سوازیلنډ د افریقا د لویې وچې په سوېلي برخه کې د ختیځو طول البلدونو د ۳۱ او ۳۲ درجو او د سوېلي عرض البلدونو د ۲۶ او ۲۷ درجو ترمنځ موقعیت لري. پراخوالی یې ۶۶۸۰ کیلو متره مربع دی او له دې پلوه د نړۍ ۱۵۹م لوی هېواد دی.
شمال ته یې سوېلي افریقا، سوېل ته یې سوېلي افریقا او د ناتال ایالت، ختیځ ته یې موزمبیق او لوېدیځ ته یې هم سوېلي افریقا موقعیت لري.
د دغه هېواد پلازمېنه مبابان ښار دی. د ټولو وګړو شمېر یې څه باندې ۱۳ میلیونه تنه اټکل شوی چې په هر کیلو متر مربع سیمه کې یې ۸۱ تنه ژوند کوي. د سوازیلنډ ۳۰ سلنه وګړي په ښارونو کې اوسېږي او پاتې ۷۰ سلنه نور یې په کلیو او بانډو کې مېشت دي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول عمر کې د دریو ماشومانو د درلودو اجازه لري.
سوازیلنډ د اداري وېش له پلوه په څلورو ولسوالیو وېشل شوی. مبابان، بېګ بانډ، مالګرین، مالوم ستیکي او لوبامبا د دغه هېواد له لویو او مهمو ښارونو څخه دي. د دغه هېواد ۹۸ سلنه وګړي تورپوستي او پاتې دوه سلنه نور یې سپین پوستي دي.
دغه راز د دغه هېواد ۴۰ سلنه وګړي زونستان، ۲۰ سلنه رومن کاتولیکان، ۱۲ سلنه مسلمانان او پاتې نور یې د بېلابېلو دینونو او عقیدو پیروان دي. رسمي ژبه یې انګلیسي او لیکدود یې لاتیني دی.
سوازیلنډ تر ۲۰۰۵ ز کال پورې اساسي قانون نه درلود، خو د همدغه کال د جولای په میاشت کې د دغه هېواد پاچا نوی اساسي قانون توشېح کړ او د ۲۰۰۶ ز کال د فبرورۍ په اتمه نافذ شو.
په سوازیلنډ کې پاچایي میراثي ده. د دغه هېواد لومړی وزیر د ولسي جرګې د انتخابي استازو له ډلې څخه د پاچا او د کابینې وزیران د لومړي وزیر په وړاندیز او د پاچا په منظورۍ ټاکل کېږي.
د سوازیلنډ پارلمان دوې جرګې لري: لومړۍ مشورتي جرګه چې د ۳۰ غړیو له جملې څخه یې ۲۰ د پاچا او ۱۰ یې د ولسي جرګې له خوا د پنځو کلونو لپاره غوره کېږي. دویمه ولسي جرګه یې ۶۵ غړي لري چې له دې جملې څخه یې ۱۰ د پاچا او ۵۵ د خلکو په خوښه د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي. د دغه هېواد حقوقي نظام د سوېلي افریقا په رومي- هالنډي قوانینو او د سوازي خلکو په عنعنوي روایاتو ولاړ دی. ستره محکمه او د استناف محکمه د دغه هېواد لوړ قضایي ارګانونه دي. د دواړو محکمو قاضیان د سوازیلنډ د پاچا له خوا ټاکل کېږي.
متحد افریقایي ولسواک ګوند، ملي غورځنګ او د خلکو متحد ولسواک غورځنګ د دغه هېواد له لویو او نفوذ لرونکو ګوندونو څخه دي.
سوازیلنډ د ۱۹۶۸ ز کال د سپټمبر په شپږمه خپلواکي ترلاسه کړه، نو له همدې کبله د سپټمبر شپږمه هر کال په دغه هېواد کې د خپلواکۍ د ورځې په نوم نمانځل کېږي.
دغه هېواد د ګڼو نړیوالو ټولنو ترڅنګ په ۱۹۶۸ ز کال کې د ملګرو ملتونو غړیتوب هم ترلاسه کړ.
