د امریکا ولسمشر جو بايډن تېره اونۍ اعلان وکړ، چې امریکايي ځواکونه به د سپټمبر تر ۱۱ مې، له افغانستانه وباسي. طالبانو ويلي، چې تر هغو پورې به د سولې په خبرو کې ګډون و نه کړي، څو چې ټول بهرني ځواکونه له هېواد څخه ونه وځي. د امریکا دریځ په ملي، سیمهییزه او نړیواله کچه ګڼ غبرګونونه پارولي دي. حکومت له دې دريځه ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې به مرسته وکړي. د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني بیا ويلي، چې د امریکايي ځواکونو وتل به د بلې کورنۍ جګړې سبب شي. هند هم خپله اندېښنه، ښودلې ده. د دغه هېواد د پوځ مشر، جنرال بپن راوت ويلي چې ورانکارې ډلې ښايي د بهرنیو ځواکونو له تشې استفاده وکړي او پاکستان به په افغانستان کې لا نفوذ پیاوړی کړي. د روسیې د بهرنیو چارو ویاندې، ماریا زاخاروا څرګنده کړې، چې که امریکا د دوحې هوکړې له مخې خپل ځواکونه بهر نه کړي، ښايي جګړه بیا ګرمه شي او د بین الافغاني خبرو پر وړاندې لوی خنډ هم جوړوي. ایران بیا له افغان سولې خپل ملاتړ اعلان کړی او ويلي یې دي، چې تهران به له افغان حکومت سره د سولې په بهیر کې هر اړخیزه مرسته وکړي.
همدارنګه د امریکا د ملي امنیت پخواني مشاور مک ماسټر او د سنا ځینو غړو د جو بایډن دریځ غندلی او د شرم وړ يې بللی دی. هغوی ويلي، چې د ځواکونو وتل به امریکا ته سخت تمام شي. بلخوا پنټاګون اعلان کړی، چې افغان خاوره به له نږدې وڅاري او ترهګرې ډلې به د اړتیا په صورت کې له سیمې وځپي.
امریکا د دوحې په هوکړه کې له طالبانو سره منلې وه، چې خپل ځواکونه به تر مې میاشتې وباسي. اوس يې دا پروسه څو میاشتې نوره هم وځنډوله او لامل يې تخنیکي ستونزې بولي. دغه راز څو ورځې وروسته د ملګرو ملتونو په کوربهتوب، د استانبول ناسته کېږي او طالبانو پکې له ګډون ډډه کړې ده. د امریکا له دې دریځ سره، د جګړې د شدت امکان شته. طالبان به يې د دوحې د هوکړې د نه عملي کولو په پار وکړي او حکومت ته به هم بهانه په ګوتو ورشي.
د سیمې ځينې هېوادونه (پاکستان-ترکیه) هم دې ته اړ شوي، چې له امریکا سره د سولې په خبرو کې مرسته وکړي، څو اقتصادي او سیاسي بندیزونه ترې لرې کړي. امریکا د سیمې هېوادونه او افغان سیاسي مشران په روانه نوې لوبه کې د خپلو ګټو پر محور لوبوي. له دې لوبې داسې برېښي، چې د جګړې ډګر به سوړ نه شي او پرته له نظامي حضور به یې مدیریت کړي. امریکا په مستقیم ډول له روانې جګړې ځان باسي؛ خو ګټه به یې ورته ورسېږي. د چین، هند، پاکستان ایران او روسیې متضادې ګټې به د دې سبب شي، چې په افغانستان کې نیابتي جګړه او لوبې دوام ومومي. امریکا به دې جګړې او لوبو ته له سیاسي لارې داسې لوری وټاکي، چې خپله ګټه یې تر ډېره پکې خوندي وي. دغه هېواد له یوې خوا د سولې پر انتقالي دولت کار کوي او له بلې خوا له شته حکومت سره ژمنه کوي، چې د اړیکو نوی فصل به په ګډه پرانیزي. امریکا داسې لوبه پيل کړې، چې طالبان او حکومت څرګند دریځ نه شي نيولی او سیاسیون يې هم ګنګس کړي دي. حکومت د پاتې طالب بندیانو خوشي کول، خپله سره کرښه بللې وه او ټينګار يې کاوه، چې پخواني خوشې شوي طالبان، بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي. اوس يې بیا پر حکومت منلې ده، چې پاتې طالبان خوشې کړي او له تور لېست يې وباسي. له دې لارې طالبانو ته شین څراغ ښکاره کوي، څو په خپل دریځ کې د امریکا په ګټه نرمښت وښيي.
پر طالبانو د حکومتي چارواکو توندې نیوکې، د دې ډلې نوي دریځ، د مقاومت تر نامه لاندې د ځینو خپلسرو ملېشو جوړول، د سیاسیونو اختلافات او د امریکا لخوا د دوحې هوکړې نه عملي کول، پر سوله شکونه ډېر کړې دي.
خو دا چې د بهرنیانو له وتلو سره به کورنۍ جګړه بیا پيل شي؛ د دې شونتیا اوس نه لیدل کېږي؛ ځکه د امریکا وتل، له شوروي اتحاد سره لوی توپير لري. پخواني شوروي اتحاد په ایډیولوژيک او نظامي ډول پوره ماتې خوړلې وه. امریکا که څه هم له اقتصادي پلوه ستونزې لري، خو لا هم په ایډیولوژیک ډول ژوندی زبرځواک دی او خپله نظامي ماتې د سیاسي لوبې تر شا پټوي؛ څو خپل برم په نړۍ کې وساتي. که امریکا خپل سرتېري وباسي، مانا یې دا نه ده چې د شوروي اتحاد په څېر به افغانستان په پوره ډول پرېږدي. امریکا یوازې نظامي حضور په استخباراتي او سیاسي حضور باندې بدلوي. دغه راز کله چې شورویان وتل، ګڼو تنظیمي ډلو په قومي لحاظ نفوذ درلود او مسلح وې. اوس پخواني نظامي احزاب چې د کورنۍ جګړې سر لاري وو، په سیاسي احزابو باندې بدل شوي دي او شونتیا يې کمه ده، چې بېرته دې نظامي شي. پرته له حکومت او طالبانو په جګړه کې نور ښکېل لوري هم نه تر سترګو کېږي.
همدا راز پخوانی پوځ له دې امله دړې- وړې شو او جګړه یې کنټرول نه شوای کړی، چې بهرنۍ مرستې پرې بندې شوې وې، خو نړیواله ټولنه له افغان ځواکونو سره بیا- بیا د مرستې ژمنه کوي.
طالبانو هم بدلون کړی دی؛ کله يې چې د سولې پروسه له امریکا سره پيل کړه، سیاسي حللاره يې ومنله، که څه هم دا ډله نظامي مخینه لري. له پورته واقعیتونو داسې ښکاري چې پرته له ځواکمنې استخباراتي او سیاسي برنامې، ګرانه ده چې د ۹۰یمې لسیزې داستان دې کټ-مټ تکرار شي. روان تبلیغات یوازې د عامه ذهنیت خرابولو په پار کېږي، چې ګنې د بهرنیانو په وتلو سره په کورنۍ جګړه وشي.
په هېواد کې د هرې لوبې اصلي قربانیان یوازې افغانان دي. روانه نوې لوبه هم امریکا پیل کړې او غواړي په پوره ډول یې وګټي. که حکومتي چارواکي، طالبان او سیاسي مشران په دې حساسو شرایطو کې خپلواک ګام واخلي، له شخصي ګټو تېر شي او رېښتينې قرباني ورکړې؛ تمه کېدای شي چې سوله وشي.