د مسکو په کنفرانس کې د طالبانو یو مشر ملا فاضل له دوستم سره لفظي شخړه وکړه او هغه ته یې مخامخ «خاین» او «قاتل» وویل.
روسیه د هغې دوه ورځنۍ سر مشریزې ناستې کوربنه وه چې پکې د افغان لوریو (حکومت او طالبانو) تر څنګ چین، پاکستان او د امریکا متحده ایالاتو هم ګډون وکړ. دې ته ورته بل نړیوال کنفرانس به راتلونکې میاشت په انقره کې جوړ شي، څو د افغانستان لانجې ته سیاسي حللاره پيدا کړي.
سره له دې چې بین الافغاني مذاکرات دوام لري، خو افغانان د ځان او د هېواد د راتلونکي په اړه اندېښمن دي. ځکه نه پوهېږي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې به څه پایلې ولري. په دې لړ کې د ځواکمنو کسانو او جنګي قوماندانانو تر منځ چې کلونه یې له یو بل سره جګړې کړې، د غچ اخیستلو وېره هم لري. افغانان اندېښنه لري چې ایا دوی به سره پخلا شي که بله کورنۍ جګړه به پیل شي؟
د سولې خبرې به له لاندې دریو نتیجو څخه یوه حتمن ولري:
لومړی: د مذاکراتو پایله به ناقص جوړجاړی رامنځته کړي
د سولې خبرو کې به د یو ټول شموله اسلامي حکومت پرېکړه وشي. طالبان د اسلامي نظام یادونه کوي. هدف یې د داسې ټول شموله حکومت جوړول دي چې دوی به پکې ډېره برخه او واک ولري. په دې ډول حکومت کې تر ورګډېدو وړاندې به طالبان ځینې سیاستوال او د افغان حکومت مسوولین چاڼ کړي. وروسته له دې چې امریکایان له افغانستان څخه لاړ شي، طالبان به په ناڅاپي توګه په اساسي قانون کې بدلونونه راوړي، چې ممکن د ځینو برخهوالو او سیاسي ګوندونو لپاره به د منلو نه وي. په بدلونونو کې به د داسي سختو اسلامي احکامو عملي کول هم شامل وي، چې پکې د مېرمنو او بیان پر ازادۍ محدودیتونه وضع کوي. هغه کار چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې همدا اوس روان دی.
په دې ډول به په هېواد کې سیاسي او ټولنیزه ګډوډي پيل شي، چې د پیاوړو امنیتي ځواکونو په نشتون کې به په پراخه کچه د اړودوړ لامل شي، چې د طالبانو لخوا سخت دریځه نظام، په ملي او نړیواله کچه د ښځو د حقونو او بیان د ازادۍ د مدافع ټولنو او نړیوالو ادارو لخوا به نیوکې پرې وشي.
په داسې حال کې چې د نړیوالې ټولنې مرستې تر ډېره د بشر د حقونو په رعایت پورې تړلې دي، افغانستان ته د دوی مرستې به ختمې شي. د نړیوالو مرستو په نشتون کې طالبان نشي کولای چې د خپلو پوځي مصرفونو بار ته چې اوس ۳.۷۵ میلیارده ډالره دی، اوږه ورکړي. نو که په راتلونکي کې د دوی د حکومت پر وړاندې مقاومت کېږي، د ځپلو توان به یې نه لري او همدارنګه طالبان به خپلو مخکنیو دښمنانو ته چې دوی ورسره په کلونو جګړه کړې، نوي لقبونه ونه مني. د بېلګې په توګه، احمدشاه مسعود به ورته د «ملي اتل» او عبدالرشید دوستم د «مارشال» په توګه. دا ډول کړنې به مخالفتونه ډېر او د افغانستان له ګوټ ګوټ جګړې را وپاروي.
دويم: د سولې خبرې به ناکامه شي
خبرې به هغه مهال له بُنبست سره مخ شي چې ښکیل لوري پکې پر خپل دریځ ټینګار وکړي او نرمنښت ونه ښیي. د خبرو پر میز د امتیاز اخیستو لپاره تاوتریخوالی به زیات شي او یا به هم د مذاکراتو اساس یوازې شریعت او سخت دریځي وګڼل شي. طالبان به هڅه وکړي چې په ټول هېواد کې له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړو ته دوام ورکړي او له دې لاري واک تر لاسه کړي. یو لوړپوړي طالب چارواکي له سي بي ایس ټلوېزیون سره په خبرو کې د خپلو انتخابونو په اړه ویلي: دا مهال امریکا او افغان حکومت دویم پلان نه لري، یوازې طالبان دي چې لومړی او هم دویم پلان لري. لومړي پلان کې سوله ییز سیاسي جوړجاړی او په دویم کې د ټوپک په زور واک ته رسېدل دي.