په وچه پورې د دغه تړلي هېواد د کرنې معیشتي سکټور د هېواد ۷۲ سلنه خلکو ته کاري بوختیاوې رامنځته کړې. د سوازیلنډ دولت د تېرې پېړۍ د ۸۰مې لسیزې له نیمایي څخه هڅه کړې چې خپل تولیدي سکټور پیاوړی کړي. اوس سوازیلنډ د کرنیزو توکو د پروسس څو وړې فابریکې لري چې ډېری یې د ګنیو او لرګیو په پروسس لګیا دي. بوره، د جوسو عصاره او لرګي د دغه هېواد لوی صادراتي اقلام دي.
که څه هم اوسمهال د دغه هېواد د کاني موادو استخراج ستونزمن شوی، خو د ډبرو د سکرو کارخانې یې ښه کار کوي.
دا چې سوازیلنډ له دریو خواوو څخه له سوېلي افریقا سره ګډه پوله لري، نو اقتصاد یې هم تر ډېره له سوېلي افریقا سره تړلی دی. سوازیلنډ خپل ۸۵ سلنه واردات له سوېلي افریقا څخه کوي او خپل ۷۵ سلنه مالونه دغه هېواد ته صادروي. همدا راز د سوازیلنډ ۹۲ سلنه هغه مالونه چې نورو هېوادونو ته ځي، د سوېلي افریقا له بندرونو څخه صادرېږي او ۶۰ سلنه واردات هم له همدې لارو کوي. د سوېلي افریقا په کانونو کې بوخت سوازي کارګران د سوازیلنډ ۲۴ سلنه کورني عایدات برابروي. د سوازیلنډ دولت هڅه کوي چې د بهرنۍ پانګې لپاره په زړه پورې قانوني او اداري شرایط برابر کړي.
د سوازیلنډ د پیسو بیه د سوېلي افریقا د پیسو له بیې سره تړلې او له هغه سره جوخت ښکته یا پورته کېږي. د سوازیلنډ د دولت ډېر عواید له هغه پیسو څخه پوره کېږي چې د سوېلي افریقا د هېوادونو د ګمرکاتو اتحادیه یې ورکوي.
د دغه هېواد د ناخالصو کورنيو تولیداتو بیه اووه میلیارده ډالره او د ناخالصو کورنيو تولیداتو کلنۍ وده یې درې سلنه ده. همدا راز د دغه هېواد د سړي سرکلني عاید کچه ۳۹۳۴ ډالرو ته رسېږي، خو کاري ځواک یې پنځه لکه تنه اټکل شوی.
دغه راز د دغه هېواد ۳۰ سلنه وګړي وزګار دي او ۵۰ سلنه کورنۍ یې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د سوازیلنډ د عوایدو کچه دوه میلیارده ډالره او د لګښتونو کچه یې ۲،۳۰ میلیارده ډالرو ته رسېږي.
فابریکې، ماشینونه، نقلیه وسایط، پرزې، خوراکي مواد، برېښنا، د کانونو استخراج، فلزي شیان، ټوکران او لاسي کارونه د دغه هېواد په صنعت کې رغنده رول لري.
د سوازیلنډ ۱۵ سلنه ځمکه د کرنې وړ ده. د دغه هېواد ۶۵ سلنه خاوره څړځایونو، اته سلنه ځنګلونو او پاتې نوره غرونو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د سوازیلنډ ۷۵ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او د دغه هېواد ۱۰ سلنه ناخالص کورني تولیدات هم له همدې سکټور څخه لاسته راځي.
لرګي، ګني، پنبه، تنباکو، وریجې، جوار، بادام، ږدن، قهوه، مېوې، سابه، غوښه، لبنیات، هګۍ او واښه د سوازیلنډ د کرنې او څارویو مهم محصولات بلل کېږي.
سره زر، سپین زر، الماس، د ډبرو سکاره، مس او اوسپنه د دغه هېواد لوی او مهم کانونه دي. د صادراتو ټوله بیه یې دوه میلیارده ډالره او د وارداتو ټوله بیه یې ۲،۲۰ میلیارده ډالرو ته رسېږي.
فرانسه، اروپایي ټولنه، جاپان، امریکا، سنګاپور او چین د دغه هېواد لوی سوداګریز شریکان دي.
دغه هېواد ۴۰۰ کیلومتره د اورګاډي پټلۍ او ۲۰ هوایي ډګرونه لري چې پنځه یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي. د ټلیفون کوډنمبر یې ۰۰۲۶۸ او د انټرنېټ کوډ نمبر یې اېس زیټ دی او تر یولک پورې وګړي یې انټرنېټ ته لاسرسی لري.
