دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د امریکایي پوځونو وتل؛ فرصتونه، ننګونې او د امریکایانو راتلونکې ستراتېژي

لیکنه: رباني وحدت

اپریل 18, 2021
in لیکنې
0 0

کېدای شي د ډېرو کسانو لپاره له افغانستان څخه د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن له لوري د امریکایي پوځ د وتلو پرېکړه هیښوونکې وي؛ ځکه زیاتره سیاستوال او سياستپوهان په دې اند وو، چې امریکایان او متحدان یې د اوږدمهاله ستراتېژیکو اهدافو د لاسته راوړلو او خوندي کولو په موخه افغانستان ته راغلي او تر اوږدې مودې به د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم پوځي حضور او نظامي اډې ولري. که ژور فکر او هر اړخیزه څېړنه وشي، ممکن دغه باور او نظر سم وي؛ ځکه د امریکا او متحدینو له لوري د افغانستان پر خاوره دومره زورور هجوم او په افغانستان کې د لسګونو میلیارده ډالرو لګول، د دې ښودنه کوي چې دوی د اوږدې مودې پاتې کېدو تابیا او اراده لرله؛ خو حقیقت دا دی چې دوی په محاسبه کې ستره تېروتنه کړې وه. د افغانستان عیني واقعیتونه، د افغانستان تاریخ  او د افغانانو ذهنیتونه یې سم نه وو درک کړي، د خپلو پلویانو او مخالفینو په وزن کولو او محاسبه کې هم سخت تېروتي وو. امریکا او متحدینو یې په افغانستان کې د تېرو تقریباً دوو لسیزو په اوږدو کې د خپلو مخالفینو په ځانګړې ډول طالبانو د ځپلو او له منځه وړلو په موخه د نړۍ تر ټولو پرمختللي تکنالوژي، پرمختللي جنګي وسایل او تجهیزات، ډول ډول نظامي تکتیکونه او سیاسي روشونه وکارول، مګر بریالي نه شول او د خپل اوږد مهاله شتون لپاره یې له سیاسي، نظامي او فکري پلوه زمینه مساعده نه کړه. په همدې اساس، امریکایان په دې پوه شول، چې د نړۍ د نورو هېوادونو برعکس په افغانستان کې پاتې کېدل او د جګړې ګټل ناشوني دي او د افغانستان په اړه، د هغه خبرې منلو ته یې غاړه کېښوده، چې افغانستان نيول اسان دي، مګر ساتل یې ګران دي. د امریکا له لوري د پوځونو له وتلو وروسته درې احتماله د بحث وړ دي:

۱- د امریکايي پوځونو وتل مانا نه لري، چې امریکا د افغانستان له قضیې څخه هم ځان باسي. یو احتمال دا دی، چې امریکایان تر وتلو وروسته له مالي او سیاسي پلوه د اوسني واکمن نظام او سیستم ملاتړ ته دوام ورکړي؛ ځکه امریکایان په دې پوهېږي، چې د دوی تر وتلو وروسته له مالي ملاتړ پرته د واکمن نظام پايښت او بقاء ستونزمنه ده. بناءً د اوسني نظام د بقاء غوښتلو په صورت کې امریکا مجبوره ده چې له مالي او سياسي پلوه د واکمن نظام ملاتړ وکړي، خو واقعیت دا دی چې د مالي پلوه د واکمن نظام ملاتړ امریکایانو ته په درانه قیمیت تمامیږي او امریکایان هم نور نه غواړي چې د دوی بودیجه او د ټکس پیسې په داسې یو هېواد کې مصرف شي، چې په اداري فساد کې په نړیواله کچه لومړی مقام لري. په همدې اساس، دغه احتمال ډېر قوي نه ښکاري.

۲ – د دې لپاره چې له یوې خوا د امریکا بودیجه او د ټکس پیسې بېځایه نه وي مصرف شوي او له بلې خوا تر یوه بریده په دې توانېدلي وي، چې په راتلونکي نظام کې په نسبي ډول خپل نفوذ وساتي؛ نو کېدای شي په افغانستان کې د داسې ټول‌شموله حکومت په رامنځته کولو کې مرسته وکړي، چې د طالبانو اسلامي تحریک په ګډون ټولې ډلې پکې برخه ولري. په دې سره به امریکایان توانېدلي وي، چې د ټريلیونونه مصرف شوو ډالرو په قیمت ترلاسه شوي ځینې اهداف وساتي. د نړۍ او سیمې وضعیت ته په کتو دغه احتمال کېدای شي، د افعانستان په قضیه کې یو شمېر ښکېلو هېوادونو ته هم د منلو وړ وي.

۳- درېیم احتمال دا دی چې د امریکا متحده ایالاتونه، د جمهوریت او امارت غوښتلو تر عناوینو لاندې، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او ټول‌شموله حکومت پر ځای، د امریکایانو په مرسته د رامنځته شوي حکومتي سیستم او طالبانو ترمنځ، د جنګ د دوام ملاتړ وکړي او په افغانستان کې د یوه مقتدر، خپلواک او مسوولیت منونکي حکومت د رامنځته کېدو مخه ډب کړي؛ ځکه په داسې حالت کې به امریکایان او د دوی غربي متحدین یوازې پيسې مصرفوي او د افغانانو خپلمنځي وژنو ننداره به کوي. له بده مرغه له دغه احتمالي حالت څخه ګاونډي، د سیمې او د نړۍ یو شمېر نور هېوادونه هم ملاتړ کوي؛ ځکه یو شمېر هېوادونه په افغانستان کې ځواکمن او پراخ بنسټه حکومت د خپلو ناروا اهدافو او غوښتنو پر وړاندې خنډ او ګواښ ګڼي.

د امریکایانو له احتمالي وتلو وروسته، افغان حکومت، طالبانو، د حکومت سیاسي مخالفینو او په ټوله کې ټولو افغانانو ته یو ځل بیا ستر تاریخي مسوولیت ورتر غاړې کېږي؛ ځکه که دا ځل بیا هم ښکېل لوري د نوییمې لسیزې په څېر د قدرت او اقتدار پر سر د خبرو اترو پر ځای له جنګ، خشونت، زور او وسلو څخه کار واخلي؛ نو دا به د ځورېدلي او جنګ ځپلي افغان ملت په حق کې نه بښونکی خیانت، ستر ظلم او بې عدالتي وي. له ټولو مشرانو، بانفوذه کسانو او ښکېلو لورو څخه مو هیله او غوښتنه دا ده، چې له دغه تاریخي فرصت سره مسوولانه او مدبرانه چلند وکړي. یو بل ته د ورورګلوۍ او رښتینولۍ لاسونه ورکړي.

Share7Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In