په افغانستان کې د امریکا نامسؤلانه کړه وړه ان جرمونه د تندلارۍ او تروریستي ډلو د پراختیا مهم لامل دی او اوس افغانستان او حتی ټولنه نړۍ د امریکا د غلطۍ بیه ورکوي.
سږ کال د امریکا له خوا د افغانستان جګړې شلمه کالیزه ده. شل کالونه تیر شوي خو د افغانستان امنیتي حالات نه یوازې دا چې ښه شوي نه دي، بلکې ورځې تر بلې د خرابېدو په حال کې دي. د دغې ستونزې اصلي سبب امریکا ده.
امریکا د افغانستان په حالاتو کې له اوږدې مودې راهیسې په سپین سترګۍ سره د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې تندلارۍ ته وده ورکړې ده. د سړې جګړې په موده کې امریکا له شوروي اتحاد سره د مقابلې لپاره د اسامه بن لادن په ګډون له ډیرو کسانو سره ډیرې مرستې کړې وې خو د شوروي اتحاد له وتلو وروسته یې پریښودل او دغه راز افغانستان د نړیوالې ترهګرۍ او تندلارۍ پټنځای وګرځید او امریکا ته یې هم زیانونه ورسیدل. ورپسې امریکا بیا له نورو اړوندو قواوو سره د مقابلې لپاره ځینو وسله والو کسانو ته وده ورکړې ده.
امریکا وخت نا وخت له وسله والو څخه په دې موخه ملاتړ کړی چې په مناسب وخت کې د خپلو سیاسي ګټو لپاره ترې استفاده وکړي. مثلاً دا چې د اوباما حکومت په خاص زمان کې اسامه بن لادن وواژه، موخه یې دا وه چې تر یوې اندازې پورې د افغانستان مسئلې په اړه خپله ستراتیژي پیاوړې کړي او عامه افکار له افغانستان څخه د امریکا د وتلو لپاره آماده کړي. ولی د ټرامپ حکومت په لومړی وخت کې د داعش فرعي څانګې خرسان ته صبر وکړ او سبب یی دا و چې هغه غوښتل چې په یو مناسب وخت کې د خرسان د ځپلو له لارې له افغانستان څخه د دوی د وتلو لپاره پلمه برابره کړي. خو متاسفانه د خرسان قواوې په دې وخت کې په افغانستان کې پاتې او پیاوړی شوې دي.
امریکا په خودسرانه توګه له طالبانو سره تړون لاسلیک کړی دی خو د افغانستان امنیتي حالات او د ځایي خلکو خوندیتوب یې په فکر کې نه دی نیولی. امریکا د خپلو ملګرو هېوادونو د مخالفت سره سره پر افغان حکومت فشار واچاوه چې د طالبانو په غوښتنه ۵ زره طالب بندیان خوشي کړي. د امریکا دغه کړنو په لرې راتلونکې کې د افغانستان حالات له خطر سره مخ کړی دی.
د دې ترڅنګ امریکا او ملګرو یې په هوایي بمباريو کې ډیرو عامو وګړو ته مرګ ژوبله اړولې. په ۲۰۲۰ کال کې د م م د راپور له مخې په تیرو ۱۰ کالونو کې څه دپاسه سل زره عامه افغانان وژلي یا ټپیان شوي وو چې له دې جملې څخه ډیرې پېښې د امریکا د بمباریو په ترڅ کې رامنځته شوې وې. امریکا په ۲۰۱۹ کال کې د دیالوګ میز ته د طالبانو د اړایستلو لپاره د تیرو کالونو په پرتله زیات بمونه استعمال کړل خو د امریکا د ځانګړې شمیرنې له مخې په دې بمباریو کې ۱۰۸ تنه عامه افغانان وژل شوي وو.
د بشري حقوقو شنونکو دا څرګنده کړه چې د امریکا بمباریو عامو افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې مګر امریکا یی نه مني او د خپلو دې کړنو له امله بښنه نه غواړي. امریکا خپله ګناه نه مني بلکې پر امریکایي نظامیانو او استخباراتي کسانو د نړیوالې جزایي محکمې د پلټنې مخه نیسي چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو، شکنجو، سپکاويو او جنسي ځورونو تورن دي. د ۲۰۲۰ کال د جون په ۱۱ مه نیټه د امریکا حکومت د یادې محکمې پر هغو کارکوونکو بندیزونه لګولي دي چې په افغانستان کې د امریکا د نظامیانو او استخبارتي کسانو له پلټنې سره مستقیم تړاو لري.
نو دې ټولو ته په پام سره ویلای شو چې امریکا خپله په افغانستان کې اور بلونکې ده خو اوس غواړي د اوروژونکي تر نوم لاندې پر اور باندې تیل واچوي. د افغانستان د حالاتو په شدت کې امریکا لاس لري نو دا اسانه نه ده چې د نظامیانو د ایستلو له لارې ټولې ستونزې حل کړي.
(لیکوال د لان جو پوهنتون پروفیسر دی او د دغې لیکنې چیني بڼه د چین په جیه فانګ جون باو ورځپاڼه کې خپره شوې)