د شينجيانګ پنبې په دې وروستيو ورځو کې د چينايانو حتی ټولې نړۍ زياته پاملرنه راجلب کړې ده. د اېچ اېنډ اېم (H&M)، نايک (Nike) او اډيډاز (Adidas) په شمول څو برانډونو د اعلاميو په خپرولو سره د شينجيانګ پنبې کارول بند کړي او د دوی دغې پرېکړې د عامو چينايانو نفرت او کرکه راپارولي دي.
چينايان په تېره بيا چيني ځوانان پر بېلا بېلو ټولنيزو رسنيو له اړوندو شرکتونو او برانډونو څخه شکايتونه کوي او د دوی ياده پرېکړه غندي. دوی وايي، چې دغه شرکتونه تر سياسي فشار لاندې راغلي، پر واقعيتونو يې خپلې سترګې پټې کړي او سپين ته يې تور او تور ته یې سپين ويلي دي. دوی د دغو برانډونو توليدات هم رد کړي او بايکاټ يې ورسره کړی دی او د چين په څو لويو سوداګريزو ويبسايټونو کې د يادو ښکېلو براڼدونو دوکانونه تړل شوي دي.
زه يوه چينايۍ يم. د شينجيانګ پنبې په اړه څو نظرونه لرم.
د شينجيانګ پنبه په نړۍ کې د تر ټولو ښه او غوره کيفيت لرونکې پنبې څخه شمېرل کېږي، نو که ځينې تصدۍ د شينجيانګ پنبې ونه کاروي، ممکن خپله زيانونه مومي. د چين د شينجيانګ ځانګړی اقليم د پنبې د کرلو لپاره ډېر ګټور دی، د لمر تېزې وړانګې لري، د ورځې او شپې د هوا په تودوخه کې يې ستر توپيرونه موجود دي او هوا يې خورا وچه ده.
نو ځکه په دغه سيمه کې اوږده ځانګړې اومه پنبه (long-staple cotton) توليدېږي، چې د نرمۍ، ځلا، د پوستکو احساساتو او ارتجاعيت په برخو کې له عادي پنبې سره څرګند توپير او غوره والی لري.
په بازار کې د شينجيانګ پنبه که څه هم لوړه بيه لري، خو کيفيت يې غوره دی، نو ډېر زيات خلک يې خوښوي. زه په خپل کور کې هم د شينجيانګ پنبې څخه جوړه روجايي، بړستن او جامې کاروم.
لویديځو هيوادونو پر چين د جبري کارونو تورونه لګولي او چينايان د دوی دا کړنه بيخي مزخرفه او بې ځایه بولي. د شينجيانګ د ځايي حکومت د اړوندو شمېرو له مخې، ۹ کاله دمخه يعنې په ۲۰۱۲م کال کې په شينجيانګ کې د پنبې راټلوونکو منځنی عايد ۶۵۳۲ يوانو( کابو زر امريکايي ډالره) او په همدې کال کې د پنبې راټولو په برخه کې د شينجيانګ د توليد او ابادۍ ګروپ ( The Xinjiang Production and Construction Corps) لخوا ورکړل شوې پيسې ۲.۵۴۲ ميليارډو يوانو ته رسېدې.
د پنبې راټولو کاري وخت دومره اوږد نه دی، خو عايد يې لوړ دی او په شينجيانګ کې ګارکران کم دي، نو د چين د نورو ولايتونو زيات شمېر کارکوونکي هر کال پخپله د پنبې راټولو لپاره شينجيانګ ته ځي او زياتې پيسې ترلاسه کوي. ايا دوی هم د پيسو ګټلو ته اړ دي؟ په دې وروستيو څو کلونو کې، په چين کې د ماشينرۍ بهير ډېر پرمختګ کړی او د کارکوونکو عايد هم پر له پسې لوړ شوي دي. شينجيانګ کې ماشينونه اوس د زياتره کارکوونکو پر ځای پنبه راټولوي. د اړوندو شمېرو له مخې، په ۲۰۰۸ کال کې د شينجيانګ د توليد او ابادۍ ګروپ د پنبې راټولولو لپاره ۶۵۶ زرو کارکوونکو ته اړتيا درلوده، په ۲۰۱۵ کال کې دغه شمېر ۱۴۲.۹ زره تنو ته ورسېد، خو دغه شمېر په ۲۰۱۷م کال کې ۱۲۰ زرو ته را ټيټ شو. له شانګهای، شن شي، سه چوان او چونګ چينګ څخه په ۲۰۱۸ کال کې شينجيانګ ته د پنبې راټولو لپاره يوازې ۳۶ زره کارکوونکي تللي وو.
د يوې رسمي شمېرنې له مخې، د چين په شينجيانګ کې د پنبې راټولولو په برخه کې د ماشينرۍ کېدو انډول ۷۰ سلنې ته رسېږي، حتی د شينجيانګ په ځينو شمالي سيمو کې دغه انډول له ۹۰ سلنې نه هم اوړي. اوس د شينجيانګ د پنبې پر کرنيزې ځمکې ډېر کم کارکوونکي ليدل کېږي. د چين د خارجه وزارت وياند جاو لي جيان څو ورځې دمخه وویل، چې ايا ماشينونه هم جبري کار ته اړ شوي دي؟
زياتره چينايان د وطن پرستۍ قوي احساسات لري او پر خپل ملت ډېر وياړي.
دا منطقي خبره ده، چې چينايان پر خپل وطن بې دليله تور نه مني، نو ځکه له اړوندو برنډونو شکايتونه کوي او توکي يې بايکاټ کوي. دوی وايي، موږ د اړوندو برنډونو هغه کړنې نه منو، چې له يوې خوا له چينايانو څخه پيسې ګټي او له بلې خوا پر چين تورونه لګوي. ځينې چيني ځوانان آن د دغو برنډونو د دوکانونو پر وړاندې مخالف شعارونه اوچتوي او خپله کرکه څرګندوي. زما ۱۰ کلن زوی هم وايي، چې هغه به د نايک (Nike) سپورټي بوټان بيا وا نخلي. څو چيني ستورو له همدې امله له اړوندو برانډونو سره خپله سوداګريزه همکاري قطع کړې ده. افغانان هم له خپل وطن سره زياته مينه لري او وطنپاله خلک دي، نو ښايي له چينايانو سره تفاهم ولري.
چينايان پر دې حالت دومره حيران نه دي، ځکه د امريکا په شمول څو لويديځو هېوادونو د شينجيانګ مسئلې په پلمه پر چين تل بې دليله تورونه لګولي او د چين کمونېست ګوند او چينايانو ترمنځ د اړيکو د پارولو هڅې يې کړې دي. زياتره چينايان د دوی پر توطيې ښه پوه شوي او د يادو هېوادونو پر چلند بلد شوي دي.
د امريکا د پخواني خارجه وزير پاويل د دفتر مشر لاورنېس ويلکرسن په ۲۰۱۸م کال کې په يوه علنۍ غونډه کې وويل، چې په افغانستان کې د امريکا لخوا د جګړې د رامنځته کولو موخه طالبانو ته ضربت ورکول يا له دغه هېواد سره مرسته کول نه وو، بلکې موخه يې دا ده، چې له افغانستان څخه ګټه واخلي او په منځنۍ اسيا کې خپل ځواک پياوړی کړي، پر چين زيات پوځي فشارونه راوړي، د شينجيانګ حالت ترينګلي کړي او د چين د پرمختګ مخه ونيسي.