د سوازیلنډ دولت درې ټلوېزیونونه او څلور راډیوګانې لري. ترڅنګ یې د رسنیو خصوصي برخه هم ټلوېزیونونه او راډیوګانې لري.
په سوازیلنډ کې پنځه ورځپاڼې هم شته او هر سړی یې په منځنۍ توګه هر کال ۱،۱کیلوګرامه کاغذ د لیکلو، لوستلو او خپرولو لپاره لګوي.
سوازیلنډ د سړي سرکلني عاید او ناخالص کورني تولید له کبله د نړۍ او افریقا له پرمختلونکو هېوادونو څخه دی. د دغه هېواد ۸۵ سلنه وګړي په لیک او لوست پوهېږي. دغه راز په دغه هېواد کې ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته زده کړه وړیا او جبري ده او هر وګړی یې په منځنۍ توګه ۱۱ کاله په درس کې تېروي.
د سوازیلنډ د ډېر پخواني تاریخ په اړه معلومات نشته، خو په دې وروستیو پېړیو کې د سوېلي افریقا اتحادیه او سوازیلنډ ګډ برخلیک لري. په ۱۸۲۰ ز کال کې د سوازیلنډ اوسنۍ خاوره د سوازي تورپوستو لاس ته ورغله. هغه وخت چې برېټانیا د سوېلي افریقا د نیولو تکل وکړ، پرتګال خپل پوځونه او مهاجر سوازیلنډ او د هغه شاوخوا سیمو ته د استولو لپاره برابر کړي وو. له همدې امله برېټانیا د افریقا په نورو برخو کې پرتګال ته څه امتیازات ورکړل او هغه مهاجر یې چې د افریقا په سوېلي برخو کې استوګن شوي وو، د سوازیلنډ نیولو ته واستول.
مسواتي په ۱۸۳۹ ز کال کې د نورو قومونو پر وړاندې د درېدو په پار د سوازیلنډ بېلابېل قومونه سره یوموټی کړل. نوموړي په دغه سیمه ۳۰ کاله پاچايي وکړه او د بویریان په ضد یې برېټانویانو ته د ملګرتیا ژمنه ورکړه. هغه وخت چې د سیمې بویریان په شا وتمبېدل، د برېټانیا واکمنۍ ته لار هواره شوه. برېټانویان په ټوله سوېلي افریقا لاسبري شول او ټوله سیمه یې له ترانسوال څخه اداره کوله.
په ۱۹۰۶ ز کال کې سوازیلنډ د سوېلي افریقا د اتحادیې د کورواکۍ او وروسته د خپلواکۍ د مقدماتو له برابرېدو سره جوخت د برېټانویانو تر رسمي حمایې لاندې راغی. له دې وروسته د استعمار پر وړاندې د سوازیلنډ د خلکو مقاومت پیل شو. په دغه وخت کې سوازیلنډ د داسې پاچا له خوا اداره کېدو چې ټول واک یې د برېټانوي کمیسار په لاس کې و. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د سوازیلنډ د خپلواکۍ لپاره هلې ځلې ډېرې شوې.
له ۱۹۶۰ ز کال وروسته په دغه هېواد کې څو سیاسي ګوندونه جوړشول، لکه: ولسواک ګوند او داسې نور. په ۱۹۶۸ ز کال کې برېټانیا د نړیوال فشار او د سوازیلنډ د خلکو د غوښتنې له امله سوازیلنډ ته داسې خپلواکي ورکړه چې دويم سوبوزا د پاچا په توګه پاتې شو. نوموړي په ۱۹۶۹ ز کال کې له سوېلي افریقا سره د دوستۍ تړون لاسلیک کړ او په ۱۹۷۳ ز کال کې یې اساسي قانون لغوه، سیاسي ګوندونه بند او ملي شورا یې ړنګه کړه او داسې اداره یې جوړه کړه چې ټول واک یې د پاچا په لاس کې و.
افغانستان او سوازیلنډ هېڅ ډول سیاسي، سوداګریزې او فرهنګي اړیکې نه لري. له افغانستان څخه تر سوازیلنډ پورې د هوا له لارې فاصله ۸۵۵۰ کیلو مترو ته رسېږي. دغه راز د کابل او مبابان ښارونو ترمنځ د وخت توپیر هم دوه نیم ساعته دی.