بیا له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي، څو دغه اکاډمیک مرکز ته له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقا ورکړي.