په دې حالت کې به د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې لاسلیک شوی تړون مات شي او طالبان به بېرته پر امریکايي سرتېرو خپلې حملې پيل کړي. بلخوا داسي هم ویل کېږي چې د خبرو د ناکامۍ په صورت کې شمالي ټلواله له طالبانو سره د جګړې په اړه فکرونه کوي. طلوع په دې اړه د افغان دولت له لومړي مرستیال امرالله صالح څخه پوښتنه وکړه، چې په شمال کې له طالبانو سره د جنګ په موخه وسلې وېشل شوې. البته چې صالح دا خبرې ونه منله. دا چې واشنګټن له کابل سره د امنیتي همکاریو تړون لري او پر اساس یې د ملي امنیتي ځواکونو د ملاتړ او تقویه کولو لپاره هم کار کوي او ۸۰۰۰ د ناټو پوځیان به افغانستان کې وي، نو د دې امکان نشته چې طالبان دې کابل ونیسي.
په هر حال، طالبان به خپلو بریاوو او لوړ جنګي مورال ته په کتو تاوتریخوالی زیات کړي او ناټو به ونه توانېږي چې د جنګ په ميدان کې پر دوی برلاسې شي؛ ځکه طالبان اوس د پخوا په نسبت ځواکمن دي. د دې تر څنګ، طالبانو اوس په نړیواله کچه هویت موندلی او په ازادانه ډول له سیمه ییزو ځواکونو لکه روسیې، چین او ایران سره اړیکې پالي.
درېیم: د سولې خبرې بریالۍ کېږي
طالبان او افغان حکومت به وکولای شي چې د خپلو خبرو اترو په پایله کې یوې داسې پایلې ته ورسېږي، چې د ټولو اړخونو لپاره د منلو وړ وي او داسې حکومت به جوړ کړي چې ټولې سیاسي ډلې یې ومني، خو د دې لپاره باید دواړه لوري انعطاف او قرباني ورکړي. د بېلګې په توګه، طالبان باید دا ومني چې د برلاسۍ پر ځای واک په مساویانه ډول وویشي. همدارنګه د سخت دریځۍ د تطبیق له غوښتنې تېر شي، په دې ډول به د دواړو لوریو غوښتنې تر یوې اندازې منل شوې وي. په دې لړ کې به اوربند هم اعلان شي او د امنیتي ځواکونو پياوړتیا او د ځواکمن حکومت جوړښت ته به لاره هواره شي.
د سولې لپاره جوړ شوی حکومت به له نړیوالي ټولنې سره د خپلو اړیکو او امریکا او ناټو د مرستو په اړه پرېکړه وکړي. په دې حالت کې افغان حکومت او طالبان نشي کولای چې په ټول هېواد کې سوله پلې کړي. ځکه چې د طالبانو د ټيټې کچې قوماندانان او جنګیالي تر هغه وخته پوري هېڅ معامله نه مني، څو چې پر هېواد بشپړ واک طالبانو ته ورنه کړل شي او شریعت پلی شوی نه وي. همدا مخالفین به تر یو بل نوم او بیرغ لاندې را څرګند شي او د ځینو ګاونډیو استخباراتي ادارو تر سرپرستۍ لاندې به جنګ ته دوام ورکړي.
تېره اونۍ له (وایس نیوز) سره په مرکه کې یو طالب قوماندان د امریکا نوي حکومت ته خبرداری ورکړ: «موږ په بشپړ ډول جګړې ته چمتو یو، موږ له خپل جهاد څخه ستړي نه یو، په زخمي کېدو نه خپه کېږو او په شهادت مو زړه نه دردېږي. که موږ شهيدان شو، بریالي به یو، زموږ ستړیا بریالیتوب دی، موږ ځکه کامیابه یو چې جګړه کوو، کابل ته بریالي ننوځو، همدا زموږ لاره ده.»
بلخوا داعش هم شته، ځينې ډلې ممکن ورسره ملګرې شي. دا هم امکان لري چې د یاغیانو نوې ډلې جوړې شي.
درېیم احتمال تر ټولو غوره دی؛ ځکه چې تاوتریخوالی به ورسره تر ډېره راکم شي. مرکزي حکومت به ډېر پیاوړی شي. داعش او نورې ممکنې پيداکېدونکې ډلې به دومره ځواکمنې نه وي، چې د طالبانو او حکومت شریک نظام وننګوي. په دې حال کې به نړیوال له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي. نوی حکومت به خپل امنیتي بنسټونه نور هم پياوړي کړي او په تدریجي ډول به هېواد په امنیتي او اقتصادي لحاظ خوندي او پر ځان بسیا کړي، چې دا کار به افغانستان د تلپاتې سولې خاوند کړي.