افغانستان په قومي او ژبني لحاظ یو ډېر ملیته او ډېرو ژبو لرونکی هیواد دی، چې تقریباً تر ۷۰ قومونو او له ۳۰ زیاتې ژبې پکې شتون لري، چې ځینې وخت همدغه توپیرونه هم د لویو دسیسو د تطبیق باعث شوي دي. فرضاً کله چې د امکان په صورت کې د یو قوم یا ژبې واله شخص قدرت ته رسیږي، نو په مقابل کې نور غږ پورته کوي چې دا خو د پلاني قوم غړی دی او یوازې د خپل قوم لپاره کار کوي، بیا په مخامخ طرف کې نور قومونه او ژبو واله له هماغه شخص سره حساسیت ښیي او د نورو اختلافاتو او مشکلاتو د منځته راتګ سبب کیږي.
په افغانستان کې له ۱۳۴۳ کال راهیسې چې کله خلق دیموکراتیک ګوند تاسیس او په دغه ګوند کې ببرک کارمل په قومي او ژبني لحاظ د دویم کس په توګه ومنل شو، ورسره د داسې غیر متمرکز نظام او یا هم په بل ډول د قومي او ژبني تعصب په بنسټ د افغانستان د وېش مفکوره را پیدا شوه، چې دا ناروغي په ۱۳۷۱ کال کې کله چې د افغانستان دیموکراتیک جمهوریت ړنګ شو او بیا دغه کړۍ د مجاهدینو له ځینو ګروپونو سره یو ځای شوه او دغه رنځ ځینو تش په نوم مجاهدینو ګروپونو ته هم نقل شو، چې په نتیجه کې د یو ملي او متمرکز سیاسي او اسلامي نظام مخه ونیول شوه او افغانستان تر ننه د یوې بلې ناپايه خونړۍ جګړې په لمن کې پرېوت، په اوس وخت د همدغو ناروغانو دغه ناروغ دریځ دی چې د غیرمتمرکز سیاسي نظام چې په اصل کې د افغانستان د وېش او بربادۍ یو دسیسه ده، نارې اورېدل کیږي؛ خو دا ارمان به یې هیڅکله پوره نه شي. په اوسمهال کې په افغانستان کې هیڅ شریف افغان هغه که د هر قوم او ژبې وي پر یوه غیر متمرکز نظام باور نه لري، ځکه دوی یوازې د افغانستان په سیاسي اتحاد کې د افغانانو نیکمرغي ویني، دغو کړیو په ۲۰۰۱ کال کې چې کله په افغانستان کې د یو نوي او عصري نظام تیږه کیښودل شوه، د بُن په کنفرانس کې او بیا له هغه وروسته په جوړېدونکو لویو جرګو کې دا ډول غوښتنې په مستقیم او غیر مستقیم ډول کولې؛ خو دا چې د امریکا او نړیوالو په بې درېغه ډالرو او اشرفي جوش نوش کې غرق وو، نو ځکه د عمل په ډګر کې پر ملت باندې دې دا ډول غوښتنو په منلو بریالي نه شول او اوس هم په دې هیله طرحې او پلانونه جوړوي چې ګوندې په راتلونکې کې بیا هم دوی خپل دا شوم پلانونه عملي کړای شي، دوی په واقعیت کې هغه خلک دي چې نه جمهوریت پېژني او نه هم ډیموکراسي، نه وطنپال دي او نه ملتپال، په دا څلوېښتو کالونو کې یې جمهوریت او ډیموکراسي په شرمونو وشرمول او نور جمهوریت او ډیموکراسي له دوی فنا غواړي.
دا نن سبا کې چې د سولې خبرې تودې شوې، بیا هم دوی په خپلو پلانونو او طرحو کې د داسې یو غیر متمرکز نظام د اډانې خبرې کوي، کوم چې له وړاندې د افغانانو له جدي غبرګون سره مخ شوي دي، په افغان دولت کې د ننه او بهر ډېرو سیاسي ګوندونو او کسانو او همدارنګه طالبانو د دې غیر متمرکز نظام د انفاذ تردید کړی او ویلي یې دي چې هیڅکله به د تجزیو او وېش دسیسې په افغانستان کې ونه منل شي، د غیر متمرکز نظام او یا هم داسې نظام چې هم په کې ولسمشر او هم لومړۍ وزیر دواړه د حکومت په راس کې وي او افغانان دې په ځانګړو بېلوبېلو حوزو وویشي، په واقعیت کې د دوه سري حکومت او د اختلافاتو یو ناروا اړیکه ده چې حتماً به هېواد له بحران او مشکلاتو سره مخامخ کړي. په افغانستان کې د غیر متمرکز فیدرالي نظام د راتلو وخت هغه زمان حقیقت موندلی شي، چې کله افغاني ټولنه په فوق العاده صورت باندې په ذهني او شعوري لحاظ پرمختګ وکړي او په دې مملکت کې د سمت، قوم او ژبې په لحاظ یو بل ونه انګیري؛ بلکې ټول ځانونه افغانان او یو وجود وګڼي، ښوونه او روزنه عامه شي او د خلکو زړونه له ضد، درد او کینې څخه خالي شي.
په پای کې ویلی شو چې افغانان غیر متمرکز نظام نه مني، په افغانستان کې باید متمرکز ریاستي نظام چې فوق العاده صلاحیتونه او واکونه ولري، د ډېر وخت لپاره پاتې شي، څو افغانان ځانونه یو بل لکه یو وجود حس کړي او دغه وروڼه قومونه چې وروستیو ناوړه حالاتو یو له بله یو څه لرې کړي، بېرته سره یو موټی کړي.