امريکا د ۲۰۰۱کال په اکتوبر مياشت کې افغانستان ته خپل سرتيري وليږل چې هلته يې د القاعدې سازمان او طالبانو ضد د جګړو په ترڅ کې ځايي ملکي وګړو ته زياتې مرګ ژوبلې اړولې دي. د نژدې شلو کلونو تاوتريخوالي په ترڅ د امريکا په تاريخ کې تر ټولو اوږده جګړه لا هم روانه ده او د افغانانو د سولې هيلې او ارمان لا نه دی پوره شوی.
د ۲۰۲۰کال د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه امريکا او طالبانو په قطر کې د سولې هوکړه لاسليک کړه او د هوکړې له مخې، امريکا بايد د څوارلسو مياشتو په ترڅ کې له افغانستان څخه خپل ټول پوځ وباسي. د امريکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې په هغه وخت کې په ولسمشريزو ټاکنيزو هلو ځلو باندې لګيا و او د رايو ورکوونکو د نظريو له مخې د خپلو رايو د زياتوالو لپاره يې بې درېغه هلې ځلې وکړې. له افغانستان څخه د امريکايي پوځ د پوره ايستلو پريکړې يې د افغانستان د سولې درېدلی بهير وهڅولو، خو دا يوازې د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو تر شا يوه لنډ مهالې وسيله وه. اوسمهال هغه ژمنه شوې څوارلس مياشتې مخ په ختمېدو دي، د امريکا اوسني ولسمشر جو بايډن څه موده مخکې په ښکاره ډول ويلي وو چې په افغانستان کې ميشته امريکايي پوځ د ټاکلي مودې له مخې نه شي وتلی او ويې ويل چې په دې ترڅ کې زيات تخنيکي لاملونه شته دي. د دې معنا دا ده چې امريکايي پوځ به په لنډ وخت کې له افغانستان څخه ونه وځي. تر هغه وخته پورې دا ويلی شو چې د امريکا او طالبانو ترمنځ لاسليک شوې هوکړې اهميت له لاسه ورکړی دی.
د امريکا حکومت د تش په نامه د ديموکراسۍ د دفاع تر نوم لاندې، د سولې ساتلو او د ښځو د حقوقو او ګټو د تأمينولو په شمول پلمې لټوي او غواړي په افغانستان کې پاتې شي. خو په دې وروستيو ورځو کې په خبري رسنيو کې د امريکا د پخواني بهرنيو چارو وزير کولين لوځير پويل همکار او د ځمکني پوځ متقاعد ډګروال لاورينس ويلکيرسون په ويناوو کې ځينې حقايق افشا کړي. ويلي يې دي، په افغانستان کې د امريکايي پوځ د پاتې کېدو هدف د چين مخنيوی کول دي. ځکه چې افغانستان د چين له شينجيانګ سره ګډه پوله لري، نو په افغانستان کې امريکايي پوځ ښايي چې په راتلونکې کې د احتمالي فعاليتونو لپاره تياريانې ونيسي، نو د امريکا اصلي هدف څرګند دی.
خو له افغانستان څخه د وتلو په هکله د امريکا د پريکړې بدلون ځينو خواوو ته د منلو وړ نه دی. طالبانو څه موده مخکې څرګنده کړې وه چې تېر کال په دوحه کې له امريکا سره ګډه هوکړه يې کړې ده چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په وړاندې هيڅ تخنيکي مسئله شتون نه لري. دوی هيله څرګنده کړه چې د امريکا پوځ دې پر خپلې دې دوباره فکر وکړي دا به ښه وي چې خپلې ژمنې پوره کړي او له افغانستان څخه خپل پوځ وباسي، که نه، دوی به يو لړ نظامي فعاليتونه ترسره کړي او د دې ټولو پړه او مسؤليت به د ژمنې ماتوونکو په غاړه وي. خو دا ښکاره ده چې په دې ترڅ کې به افغانان هم زيانمن شي.
افغانستان ته د امريکايي پوځ له ننوتلو څخه راپدې خوا د اړوندو شميرنو له مخې، د افغانستان څه دپاسه ۳۰ زره ملکي وګړي په جګړو کې وژل شوي او څه دپاسه ۶۰ زره ملکي وګړي ټپيان شوي او شاو خوا يوولس مليونه کسان له خپلو ځايونو بې ځايه شوي او کډوال شوي دي. د نيويارک ټايمز وېبسايټ د ۲۰۱۹کال د جولاي په ۳۰مه نېټه خبر ورکړی و چې د ۲۰۱۹کال په لومړۍ نيمايي کې د امريکا د بمباريو له امله د ۸۹ ماشومانو په شمول ۳۶۳ تنه وژل شوي دي.
د کابل پوهنتون د يو کارپوه د ارزونې له مخې، په افغانستان کې د جګړې له امله هره ورځ د شاو خوا شپېته مليونو ډالرو په اندازه زيانونه رامنځته کيږي. جګړې په مستقيمه توګه په افغانستان کې د بشري ناورينونو سبب کيږي چې خلکو ته يې مرګ ژوبلې اړولې دي، تأسيسات يې خراب کړي دي، توليدي چارې فلج او يا ځنډېدلي دي په تېره بيا زيات شمېر بې ګناه عامو خلکو ته مرګ ژوبلې اوښتې دي. د خلکو د مرګ ژوبلې حالت همېشه د امريکايي حکومت لخوا قصدا په کمه توګه ثبت شوی. جګړې هم يو لړ پېچيلې ټولنيزې مسئلې رامنځته کړې لکه د کډوالۍ حالات زيات شوي، په ټولنه کې ترينګلتياوې زياتې شوې، ايکولوژيکي بحران سخت شوی او د خلکو ذهنونه، روحيې ماتې او ژوبلې شوې، خلک په نامعلوم برخليک کې، په ويره او اندېښنه کې ژوند کوي او داسې نورې بې شمېره ستونزې.
امريکا تل پر نورو هيوادونو د جګړو د تپلو او پيل کولو په وخت کې د بشري حقونو ساتنې د لاسوهنې په پلمه له نرمو هدفونو استفاده کړې ده. خو له افغانستان څخه د امريکايي پوځ د وتلو په هکله افغانانو ته د يوې څيړنې له مخې داسې ځوابونه تر لاسه شوي: هيله ده چې امريکا خپله ژمنه پوره کړي او له افغانستان څخه خپل پوځ وباسي، د افغانستان مسئله بايد د افغانانو په مرکزيت حل شي. په افغانستان کې د امريکا پوځ پاتې کېدل دغه هيواد ته سوله نه شي راوستلی. که امريکا د ژمنې او تړون له مخې له افغانستان څخه ونه وځي، افغانان به لا له نورو زياتو ستونزو سره مخ شي.
که امريکا په رښتينې ډول د افغانانو حقوقو ته پاملرنه کول غواړي، بايد لومړی د دغه هيواد سولې ته پاملرنه وکړي، بايد د دغه هيواد د خلکو اواز، غوښتنې واوري درد يې احساس کړي. داسې نه چې د خپلو غوښتنو او د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې نور هم پاتې شي، چې په دې سره به افغانستان لا له نورو زياتو بشري ستونزې مخ کړي.